نړۍ

امريکا: دوو محصلینو خپلو پنځو ملګرو ته مرګ ـ ژوبله واړوله

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۱۸مه، ۱۳۹۴ل): د امريکا په ټکساس او اریزونا ایالتونو کې دوو محصلینو خپلو پنځو ملګرو ته مرګ – ژوبله واړوله.

په ټکساس او اریزونا کې په جلا جلا ډزو کې درې محصلین وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

لومړۍ پېښه د اریزونا په نورزن پوهنتون کې رامنځته شوه، چې یو محصل د پوهنتون یو محصل وواژه او دوه نور يې ټپیان کړل.

له دې پېښه څو ساعته وروسته په ټکساس کې هم ورته پېښه رامنځته شوه، چې د پولیسو پر قول يې د ساتیرن پوهنتون یو محصل پکې ووژل شو.

د امریکا ولسمشر سیمې ته د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د لیدو لپاره تللی دی او هغوی ته يې ډاډ ورکړ چې د وسلو پر ملکیت به محدودیتونه وضع کړي.

په اریزونا ایالت کې پولیس وايي چې بريدګر سټیفن جونز نومېږي او د نورزن پوهنتون د لومړي کال محصل و، دوی نه دي ویلي چې د بريد علت څه شی و.

دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ هم اوريګون ایالت کې د یو ښوونځي پر زده کوونکو مخامخ ډزې وشوې چې پکې ۱۵ تنه ووژل شول او تر شلو ډېر نور ټپیان شول.

د سیمي څخه چارواکو رسنیو ته ویلي چې دغه پيښه د اوریګون ایالات د روزینبرګ ښار په اومبکوا لیسه کې را منځته شوې.

یاده دې وي امریکا یو له هغو هېوادونو ګڼل کېږي چې ملکي خلک پکې په پراخه پیمان د وسلو د ګرځېدو واک لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x