نظــر

د ګډ حکومت په دوو والیانو سیاسي انتحار

لیکوال: ذبیح الله خورشیدی
لیکوال: ذبیح الله خورشیدی

لیکوال: ذبیح الله خورشیدی

عبدالکریم متین او محمد عمر ساپی د ګډ حکومت هغه والیان دي چې د سیاسي ملحوضاتو پر بنسټ پرته له دې چې په تړاو یې څېړنې وشي ولسمشر غني له دندو  ډېر ژر په کور کېنول او پرځای یې مرستیالان او یا هم کوم بل کس معرفي کړی.

د کندوز ولایت لپاره د ګډ حکومت والي محمد عمر ساپی هغه مهال له دندې ګوښه شو، چې دغه ولایت د طالبانو په واک کې ورغی.

والي په تازه څرګندونو کې ویلي، چې خپل مسولیت یې له وړاندې پرځای کړی وه خو، هغه مهال چې کندوز سقوط وکړ دی په هېواد کې نه وه.

ارګ پرته له دې چې والي وپوښتي سم له لاسه یې له دندې ګوښه او پرځای یې د هغه مرستیال دانشي وګماره.

ولسمشر د کندوز د سقوط وروسته په یوه ناسته کې د ملامتۍ ګوته والي عمر ساپي ته ونیوله او هغه یې په دنده کې په غفلت او نا غېړۍ تورن کړ.

زموږ اندېښنه دلته ده چې ولسمشر سیاسي نزاکتونه  په پام کې نه نیسي پرځای د دې چې خپلې غلطۍ سمې کړي غیر سیاسي پرېکړه کوي او د یو سړي سیاسي ژوند د خلکو په منځ کې وژني.

اوس  تمه نه شته چې په دې ملک کې یو داسې شخص چې د ټولنې دښمني ور په غاړې شي هغه سړی د افغانستان په څېر ټولنه کې ژوند نه شي کولای .

دا لومړی ځل نه ده چې ولسمشر غني یو داسې بې مسولانه پرېکړه کوي چې د خلکو سیاسي ژوند په ټولنه کې وژني او یا یې هم بدناموي.

میاشتې وړاندې د ملي امنیت شورا د پکتیکا والي عبدالکریم متین په دې پلمه چې ملي امنیت شورا په پکتیکا کې د داعش له کورنیو سره مرسته کړې له دندې لرې کړ.

هغه د خپلې دندې له پیل څخه څه موده وروسته رسنیو  ته ویلي و، چې د ملي امنیت شورا د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د داعش له کورنیو سره د ۲ لکه ډالرو مرسته کړې ده.

هغه مهال ښاغلي کریم روښانه نه کړه چې دغه مرسته د ملي یووالي د حکومت پر مهال شوې او که د مخکیني ولسمشر د واکمنۍ پر مهال خو دا خبرې د ملي شورا غړي په حکومت غوسه کړل او ټول د څېړلو غوښتونکي شول.

ولسمشر غني د ملي شورا د استازو په ګډون یو پلاوی وټاکه تر څو دغه موضوع په جدي توګه وڅېړي او راپور یې بیا ولسمشر ماڼۍ ته ورکړي.

متین رسنیو ته وروسته په خبرو کې بیا ټینګار په دې وکړ چې دغلته د داعش له کورنیو سره د امنیت شورا له لوري مرستې شوي دي.

هغه سیمې ته د ارګ له لوري د تللي پلاوی تګ رد کړی وه او په وینا یې چې پلاوی دې ولایت نه دی ورغلی.

که د عمر ساپي او عبدالکریم متین ګناه همدا وي چې د نظام له ټینګښت سره یې مرسته نه ده کړې له دې زیات مضر والیان هم لرو چې د نظام پرضد یې په تېرو ۱۳ کلونو کې حکومتي شتمنۍ لوټلي دي.

د بلخ سرپرست والي چې له یاغي توبه هم واووښت د ننه په نظام کې حکومت ګواښي او خبرداري ورکوي اوس که په ریښتیا هم په ولسمشر کې لږ جرأت پاتې وي باید د نور پر وړاندې ګامونه پورته کړي او له دندې یې ګوښه کړي.

د والیانو ټولنه باید د ښاغلي عبدالکریم متین او ښاغلي عمر ساپي لپاره د حکومت څخه د اعادې غوښتنه وکړي، که چېرته داسې ونه شي خپل مشران به یو د بل پسې له لاسه ورکړو له وژنې یې سیاسي انتحار ډېر خطرناک ده چې ان د یو شخصیت اولادونو ته پېغور پاتې کېدای شي.

په دې هیله چې ولسمشر غني له دې ډول بدرنګو کارونو لاس واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x