د فیسبوکیانو شمیر یوه ملیارد ( زر میلیونو ) ته ورسېد
نن ټکی اسیا : دفیسبوک داجتماعي شبکې بنسټ ګر مارک سوګر برګ دپنجشنبې په ورځ د اکتوبر په څلورمه اعلان کړه چې ددې شبکې دکاروونکو شمیر یو ملیارد ( زر میلیونه ) ته رسیدلی دی .
سوکربرګ په دې اړوند په جوړو شویو مراسمو کې دخبرو په مهال وویل چې ( تاسو باید اوس دفیسبوک دکارولو په مهال دې ته پام وکړئ چې تاسو یوازې نه یاست بلکې تاسو دنړۍ له یو ملیارد اوسیدونکو سره تړلي یاست )
سوکربرګ له فیسبوکیانو مننه وکړه ، چې له نوموړی سره یې دفیسبوک په پرمختګ کې همکاري کړې .
دفیسبوک لخوا تازه اعلان شوي ارقام وایي ، چې داوسنیو یو ملیارد کارکوونکو له جملې 600 میلیونه وګړي دمبایل له طریقه فیسبوک تعقیبوي ، دغه راز ویل شوي چې ترټولو ډیر فیسبوک کارکوونکي دامریکا په متحده ایالتونو کې دی چې شمیر یې 166 میلیونو ته رسیږي .
دغه راز په برازیل کې 58 میلیونه ، په هندوستان کې 55 میلیونه ، په اندونیزیا کې 47 میلیونه او مکسیکو کې 38 میلیونه وګړي فیسبوک کاروي .
په ۲۰۰۴ کال کې دفیسبوک شبکې له تاسیس وروسته تراوسه ددې شبکې کارکوونکو یو ټریلیون مطالب خوښ ( لایک ) کړي دي ، دغه راز ګډونوالو 219 میلیارده عکسونه ددې شبکې له لارې نشر کړي دي ، د دفیسبوک لخوا اعلان شوي معلومات وایي چې دډیری فیسبوکیانو دعمر اوسط 22 کاله دی .
سره له دې چې فیسبوک داجتماعي اړیکو او تبلیغاتو ترټولو وړیا او مؤثره وسیله بلل کیږي ، خو د کتونکو په باور دا شبکه ډير زیات جانبي زیانونه هم لري ، څيړنو ښودلې چې اوس فیسبوک کارول په ځوان کول کې په اعتیاد اوښتی ، او ډیر خلک یې له زده کړو او نورو مثبتو فعالیتونو ایستلي دي .