شهید او شهادت (څلوېښتمه برخه)

لیکوال: م محمد نعیم

پورتنیو او راتلونکو روایاتو ته په کتو سره څو ټکي مهم تر سترګو کېږي:

حضرت عبد الله رضی الله عنه خپل زوی ته د خپل مرګ په اړه معلومات ور کوي، او هغه هم سم خېژي، دا په حقیقت کې د حضرت عبد الله رضی الله عنه ځانګړی کرامت ګڼل کېږي.

امام حاکم په مستدرک کې راوړي چې د جابر رضي الله عنه پلار عبد الله بن عمرو بن الحرام په خوب کې مبشر بن عبد الله بن المنذر رضي الله عنه لیدلی و، چې هغه ورته وايي ته به په دې ورځو کې مونږ ته راشې، ویل ته چېرته یې؟ ویل په جنت کې، چېرته مو چې خوښه شي هلته چکرې وهو، ویل ولې ته د بدر په ورځ و نه وژل شوې؟ ویل هو، خو بېرته را ژوندی کړای شوم.

عبد الله بن عمرو بن الحرام دا خوب رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ووایه، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته ویل: د جابر پلاره! دا شهادت دی. [1] همغه و چې سهار ته بیا د احد په جګړه کې په شهادت و رسېد.

د امام بخاري د روایت له مخې د عبد الله بن عمرو بن الحرام جسد له شپږو میاشتو وروسته، او د امام مالک او امام بیهقي د روایاتو له مخې د نوموړي او نورو شهیدانو جسدونه لکه حضرت حمزه رضی الله عنه او حضرت عمرو بن الجموح رضی الله عنه، او داسې نور… له شپږ څلوېښت کلونو وروسته هم نه وو خراب شوی، دا ښيي چې د شهید جسد نه خاورې کېږي، خو آیا هر شهید داسې دی او که یوازې عبد الله او د احد نورو شهیدانو رضی الله تعالی عنهم اجمعین ته الله جل جلاله دا ځانګړنه ور کړې وه؟

په دې اړه په غوڅه توګه څه نشي ویل کېدی، ځکه داسې پېښې شته چې ښيي نور شهیدان هم نه دي خاورې شوي، او داسې هم شته چې ښيي ځینې شهیدان خاورې شوي دي.

د امام بخاري په روایت کې دا خبره چې د حضرت عبد الله بن عمرو بن الحرام رضی الله عنه د غوږ یوه برخه خرابه شوې وه، ښيي چې د شهید جسد هم د وخت په تېرېدو سره تغیر کوي، او کوم ځای که ټپي شوی وي، د هغه د زر خرابېدو شونتیا زیاته وي.

امام نووي رحمه الله وايي : ( وذكر ابن قتيبة في المعارف وغيره أن طلحة بن عبد الله أحد العشرة رضي الله عنهم دفن فرأته بنته عائشة بعد دفنه بثلاثين سنة في المنام فشكا إليها النز فأمرت به فاستخرج طرياً فدفن في داره بالبصرة قال غيره قال الراوي كأني انظر إلى الكافور في عينيه لم يتغير إلا عقيصته فمالت عن موضعها واخضر شقه الذي يلي النز )[2]

ژباړه: ابن قتیبه په خپل کتاب ( المعارف ) کې او نورو هم راوړي چې طلحة بن عبید الله رضی الله عنه چې یو د عشره مبشره څخه و، کله چې ښخ کړل شو، دیرش کاله وروسته یې لورې ( عایشې ) په خوب کې ولید چې له نو یا نم نه یې شکایت کاوه، لور یې حکم وکړ چې را وایستل شي، کله چې را وایستل شو، بالکل تازه و، بیا په بصره کې په خپل کور کې ښخ کړل شو، او ځینو نورو یلي چې راوي ویلي، داسې و لکه په سترګو کې یې چې کافور ته ګوروم، هېڅ نه و تغیر شوی، یوازې کوڅۍ[3] یې چې له خپل ځاي نه ښویېدلې وه، او هغه لوری یې شین شوی و چې نو یا نم ته نېږدې و.

امام ترمذي رحمه الله کله چې د سورت البروج په تفسیر کې د اصحاب الاخدود او هغه زلمکي کیسه بیانوي په پای کې داسې وايي: ( فَأَمَّا الْغُلاَمُ فَإِنَّهُ دُفِنَ ». قَالَ فَيُذْكَرُ أَنَّهُ أُخْرِجَ فِى زَمَنِ عُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ وَأُصْبُعُهُ عَلَى صُدْغِهِ كَمَا وَضَعَهَا حِينَ قُتِلَ.)[4]

ژباړه: هر چې زلمکی و، نو هغه ښخ کړل شو، وايي، داسې ویل کېږي چې بیا د حضرت عمر بن الخطاب رضی الله عنه په وخت کې را وایستل شو، په داسې حال کې چې ګوته یې په روڼوکي داسې وه لکه د وژل کېدو پر مهال یې چې ايېښې وه.

