نظــر

څوارلس کاله شاتګ، څنګه جبرانېدای شي؟

دادمحمد ناوک /

د چا چې له مادياتو ور ها خوا معنویات هم ځینې ارزښتونه وي بیا يې ښايي ځينې ظاهري پړقونه سترګې ونه برېښوي او د مادياتو په ډېر بیروبار کې هم خپلو ارزښتونو ته ځير وي او د ارزښتونو په بدل کې ځينې ظاهري هوساينې قبلول د ويښ ضمیر کار نه دی.

له ننه پوره څوارلس کاله وړاندې نړیوالو تروریستانو خپل ټاکلي اصول هم تر پښو لاندې کړل او زموږ په خاوره يې یرغل وکړ، بې له هغې چې د جګړې د وحشي صحنو د هنري انځور په زور ځینې لوستونکي د جګړې شدت ته متوجه کړل شي، لنډه يې دومره وایو چې کومې وحشي پېښې د ځينو فلمونو د ښه خرڅلاو لپاره د کیمرې او تخنیک په زور په دروغو جوړېږي، دلته په رښتیني بڼه ترسره شوې، بمبارۍ وشوې، ماشومان نیم نیم را ټول شول، میندې لغړې په لښتیو کې پيدا شوې، شپنیو چاپو د ګڼو ناویو لومړۍ شپې له خاوندانو سره وروستۍ کړې، کلتوري معیارونو بدلون وکړ، دغه بدلون د کوم کره معیار له مخې نه، بلکې د استعمار د جبر تر سیوري لاندې رامنځته شو… خو دې ته ورته زرګونه نور جنایات ځکه روا وګڼل شول،چې ورسره جوخت زورور تبلیغات هم ملګري شول، چې په یوه کور کې سوځېدلې بشپړه کورنۍ يې هم تروریسته معرفي کولی شوای.

ډېر وړاندې مې له محمد اشرف غني اورېدلي و، چې هغه وخت نوموړي په علمي برخه کارونه ترسره کول، ويل يې چې د هېواد جوړېدل هغه وخت شوني دي، چې یو څوک زموږ په نظام کې د ښوونځي په لومړي ټولګي کې کېني او له شپاړلسمه فارغ شي، دغه کس به زموږ خپل وي او د خپلو موخو لپاره يې اسانه او په مينه کارولی شو، ځکه خو په ټول څوارلس کلن استعمار کې د زده کړو په تېره بیا د ښځینه قشر برخې ته ډېره پاملرنه وشوه، که څه هم د زده کړو له بهیره استعمار او د هغوی داخلي پلویانو نورې تمې درلودې، خو موږکولی شو چې د دې ځوانو استعدادونو د رخ په بدلولو سره هغوی د اسلامي امت د ګټو او د خپل هېواد د ارزښتونو د ساتنې لپاره وکاروو، خو ورسره په څنګ کې څوارلس کلن ناورین زموږ ملت نږدې څوارلس سوه کاله شاته بیولی، او د دې شاتګ جبران اسان دی، خو قرباني غواړي.

د شاتګ دلایل:

په اخلاقي برخه کې موږ هغه څوک نه یو، چې له یوې اسلامي ټولنې يې تمه کېدلی شي، د ازادي راډیو د یو راپور له مخې نږدې ۹۷ سلنه مېرمنې په تعلیمي ادارو او تر اتیاوو ډېره سلنه نورې يې په نورو ادارو کې له جنسي ځورونې سر ټکوي، ځکه چې موږ تر خپل اخلاقي پرمختګ وړاندې مادي پرمختګ کړی دی، چې په هیڅ صورت پرمختګ نه شو ورته ویلی.

په ټولنیزو اړیکو کې موږ ډېر په شا تللي يو، که څه هم ټکنالوژۍ نړۍ سره ونښلوو، خو له خپلو خپلوانو يې لرې کړو، یوه پېغله د خپل پلار تر څنګ له یو ځوان سره د فیسبوک یا اس ام اس له لارې انډیوالي نښلوي اړیکه تر لیدلو رسېږي او پېغله د کورس، ښوونځي، کار یا هم بله پلمه تر ځوان ځان رسوي، چې زموږ غوندې مقیده ټولنه کې دا ډول یو ځای کېدل ښې پایلې نه لري او نه هم اسلامي احکامو د ورته چارو اجازه ورکړې ده.

