افغانستان

امریکا د کندوز د روغتون قربانیانو ته پیسې ورکوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): د امریکا دفاع وزارت اعلان وکړ چې دوی به په کندوز کې د هغه روغتون قربانیانو ته پیسې ورکوي، چې ددوی په بمبارۍ کې ووژل شول.

د رویټرز د خبر سره سم دامریکا دفاع وزیر اشتون کارتر ویلي چې دوی به د قربانیانو دوستانو ته د پیسې ورکولو تر څنګ د کندوز روغتون هم له سره روغ کړي.

د کندوز روغتون چې د بې سرحده ډاکټرانو د نړیوالي مرستندویه موسسې له خوا په کندوز کې یوازینی لوی روغتون وو، امریکایانو د رواني میلادي میاشتي په ۳مه نیټه (شنبه، تلې ۱۱مه، ۱۳۹۴ل) د شپې له خوا بمبار کړ.

د بې سرحده ډاکټرانو مشرتابه دغه بمبار جنګې جرم وباله، او د نړیوال بې طرفه کمیسون له خوا یې د رڼو تحقیقاتو غوښتنه کړې.

اشتون کارتر وویل چې په افغانستان کې د امریکا پوځ دومره امکانات لري چې د روغتون قربانیانو ته د دیت په توګه پیسې ورکړي، او همداسي روغتون له سره ورغوي.

نوموړي زیاته کړه د اړتیا په صورت کې به د امریکا د کانګریس څخه د نورو امکاناتو غوښتنه هم وکړي.

که څه هم د امریکا ولسمشر، دفاع وزیر او په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو مشر جنرال کامپیل د بې سرحده ډاکټرانو د موسسې څخه بخښنه غوښتې، او دایې ددوی د ځواکونو یوه خطا بللې، خو د بې سرحده ډاکټرانو ادارې په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د افغانستان حکومت ددې پر ځای چې د روغتون پر بمبارۍ بخښنه وغواړي او یا هم د تحقیقاتو غوښتنه وکړي، ددغه بمباریو د توجیه کولو هڅه کوي.

د بې سرحده ډاکټرانو ادارې په تیرو څو ورځو کې په مسلسله توګه ویلي چې دوی دې بمبار ته د جنګې جرم په توګه ګوري، او په اړه یې باید د نړیوال کمیسون له لوري بې طرفه تحقیقات وسي.

دوی همدا راز ویلي چې دا یو خطا نه وه، بلکي امریکايي ځواکونو ته د روغتون ټول موقعیت له مخکي ښودل شوی وو، د بمبار له پیل سره سم د امریکايي جهت سره اړیکه ونیول شول چې بمبار بس کړي، خو دوی بیا هم تر نیم ساعت زیاته موده په مسلسله توګه یوازي روغتون په نښه کړ، چې له کبله یې د ۱۲ تنه ډاکټرانو په ګډون په لسګونو ملکي وګړي او طبي عمله ووژل شول او روغتون له ګټي څخه ولویدی.

د سیمي اوسیدونکو ویلي چې په دغه شپه بمبار یوازي روغتون په نښه شوی وو، په داسي حال کې چې په سیمه کې جګړه هم نه وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x