ادبي لیکني

حماسي شاعر ذاکر مهاجر درپیژنو

http://www.alnebrase.com/imgs/336980412052b5020ef886b6fe7d1e54.jpg

دا د دوه نیم کاله وړاندې خبره ده ، ولاړ مازدیګر وو ، شاعر ملګري وثیق مسافر ترلاس ونیولم ، ویل یې راځه چې دروند شاعر او ترانه لیکونکي مولوي محمد هاشم ذاکر درباندې ووینم ، که رښتیا ووایم دا زما لپاره ترزیري کمه خبره نه وه ،  دفقیرمحمد درویش په ترانو کې مې  د ذاکر نوم  له یوې لسیزې راپدیخوا اوریده ، چې دطرز ، مفهوم او لفظي سکښت له اړخه یې خورا په زړه پورې ترانې لیکلې وې .

دذاکر صاحب دروازه مو وروټکوله ، یو نری ځوان راووت ، چې له  نوراني تندي او سوچه ږیرې سره یې زابلوالې لنګوټې پام جلباوو ، وثیق صاحب راته کړل ، همدا ستا ورک  ذاکر صاحب دی ، له ذاکر صاحب سره مو خورا مینه ناک روغبړ او مجلس وکړ ، نوموړی لکه چې څومره په شعر کې صمیمانه دی ، بنډار یې هم همدومره  له صمیمیت ، مینې او اخلاصه ډک وو .

دمولوي محمد هاشم ذاکر صاحب ترانې او اشعار ما دبل هر مجاهد شاعر په نسبت ډیرې اوریدلي دي ، او ددې وجه هم شاید دا وي چې ذاکر صاحب لکه څنګه چې په کیفي لحاظ په تول پورې ترانې لیکلې دشمیر له اړخه یې هم ترنورو ډیرې ترانې ترتیب کړي دي ، که په ځانګړي توګه دطرز برخې ته راشو چې په ترنم دویل کیدونکو ترانو لپاره اساسي اهمیت لري  ،  داسې ښکاري چې دپښتو معاصرو ترانو دستر طرز جوړونکي او بنسټګر ښاغلي ګوهري صاحب  نه وروسته په دې میدان کې مخکښ رول ښاغلي ذاکر صاحب ته ورپاته وي .

بې له شکه ذاکر صاحب په دې برخه کې مخکښ او نوښتګر رول لري او نور شاعران په ډیرو مواردو کې دنوموړي په تېر کړي منډ درومي .

ښاغلی ذاکر دمسلک  په لحاظ دیني عالم ، مدرس ، خطیب ، امام او دسنګر مجاهد دی ، خو له دې ټولو درنو عهدو سره سره نوموړي د شعر په برخه کې  هم خورا  دروند ځای خپل کړی دی ، چې له امله یې نوموړی دمعاصر جهادي ادب  له وتلیو ستوریو څخه ګڼل کیږي .

د ذاکر صاحب دشعر توکي د بل هر مجاهد شاعر غوندې ، جهاد ، شهادت ، خپلواکي ، سنګریزه مینه ، او دکفر په وړاندې  دروان برحق جهاد مختلف اړخونه دي ، نوموړی په خپلو هنرپارو کې په خورا مهارت  دجهادي ژوند دمختلفو خوږو او ترخو صحنوتصویرکشي کوي ، چې  دلوستونکي زړه وړي .

په لاندې شعر کې ذاکر صاحب دخپل یوه شهید ملګري هجر ژاړي تاسو وګورئ ، چې ښاغلی ذاکر خپل جهادي هجر ځپلی محیط څومره صمیمانه او جذاب  عکاسي کړی دی .

