افغانستان

کندز : اربکیانو افغانه میرمن په چړو ووژله

 

نن ټکی اسیا : دکندز ولایت  له مرکز څخه ورکړل شوي راپورونه وایي چې دمرکز مربوط داندوجان په کلي کې سیمیزو اربکي ټوپکوالو یوه میرمن په خپل کور کې په  چاړه وهلې او شهیده کړې ده .

راپور وایي  داربکیانو یو تن مشر ( قومندان بروت ) له خپلو کسانو سره داندوجان په کلي کې دیوه تن کلیوال کورته دشپې مهال وراوښتی  ، څرنګه چې په کور کې نارینه نه وو ، نو دې ظالمانو هڅه کړې ، چې دکور په تورسرو جنسي تیری وکړي ، خو په دې مهال دوی دکوروالا پتمنو میرمنو له  مقاومت سره مخ شوي دي ، چې په ترڅ کې یې یوه میرمن دقومندان بروت لخوا په چاړه وهل شوې او ځای په ځای په شهادت رسولې شوې ده .

اربکیانو چې غربي رسنۍ اودهغوی راشن خواره ژورنالیستان یې ( ولسي پاڅون ) بولي ، دپخوانیو شوکمارو او قطاع الطریقو څخه جوړ شوی ځواک دی ، چې دامریکایانو لخوا یوځل بیا مسلح شوي دي ، دوی چې دافغانستان په جنوبي ولایاتو کې دطالبانو دپله پسې عملیاتو په نتیجه کې ډیرې سیمې ترې تصفیه شوي دي ، په شمالي ولایاتو کې لاهم په ځینو سیمو کې شتون لري ، چې یوازینۍ دنده یې  د بي دفاع ولسي افغانان ځورول او بي آبه کول دي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x