د نن سرلیکنه

د ګډ حکومت ترسیوري لاندې په افغانستان کې د نیابتي جګړې دوام

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: پرافغانستان د امریکايي یرغل د څوارلسمې کلیزې په پوره کیدو سره ګډ حکومت د امریکا د دفاع وزارت د هغې پریکړې هرکلی کړی چې غواړي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پوځي ماموریت نور هم تمدید کړي .

په دې اړه د ګډ حکومت د مطبوعاتي دفتر مرستيال ظفر هاشمي رسنیو ته په خپل وروستي ليږل شوې غږیز پيغام دا سې وضاحت کړی دی :

((د افغانستان جګړه یوازې په افغانانو پوري نه ده منحصره؛ بلکې سیمه ییز اړخونه لري، افغان امنیتي ځواکونه د نورو په نیابت د نړېوالو او سیمه ییزو ترهګرو پر وړاندې جګړه کوي؛ زموږ غوښتنه دا ده چې په دې برخه کې باید د افغانستان ملاتړ وشي؛ څو سیمه ییزه ستونزه حل شي.))

د ګډ حکومت د رسمي ویاند دا څرګندونې په ښکاره ډول د ده د حکومت لخوا په افغانستان کې د نیابتې جګړې پرمخ وړلو ته څرګنده اشاره ده .

هغه نیابتي جګړه چې نه د افغانانو مصالح ورکې په پام کې نیول شوي او نه د هغوي د جګړه ځپلي هیواد امنیت او سیاسی ثبات.

که له امریکایانو او د هغوی له تحت الحمایه حکومت نه و پوښتل شي چې تیرڅوارلس کاله چې د امریکا په مشري د هغوی ۴۸ حلیفو هیوادونو په افغانستان کې د ۱۵۰۰۰۰ مسلحو ځواکونو په موجودیت سره فعال شتون درلود افغانستان ته يي کومه ګټه ولرله ؟!

ایا د امریکایانو او د هغوی د ایتلافیانو په شتون کې افغانستان د نړۍ په کچه په بی ثباتي او نا امني کې لومړی مقام خپل نه کړ؟

پر امنیتي بي ثباتي سر بیره د نشه يي توکو تولید ، په دولتي ارګانونو کې د اداري ، مالي او اخلاقي فساد ترویج پر بشري حقونو تیری او نور ډیر مشکلات په افغانستان کې د بهرني اشغال هغه ملموس او مشهود محصول دی چې خپله امریکایان ، د هغوی ایتلافیان او حتی خپله د تحت الحمایه حکومت غړي هم ورباندې اعتراف لري.

امریکایانو چې د یرغل په پیل کې یې په افغانستان کې په اصطلاح د تروریستانو له منځه وړل پلمه کول اوس هم دوی دي چې هره ورځ دلته د داعش د مخ پرودي نفوذ ادعاګانې کوي ، په افغانستان کې د امریکایانو څوارلس کلن موجودیت نه یواځې دا چې د افغانستان د ثبات لامل نشو ؛ بلکې افغانستان او د هغه ګاونډ او ټوله سیمه یې له بي ثباتی سره مخ کړه .

که نورهم دلته ترهرنامه او هرڅو پوري د هغوی پوځي ماموریت غځییږي د افغانستان له مزيدې نا امني ، تباهي ، سیاسي بي ثباتي ، اداري او اخلاقي فساد له ترویج پرته به نور هیڅ شي تري متوقع نه وي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
khalid

زما خو د افغانستان خلکو ته کله کله ډیر ذهن پریشان وی چی آخر مونږ ولی دومره ذلیله شوه چی یو څو تش په نوم افغانان چی لوفران او د امریکایانو لاسپوڅی دی دتروریزم د بی بنیاده پلمی لاندی افغانستان او افغانان د امریکایانو او خپلو څو محدودو ګټو لپاره د تشناب کاغذ په شکل استعمالوی دنیا او آخرت یی ورته خرابوی او دوی یی بیا هم په وړاندی چوپه خوله دی او څه نه ورته وایی چی آخر دا تر کله زه وایم که همدا نن بالخصوص د هیواد ټول مسلح اجیر عسکر او دولتی ملکی مامورین له خپلو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x