افغانستان

د کابل په زړه کې پر بهرنيو عسکرو چاودنه وشوه

نن ټکی اسیا (يکشنبه، تلې ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): شېبه مخکې د پلازمېنې کابل ده افغانانو سيمه کې د يوې درنې چاودنې غږ واورېدل شو.

ځايي خلک وايي، چې چاودنه د جوی شېر په سیمه کې د ده مزنګ او کابل ښار تر منځ غځېدلي سړک باندي پر بهرنيو عسکرو  شوې ده.

د امریکایانو پر کاروان د چاودني د قربانیانو بشپړ معلومات او تلفات تر اوسه نه دي مالوم، خو ویل کیږي چې د ښار څخه د ده مزنګ په لوري تلونکی امریکايي کاروان د چاودني ښکار شو.
تر اوسه د تلفاتو په اړه رسمي سرچینو او امریکایانو څه نه دی ویلي.

د پېښې په اړه د نورو معلوماتو لپاره نن ټکی اسيا څارئ.

kabul_blast (2)

kabul blast 4 kabul blast 3

kabul blast 5

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x