افغانستان

مارکو روبيو: زموږ له ځواکونو پرته، د افغان عسکرو مورال کمزوری دی

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۱۸مه، ۱۳۹۴ل): د امریکا متحده ایالاتو د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماند وايي چې په افغانستان کې له امريکايي ځواکونو پرته د دوی روزل شوي عسکر کمزوری مورال لري.

مارکو روبیو چې د امریکا د فلوريډا ایالت سناتور او د جمهوري غوښتونکو ګوند له لوري ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند دی، د امریکا اوسنی ولسمشر بارک اوبام پر دې ملامت بولي چې په افغانستان کې يې جګړه اوږده کړه.

د هغه په خبره امریکايي ولس د افغانستان جګړه د څو اوونیو جګړه بلله خو تر لسیزې هم واوښته او لا يې هم په افغانستان کې د روزل شويو عسکرو مورال له دوی پرته کمزوری دی.

«موږ تر ٣٥٠ زره ډېر افغان عسکر روزلي، اوس يې باید په شا وټپو چې وکولى شي له وسله والو مخالفینو سره مقابله وکړي، نه زموږ ځواکونه.»
«موږ تر ٣٥٠ زره ډېر افغان عسکر روزلي، اوس يې باید په شا وټپو چې وکولى شي له وسله والو مخالفینو سره مقابله وکړي، نه زموږ ځواکونه.»

نوموړي بارک اوباما پر دې هم ملامت وباله چې په افغانستان کې يې د ځواکونو شمېر راکم کړی او هم يې ورسره په څنګ کې د مرستو اندازه هم راټيټه کړې ده.

دغه نوماند وايي چې دوی په افغانستان کې د جګړې لپاره درې نیم سوه زره افغان عسکر روزلي دي، چې اوس باید دوی جګړه پر مخ بوځي خو په خبره يې لا هم مرستې ته اړ دي.

هغه پخپله تازه لیکنه کې لیکلي: «موږ تر ٣٥٠ زره ډېر افغان عسکر روزلي، اوس يې باید په شا وټپو چې وکولى شي له وسله والو مخالفینو سره مقابله وکړي، نه زموږ ځواکونه.»

روبیو وايي چې له ۲۰۱۶ میلادي کال وروسته هم باید په افغانستان کې لس زره امريکايي عسکر پاتې شي، ځکه چې د دوی له عسکرو پرته د افغان عسکرو روحیه ټیټېږي.

نوموړي د کندوز د سقوط علت په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو کمی او د افغان عسکرو بې زړه توب ښيي، او ټینګار يې کړی چې له افغانستانه د وتلو پر پلان دې غور وشي.

دغه امريکايي نوماند په داسې حال کې د افغان عسکرو د روحيې د کمزورۍ خبر ورکوي چې په تازه راپورونو کې وسله والو طالبانو د پرمختګ خبرونه ورکړل شوي دي.

له بله اړخه پوځي او سیاسي شنونکي د وسله والو طالبانو پر وړاندې د افغان عسکرو د بې وسۍ علت د لوړ پوړو پوځي چارواکو نا پامي په ګوته کوي، چې په پایله کې يې عسکر ځانونه د شخصي ګټو قربانیان بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x