افغانستان

دشلګر داربکیانو مشر عبدالمالک دامریکایانو لخوا ووژل شو

 

الاماره ویب پاڼه خبر ورکوي ، چې دشلګر داربکیانو مشر او بنسټګر عبدالمالک چې له تیرو څو میاشتو راهیسې دطالبانو په اسارت کې وو تیره شپه دغزني ولایت دناوې ولسوالي په مربوطاتو کې هغه وخت ووژل شو ، کله چې امریکایي سپیشل فورس ځواکونو دنوموړي دخلاصون لپاره عملیات ترسره کړل .

خبر وایي عبدالمالک او دوه تنه نور زنداني اربکیان چې دناوې ولسوالۍ مرکز ته نږدې  ساتل کیدل ، تیره شپه یوه بجه ناڅاپه امریکایي چورلکو ددوی دمیشت په کلي چاپه ووهله ، له چاپې وروسته په سیمه کې مجاهدینو له دښمن سره مقاومت شروع کړ ، چې ۳ ساعته یې دوام وکړ ، ددې جګړې په ترڅ کې دعبدالمالک په شمول دری تنه اربکیان وژل شوي ، او امریکایانو له جګړې وروسته اته تنه کلیوال  هم له ځانه سره وړي دي .

دعبدالمالک په اړه ویل کیږي چې نوموړی دحزب اسلامي دګوند پخوانی طرفدار وو چې سږ کال یې دامریکایانو په پيسو دغزني په اندړو کې داربکي سازۍ پروژه شروع کړه ، چې وروسته دنړیوالو مطبوعاتو لخوا د( پاڅون ) په نوم ډیر شهرت ته ورسیده .

نوموړی سږکال په پسرلي کې دطالبانو لخوا نیول شوی وو او تراوسه یې په اسارت کې ژوند کاوو ، دنوموړی که څه هم په غلطی دامریکایانولخوا وژل شوی ، خو وژل کیدل به یې دغزني داربکیانو لپاره یوه نه جبرایندونکي ضایعه وي .

ناوه ولسوالۍ چې عبدالمالک په کې وژل شوی ، دغزنی هغه ولسوالي ده چې په بشپړه توګه دطالبانو په لاس کې ده او له دې وړاندې ترې دامریکایانو دچاپې یا دشپې عملیاتو راپور نه دی ورکړل شوی .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x