افغانستان

د غزني د آب بند ټپي شوي ولسوال ساه ورکړه

دافغان اسلامي اژانس دراپور له مخې د غزني ولايت د آب بند د ولسوالۍ ولسوال چې پنځه ورځې وړاندې په يوه چاودنه کې ټپي شوى و د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړه.د غزني والي وياند فضل محمد “سباوون”  رسنیو ته وويل چې د آب د ولسوالۍ ولسوال عبد المتين د تيرې دوشنبې په ورځ 2012-10-01 د نوموړى ولسوالۍ د (سرفرازي) په سيمه کې د يوې چاودنې له کبله ټپي شوى وو نن 2012-10-06 سهار د سختو ټپونو له کبله مړ شو.هغه زياته کړه چې د تيرې دوشنبې په ورځ د سيمې د خلکو سره په يوه غونډه کې دګډون څخه وروسته د ولسوالۍ پر لور د تګ پر مهال د ولسوال موتر پر ماين وچاوديد چې له امله يې د هغه دوه تنه ساتونکي مړه او خپله ولسوال عبد المتين خورا سخت ټپي شو.هېره دې نه وي چې په ياده چاودنه کې پر ولسوال سربيره يو بل پوليس هم ټپي شوى خو د هغه د برخه ليک په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.آب بند د کابل-کندهار په لويه لار پرته ولسوالي ده چې چې تقریبا ټوله د طالبانو په لاس کې ده .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x