
په سوریه کې د ایران نوی وژل شوی جنرال همداني څوک وو
نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۱۸مه، ۱۳۹۴ل): تیره ورځ رسنیو خبر ورکړ چې د سوریا په حلب ښار کې د پنجشنبې په شپه د ایران د انقلابي ځواکونو لوی جنرال حسین همداني وژل شوی.
حسین همداني چې د ایران دهمدان د سیمي اوسیدونکی وو، نوموړی په خپل سیمه همدان کې لومړی کس وو چې هلته یې پوځي ځواک جوړ کړی وو.
نوموړی د ایران او عراق په جګړه کې د پاسداراني انقلاب ځواک د مخکښو مشرانو څخه وو.
همداني څه موده د ایراني پوځ د ۲۷ فرقې مشر هم پاته شوی، ددغي فرقي نوم محمد رسول الله وو، دغه فرقه وروسته په لښکر بدله شوه، او بیا هم دی یې مشر پاته شو.
تیره ورځ د ایران د پارلمان یوه غړي وویل چې په سوریه کې د جنرال همداني غوندي مشر جنرال وژنه د ایران لپاره یو لوی تاوان دی.
د پاسداراني انقلاب پخواني جنرال اسماعیل کوثري چې اوس د پارلمان غړی دی، تیره ورځ وویل چې جنرال همداني په سوریه کې ډیر ستر کارونه کړي وه، هغه په سوریه کې د بشار الاسد د نظام په ګټه ملیشې جوړي کړي، او د داعش سره د جګړې لپاره یې د پوځیانو روحیه او مورال ور پورته کړی وو.
نوموړي زیاته کړه چې د القدس په نامه شیعه ملیشو او حزب الله ملیشو تر منځ د هم آهنګۍ لپاره نوموړي کار کوی، او نوموړی په سوریه کې د جنرال قاسم سلیماني د رسته لاس غوندي وو.
کوثري وویل چې د ایران قیادت پر جنرال همداني باندي د سوریه په جګړه کې ډیر اعتماد درلود، او د جګړې د پرمخ بیولو پوره واک او صلاحیت یې ورکړی وو.
نوموړي زیاته کړه چې جنرال همداني څه موده مخکي ایران ته را ستون شوی وو، او د ایران د پلازمیني څخه ددفاع په خاطر یې ځانګړې قوه جوړه کړې وه، خو د اعلی قیادت له خوا یو ځل بیا سوریه ته ولیږل شو، ځکه چې هلته یې اړتیا او اغیز زیات وو.
باید وویل شي چې د ایران د پاسداران انقلاب پوځ له لوري په یوه خپور شوي بیان کې تیره ورځ وویل شوه چې همداني د داعش په لاس د حلب ښار په شاوخوا کې ووژل شو.
ایران د بشار الاسد د نظام په خلاف ټولو جنګېدونکو ډلو ته داعش وايي.
په دغه بیان کې راغلي وه چې همداني په سوریه کې د تروریستانو په خلاف په جګړه کې ډیري لاسته راوړني لرلې، هغه د سیده زینب رضي الله عنها د قبر څخه په کلکه دفاع کړې وه.
همداني چې د ایراني جنرال قاسم سلیمان رسته لاس بلل کیدی ، د ډیرو عسکري او استراتیژي چارو کارپوهانو په وینا د سوري نظام د ژغورونکي حیثیت یې درلود، او ویل کیږي چې د سوریې د نظامي پوځ تر څنګ د شیعه ملیشو جوړوني پروګرام هم د جنرال همداني ابتکار وو.
پر نوموړي امریکا او نړیوالو قوتونو د کال ۲۰۱۱ څخه اقتصادي بندیزونه هم لګولي وه.
همداني په اړه ویل کیږي چې په کال ۲۰۱۲ کې د سوریې پلازمینه له سقوط څخه ژغورلې وه، د سوریې پخوانی ولسمشر بشار الاسد ته نوموړی تر بل هر ایراني جنرال زیات نیژدې وو.
د رویټرز خبري اژانس په وینا نوموړي په کال ۲۰۱۴ کې ویلي وه چې بشار الاسد په سوریه کې د ایران په نیابتي جګړه کې جنګیږي، ایران د بشار الاسد څخه دفاع
کې جنګیږي، مونږ تیار یو چې سوریې ته ۱۳۰ زره عسکر ولیږو، تر څو په سوریه کې د حزب الله په نوم پوځي ځواک جوړ کړو.
نوموړي ویلي وه چې د لبنان او سوریې وروسته به په عراق کې هم د حزب الله غوندي وسلواله ډله جوړوي.
نوموړي په خپلو څرګندونو کې ویلي وه چې د حزب الله السوري تر شعار لاندي اوس په سوریه کې ۴۲ لواګاني او ۱۳۸ ډلګۍ جنګیږي.
داخلک تول کافران دی هدف یی دسونیانو کمی دشیعه یانو دیری دی تاسوایران ووینی چی سومره پاهش ملک دی
اللهم انصر الاسلام والمسلمین فی کل مکان