د تقدساتو پر وړاندې احترام نږدې له منځه تلونکی دی، خو دا ټولې خبرې په کلي او مطلق ډول نه لیکم، استثنات پکې شته، خو د یو جمعي تصور تصویر يې بللی شئ، وړاندې تر یرغل د قران سوځوېدل، رسول الله صلی الله علیه وسلم په شان کې ګستاخي ان د یو مسجد په مخ کې د سندرې غږول له تصوره لرې خبره وه، خو دې یرغل پخپلو اوږدو کې هغه عظمت، چې موږ قران تر دې ډېر لوړ ګاڼه چې د سوځېدو وړ دې وګڼل شي له ځمکې سره وویشت او اوس د قرآن سوځونې یا هم سپکاوي پېښه په کومه مظاهر هم نه ور غبرګېږي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم په شان کې ګستاخي په لومړیو کې ټول هېواد وښوراوه، خو اوس هغه جوش کمزوری شوی، د کلیو په مسجدونو کې خو اوس سندرې څه، چې لغړ فلمونه کتل کېږي. دا زموږ اخلاقي کمزورتیا ده، خو زمینه يې همدې رژیم او د دوی همکارانو راته زمینه کړې ده، چې مسوولیت او د پیدايښت جرړه يې دوی ته ور ګرځي.

د امت روحیه په ملت بدلېږي، چې داپه بشپړ یقین تر اسلام وړاندې یو تصور دی، نړیوالو تروریستانو د خپلو تبلیغاتو پر مټ موږ دومره سره ووېشلو، چې په محدودو جغرافيوي کرښو کې يې را ایسار کړو، که د کوم اسلامي ملت په حال ځور ښکاره کړې، خپل کس دې خولې ته در ټوپ وهي او پر دې دي ملامتوي چې په سوریه کې وحشت وغندي، پر برما اوښکې توی کړې یا هم د چین پر مسلمانانو روان ظلم وغندې. خو برعکس اروپا د یو کېدو په خوا روانه ده.

په اقتصادي اړخ کې ځکه څوارلس کاله شاته تللي يو، چې دې یرغل مو ټولنه په طبقو ووېشله او له ځانګړې طبقې پرته چا په ماړه نس ډوډۍ نه ده خو د همدې ګېډې لپاره په همدې څوارلس کلونو ګڼ اولادونه وپلورل شول، د نړۍ په سطحه اقتصادي سيالي خو هسې یو خوب دی.

په سیاسي اړخ کې موږ هغه لاره خپله کړې، چې شهید سید قطب يې معاصر جاهلیت او ابولحسن ندوی يې معاصر ارتداد بولي او ان فرمايي چې که حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه ژوندی وای، له دې ډول خلکو سره به يې مبارزه کړې وای، جمهوریت یو تپل شوی دولتي جوړښت دی. ځکه خو موږ وایو چې نږدې څوارلس سوه کاله شاته تللي يو.

که څه هم سیاسیون د امريکايي یرغل لپاره بېلابېل دلایل لټوي، چې ښايي د دې یرغل سببونه وګڼل شي، خو په ټوله کې دا یرغل د یو اسلامي نظام د له منځه وړلو او د یوې اسلامي ټولنې د ګمراهۍصلیبي کړۍ ده، چې له نېکه مرغه خپلو ټولو اهدافو ته نه دي رسېدلي، خو ګڼ اهداف يې ترلا سه کړي دي، چې تر ټولو لوی کار دا دی چې د همدي یرغلګر د فکر د دفاع لپاره به هغه څوک مبارزه کوي چې زموږ په هېواد کې به زېږېدلی، لوی شوی او اوسېدلی وي، خو دومره به پردی شوی وي چې تر هغوی وړاندې به يې دی ځواب ته بې له کومې بدلې شعوري یا لاشعوري حاضر وي.

دا شاتګ جبرانېدی شي خو قرباني غواړي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سیرت کې مې ولوستل چې د اسلام لومړۍ شهید حضرت سمیه رضی الله عنها په څه ډول وحشت شهیده کړل شوه، د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر لور وسله وال بريد وشو، کور يې پاتې شو، په نیمه شپه له کوره وتلو ته اړ شو، له ډېرو قریبانو سره يې اړیکې وشلېدې ان واده کړي لوڼې يې بېرته د ابولهب د زامنو له خوا ورته طلاق کړل شوې راولېږل شوې، دا ټولې ستونزې دا په راګوته کوي چې د اسلامي روحيې د پایښت لپاره قربانۍ او صبر ته اړتیا ده، که موږ د اسلامي امت د درد لپاره ګام وانه خلو، الله جل جلاله به بله ډله ورته پیدا کړي، خو موږ به په دینا او اخرت کې کوزګوري يو.

د دې وضعیت د بدلون لپاره نه یوازې سیاسي بدلون ته اړتیا ده، بلکې فکري اوښتون ته هم تر هغې ډېره اړتیا ده، او دا بدلون، د لیکنو، تقریرونو ، نشریاتو او د کلیو او ښارونو له بارسوخه مشرانو سره نږدې اړیکي دي. د اسلامي امت بچيان باید د خپل هویت د اثبات لپاره هڅې وکړي، تر هغو به نړۍ سرګردانه او انسانیت یتیم وي چې د نړۍ اقتدار د الهي احکامو پر ځای د حیوان صفته انسان نما څېرو په لاس کې وي.

د لیکوال د بلاګ : قلم څخه په مننه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x