شعـــــرونه

د مينې دم

عرفان الله عرفاني

جانانه  پوه  مې  کړه  لږ  سم  په  مينه
را باندې   وا چوه  يو  دم  په  مينه

د بيلتون  دښته  کې  دې  تږی  ګرځم
ستا د ديدن  غواړم  زمزم  په  مينه

خزان  و هلی  ستا د مينې  ګل  يم
را باندې  و شينده  شبنم  په  مينه

چې   رقيبان  ګوته  په  غاښ  شي  درته
راځه  را واخله  يو قدم  په  مينه

د ستا  لېدو  ته  مې  احترام  تړلی
ښکل  به  کړم  ستا  ښکلی  حرم  په  مينه

نن  دې  بيا  کلي  ته  راغلی  يمه
وکړه  پما نظر کرم  په  مينه

تا  خو د مينې  کروندې  کرلي
ما  يې  ماليار کړه  د دې  چم  په  مينه

ما عرفاني  در پسې  ډېر  ژړلي
و چ  کړه  زما  د سترګو نم  په  مينه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x