دیني، سیرت او تاریخ

دیویشتمې پېړۍ امریکایي کتاب (فرقان الحق) – علمي څېړنه (۱۱)

لیکنه اوڅېړنه: عبدالغفار جُبیر

۱۲: داچي حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم مبارک اُمی وو نه یې څه لوستي وه اونه یې څه لیکلای شوای چي کفري نړۍ دامني نو ولی انیس شروش چي د۴۷ هیوادونو دوره یې کړیده، څو نړیوالی ډګرۍ یې هم ولاسته راوړي دي اوبیا یې هم خپل کتاب (فرقان الحق) ۹۰ ٪ سلنه له قرآن کریم څخه را اخیستې ده؟؟؟؟

۱۳: دقران کریم حافظان په کروړو دي چي شماریی نشته ایا دبایبل  او د فرقان حق یو حافظ شته؟؟ نه هیڅکله نه—چي داهم پر دې دلالت کوي چي دا د قرآن کریم معجزه ده.

۱۴: په فرقان حق کي داسی متروک عربي لغاتونه استعمال شوی دي چي عربي عیسایی نړۍ ورباندی شرمیږي—برعکس  د قرآن کریم عربي ژبه د داسی فصاحت او بلاغت څخه ډکه ده چي هرڅومری یوکس ورباندی بحث او تلاوت کوي ورباندی نه ستړی کيږی اونه هم بحث وپایته رسیږي. او حتی هغه کسان چي پر قرآن کریم باندي ایمان نلري دقرآن کریم په لوستلو باندی روحي اوجسماني خوند اخلي او نړیوال عیسایي علماء هم پردې اعتراف کوي لکه:

۱: آرنولډ تامس ([1] Sir Thomas Arnold ) د قرآن کریم په هکله وايي:

که چیري موږ عیسایان دتعصب څخه کاروانه خلو نو ویلای شم چي دقرآن کریم اسلوب ډیرښکلي دي، چي عیسا یانو داسی کلام نه دئ اوریدلی د قرآن کریم اعجاز اوښه والی دتعجب وړ دئ، داهغه کلام دئ چي پرحضرت محمدصلی الله علیه وسلم نازل شوی دئ.[2]

۲: پروفیسر ایرنبرج (Dr. Iernberg[3])د قرآنکریم په هکله وايي:

په دې کي هیڅ شک نشته قرآن کریم په واقعیت کي دخدای کتاب دئ، حضرت محمدصلی الله علیه وسلم په حقه سره  رسول دئ، داسی کس چي پرعقل یې توره پرده غوړیدلې وي هغه به له داسی سپینو حقیقتونوڅخه انکار کوي.

۳: ارنست رینان دقرآن کریم په هکله وايي:

په قرآن کریم کي هیڅ تبدیل او تحریف امکان نلري، کله چي یو څوک قرآن کریم واوري ورته حیران به شي او مینه به یې ورسره پیداشي، خپله قرآن کریم و روح ته فطري روزنه ورکوي، انسان دکښته حالت څخه واعلی مقام ته رسوي زه دادرته ویلای شم چي هغه کتاب چي حضرت محمد صلی الله علیه وسلم راوړی دئ ترهغه بل ستر اومقدس کتاب نشته. زه داویلای شم چي هغه دعلومو سرچینه ده.

۴: دقرآن کریم حقانيت دډاکترسټينګاس (Dr Steingass )له نظره:

اسلامي لارښوونې داسی ولولې اوجذبات په ځان کي لري چي هرلوستونکی وځانته راجلبوي،بلکې ډېرخلک ئې ددماغي پرمختګ لپاره لولي،په واقعیت کي دې لارښوونویوه نړیواله فتحه هم خپل کړېده،چي دادحیرانتیاخبره ده، په بشري تاریخ کي دانوې اوپه زړۀ پوري  ده، په واقعیت کي اسلامي لارښوونې غوره اوښه فکري روزنه ده دټوله بشریت لپاره. حضرت محمدصلی الله علیه وسلم چي وبشریت ته څه راوړي دي هغه اغیزمن، په زړۀ پوری، رښتنې ، بشپړاوساده دي له همدې کبله ئې اغیزه ډېره اوپردماغ باندي ژرخپله لمن راټولوي.[4]

نور بیا…

[1] سير توماس أرنولد ( ۱۸۶۴ – ۱۹۳۰).           Sir Thomas Arnold

من كبار المستشرقين البريطانيين. صاحب فكرة كتاب (تراث الإسلام) الذي أسهم فيه عدد من مشاهير البحث والاستشراق الغربي. وقد أشرف آرنولد على تنسيقه وإخراجه. تعلم في كمبردج وقضى عدة سنوات في الهند أستاذًا للفلسفة في كلية عليكرة الإسلامية. وهو أول من جلس على كرسي الأستاذية في قسم الدراسات العربية في مدرسة اللغات الشرقية بلندن. وصفه المستشرق البريطاني المعروف (جب) بأنه “عالم دقيق فيما يكتب، وأنه أقام طويلاً في الهند وتعرف إلى مسلميها، وأنه متعاطف مع الإسلام، وكل هذه أمور ترفع أقواله فوق مستوى الشهادات” (دراسات في حضارة الإسلام ص۲۴۴). ذاع صيته بكتابيه: (الدعوة إلى الإسلام) الذي ترجم إلى كثر من لغة، و(الخلافة). كما أنه نشر عدة كتب قيمة عن الفن الإسلامي.

[2] قالوا عن الاسلام/اعداد الدکتور عماد الدین خلیل

[3] ( Dr. Iernberg professor at the University of Oslo

[4] [Dr Steingass quoted in T. P. Hughes – “Dictionary of Islam”, pp 256-257]

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x