مبارکفوري رحمه الله د سنن ترمذي په شرحه ( تحفة الاحوذي ) کې وايي: (قَالَ اِبْنُ إِسْحَاقَ : وَحَدَّثَنِي عَبْدُ اللَّهِ بْنُ أَبِي بَكْرِ بْنِ مُحَمَّدِ بْنِ عَمْرِو بْنِ حَزْمٍ أَنَّهُ حَدَّثَ أَنَّ رَجُلًا مِنْ أَهْلِ نَجْرَانَ كَانَ زَمَانَ عُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ حَفَرَ خُرْبَةً مِنْ خُرَبِ نَجْرَانَ لِبَعْضِ حَاجَتِهِ فَوُجِدَ عَبْدُ اللَّهِ بْنُ التَّامِرِ تَحْتُ دُفِنَ فِيهَا قَاعِدًا وَاضِعًا يَدَهُ عَلَى ضَرْبَةٍ فِي رَأْسِهِ مُمْسِكًا عَلَيْهَا بِيَدِهِ فَإِذَا أَخَذْت يَدَهُ عَنْهَا اِنْبَعَثَ دَمًا وَإِذَا أَرْسَلْت يَدَهُ رُدَّتْ عَلَيْهَا فَأَمْسَكَتْ دَمَهَا وَفِي يَدِهِ خَاتَمٌ مَكْتُوبٌ فِيهِ رَبِّي اللَّهُ ، فَكَتَبَ فِيهِ إِلَى عُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ يُخْبِرُهُ بِأَمْرِهِ فَكَتَبَ عُمَرُ إِلَيْهِمْ أَنْ أَقِرُّوهُ عَلَى حَالِهِ وَرُدُّوا عَلَيْهِ الَّذِي كَانَ عَلَيْهِ فَفَعَلُوا   ) [5]

ژباړه: ابن اسحاق ویلي: عبد الله بن ابوبکر بن محمد بن عمرو بن حزم راته ویل چې ده ویلي د حضرت عمر بن الخطاب رضی الله عنه په زمانه کې د نجران له خلکو نه یو سړي د نجران له کنډوالو څخه یوه کنډواله کېندله، که ګوري عبد الله بن التامر رضی الله عنه[6] وموندل شو، چې د ناستې په حال کې ښخ شوی و، لاس یې د سر په هغه ځای اېښی و چې ګوزار یې پرې خوړلی و، همدا ځای یې په لاس ټینګ نیولی و، کله به یې چې لاس له ټپ نه را دېخوا کړل شو، له ټپ نه به وینې راووتې، او کله به یې چې لاس بېرته پرېښودل شو خپل ځای ته به ورغی او وینه به یې ودروله، او په لاس کې یې یوه ګوته وه پرې لیکل شوي وو: ربي الله، الله مې رب دی، نو په دې اړه حضرت عمر بن الخطاب ته لیک ولېږل شو، چې په دې جریان یې خبر کړي، حضرت عمر رضی الله عنه خلکو ته ولیکل چې په خپل حال یې پرېږدئ، او څه چې ور سره دي همداسې یې ور سره پرېږدئ. خلکو همداسې وکړل.

نور بیا…

م. محمد نعیم

[1] – المستدرك على الصحيحين للحاكم. باب ‍‍ذکر مناقب عبدالله بن عمرو بن الحرام رضي الله تعالى عنه.

[2] – المجموع 5/303 .المعارف لابن قتيبه الدينوري. ص: 52.

[3] –  د یادونې ده چې په مخکې وختونو کې به ځینو نارینه وو هم اوږده وېښتان پرېښودل، لکه په اوس وخت کې یې چې ځينې مجاهدین یا صوفیه کرام پرېږدي، او بیا به یې کوڅۍ کول البته دوه لویې کوڅۍ به یې ترې جوړې کړې، تر څو یوې او بلې خوا ته خواره واره نشي، د عربي ژبې د لغت په ځینو کتابونو کې راځي لکه په لسان العرب کې، چې عقیصه دېته ویل کېږي چې د وېښتانو سرونه سره راغونډ کړي او بیا یې د وېښتانو په بیخ کې ومنډي، په دې توګه هم د وېښتانو د خورېدو مخنیوی کېدی شي.

[4] – سنن الترمذي. باب و من سورة البروج.

[5] – تحفة الاحوذي، ومن سورة البروج.

[6] – عبد الله بن التامر په تا سره، او په ځینو کتابونو کې په ثا سره راغلی بن الثامر، کېدای شي دا همغه د اصحب الاخدود د کیسې زلمکی وي، کوم چې د احادیثو په کتابونو کې یې کیسې راغلې دي، لکه په صحیح مسلم او نورو کې، ځکه ددواړو کسیې تر ډېره سره ورته دي، په دې اړه تهذیب سیرة ابن هشام لعبد السلام هارون باید وکتل شي. ص: ۹.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د