زما شهید جانانه

په خړ مزار دې سپین بیرغ رپیږي او ته نه یې

مارغان دې پاس په شناختو کې چغیږي او ته نه یې

څو لپې مې داوښکو ستا ترقبره پورې راوړې

مړې مړې مې په ګریوان باندې توییږي او ته نه یې

هغه غر او سنګر دی او هم هغه مازدیګر دی

ملګري بیا کمین ته روانیږي او ته نه یې

  زما شهید جانانه هیرولی دې هیڅ نه شم

خوږې ترخې صحنې دې رایادیږي او ته نه یې

و سر ته دې یو څو شیبې ولاړ وم خاموشي وه

صحرا ده دهجران سیلۍ چلیږي او ته نه یې

سپرلي بیا دګلونو او رنګونو ځولۍ راوړې

په څانګو بیا نری شمال لګیږي او ته نه یې

جانانه څنګه پرې شوې زما او ستا دوصل لارې

په وینو دې دنور ډيوې بلیږي او ته نه یې

الله دې مونږه هم  دشهید کلي کلیوال کړي

سلګو سره ذاکر درته غږیږي  او ته نه یې

ددې شعر په اوریدلو دلوستونکي خیال الوزي ، چیرته لرې دسره غره په لمن کې ، دتورو تېږو او خړو ترخو په یوه سپیره راغه کې یې یوه پردیس قبر ته  ستنوي ، دا قبر دیو نومورکي طالب  دی ، لکه چې همدلته نږدې له دښمن سره په یوه جګړه کې شوی  وي ، او ملګرو یې عجالتا همدلته په خپلو وینو کې غرق دفن کړی وي ، دقبر په سر سپین بیرغ رپیږي ، او ترخې پرې رازرغونې شوي ، ددښتي خړې نغمه بولې مرغۍ یې په شناختو کې چغیږي ، او دشاوخوا سیمو خلک کیسه کوي ، چې ددې مسافر طالب په مزار باندې دشپې دنور  ډیوې / بلینډې هم بلیږي .

نن مازدیګر یوځل بیا مجاهدین له همدې سیمې تیریږي ، او نیت یې دی چې دسره غره په کوم کنډو کې دښمن ته کمین ونیسي ، دشهید طالب یو مجاهد ملګری په ډک زړه دخپل اشنا قبر ته دریږي ، او په اوښلنو سترګو ورته لاسونه  لپه کوي ، دهجر سیلۍ دنوموړي زړه  نور هم نرموي ، ترڅو یې له غریو نیولي زړه څخه دشهادت دعاء راپورته کیږي .

داصحنه خورا زړه وړونکې او عاطفي  ده ، چې په لوستونکي ژور رواني اثر غورځوي ، هغه څه چې دښه شعر ترټولو ستره لاسته راوړنه بلل کیږي .

دمولوي محمد هاشم ذاکر لنډ ژوندلیک

مولوي محمد هاشم ذاکر چې کله ناکله ځان ( ذاکر مهاجر ) هم بولي ، په ۱۳۵۷ هجري شمسي کال دزابل ولایت  دنوبهار ولسوالۍ دلوړګي په سیمه کې دنیا ته راغلی ، د ذاکر صاحب پلار  مولوي لطف الله اخندزاده دخپلې سیمې په کچه یو وتلی دیني عالم وو ، ذاکر صاحب دخپل ژوند په اوائلو کې وو چې کورنۍ یې دسرولښکرو دوحشي یرغل له امله  له زابل څخه دبلوچستان مسلم باغ کمپ ته مهاجره شوه .

څرنګه چې ذاکر صاحب له یوه علمي او جهادي خاندان سره تعلق درلود نو له کوچنیوالي یې په دیني زده کړو پیل وکړ ، نوموړي په مختلفو مدارسو کې دیني زده کړې د تعقیب کړې ، ترڅو یې دکراچۍ په مشهوره مدرسه احسن العلوم کې  دحدیثو دوره ترسره او دفضیلت دستار وتاړه .

له هغه وروسته ذاکر صاحب  دتدریس ، امامت او جهاد په مقدسو دندو بوخت دی ، او له دې سره په څنګه کې له ډیرو کلونو راهیسې  اشعار او حماسي ترانې هم لیکي ، دنوموړي  ګڼ شمیر ترانې دخوږ ژبو ترانه ویونکو لکه  ملافقیرمحمد درویش ، عبدالحکیم سجاد ، اختر محمدبهار ، محمد جمعه ساجد او نورو  لخوا ویل شوي دي ،ذاکر صاحب تراوسه دخپلو اشعارو چاپ شوې ټولګه نلري ، خو دیوې ټولګې ترحجم ډیراشعار یې لیکلي دي ، په لاندې کرښو دنوموړي  دشعر نمونه لوستلی شئ .

ملنګ غازي

بیا یې حماسه داریانا دزنې خال کړه

ګوره چې سینه یې داورو مخې ته ډال کړه

ګرځي ملاتړلی تورو  غرونو کې ملنګ غازي

خلاص یې له لیوانو زموږ دستړي ژوند غزال کړه

عشقه دا رښتینی لیونی دهیریدو نه دی

چا چې ازادۍ لیلا په وینو استقبال کړه

وویاړه شهیدې ناهیدې ګوره غازي جانان

خپله شمله ستا دقبر شناختې ته دسمال کړه

ستا زخمي ټپو ته یې میونده ځواب ووایه

هغه ده نیزه یې دشیطان په سینه ټال کړه

ووایه تاریخه چادې زړه کړې ډېوې بلې کړې

چا دې تورو شپو ته  د زړګي وینه مشال کړه

ولاړلې  دغرب دکلیسا سندرې ګونګې شوې

چیغه دجهاد یې په لینده کې سُر اوتال کړه

ځار یې شم له سپینه لاسه  توره یې قربان شمه

ماته یې نړۍ دمنترونو د دجال کړه

خاورې دقدم یې په لیمو ذاکره ځکه ږدو

زموږ دا مید  حوره  ی  ښایسته په زرین شال کړه

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x