ټولنیزه برخه

د دوه ټنه خاورو بوج «د مايکل جيکسن د ژوند او مرګ کيسه»

ليکوال: جاوېد چودهري

ژباړن: احمدالله احمدزی

هغه له الله تعالی سره جګړه کوله، کوم نجومي ورته ويلي و، چې اويا کاله به ژوندی يې، نو ده په ډېر غرور نجومي ته وويل، چې زه به يو نيم سل کاله ژوندی يم.

نجومي دغه تورپوستي ځوان ته وکتل، ځوان ورته وايي، چې د اندېښنې ځای دا دی، چې ته به ما يو نيم سل کاله ژوندی ونه ګورې، ځکه چې ته به له ما سل کاله وړاندې مرې.

نجومي د ځوان په دې بې عقله دعوې يوه ترخه موسکا وکړه او مخ يې بل پلو واړاو.

نن که د هغه د ژوند په اړه تحليل کوو، نو ژوند يې په دوو برخو وېشلی شو. يو دا چې، هغه د الله تعالی له ذات او قدرته انکار کاو او دوهم دا، چې هغه خپل ټول ژوند موسيقي ته وقف کړی و او د موسيقي پاچا ګڼل کېده.

هغه د راک، فنک او سول موسيقي کې يو نوم ګټلی و، هغه د موسيقي بې تاجه پاچا و، هغه د خپل پلار اوم زوی و، تور پوستي و او کورنۍ يې د نورو تورپوستانو په څېر تل له رواني، جسمي او روحي غلامۍ د خلاصون هڅه کوله.

د شلمې پېړۍ په پنځمه لسيزه کې امريکا کې د غلامانو په ژوند کې يو څه اسانتيا راغله، نو بيا دغو تور پوستانو د خپلو سپين پوستو مالکانو د خوښې سره سم کار او تخصص غوره کاو. په دې طريقه دوی د خپلو سپين پوستو مالکانو خوښي هم تر لاسه کولای شوه او هم يې ترې د غچ اخيستو چانس تر لاسه کولای شوای.

دغه خلک هم د موسيقي او رهبانيت لور ته ولاړل، ځينې مهم پادريان شول او ځينې يې د موسقي لوړ ستوري. د ده مشرانو وروڼو هم يو وړوکی ميوزيک ګروپ جوړ کړی و، د کليساوو مخته، ريل ګاډو او مهمو پروګرامو او ودانيو کې به يې سندرې ويلې، ګډيدل به او خلکو به د دوی له دې فن څخه خوند اخيست او داد به يې ورکاو.

دوی به د هرې ښادۍ د اول کتار سندرغاړي وو او ۱۹۶۹کې د دوی دا البم «ای وانټ يو بېک» ډېر مشهور شو، مګر بيا هم د موسيقي په اول کتار کې نه شمېرېدل. وړوکي سندرغاړي به د خپلې کورنۍ موسيقي ګروپ کې طنبوره غږوله، په ذهن کې يې ډېر زيات تخليقي افکار و او غوښتل يې، چې د موسيقي په ډګر کې خپل افکار عملي کړي، مګر پلار او مشرانو وروڼو د ده د تخليقي فکر دښمني کوله او دی، چې د خپلو وروڼو تر ټولو کشر و، نو دی يې بيخي د کور د مزدور په څېر باله.

ده کې د تخليق دا ماده مخ پر مړه کېدو وه، او نور يې نه شو کولای، چې د خپلې کورنۍ جبر وزغمي او داسې تخليقي فکر لرونکي د بل چا تر سيوري لاندې ژوند نه شي کولای او بالاخره، يې د وروڼو د غلامۍ کړۍ له غاړې وغورځوله، يو بل موسقيار سره يې په ګډه نوی ګروپ جوړ کړ، ۱۹۷۸ز کې خپل نوی البم «آف دي وال» خپور کړ او په لومړي ځل يې لس ميليونه کاپي وپلورل شوې، د دغه البم ځينې سندرې د امريکايانو او اروپايانو د ژبې د سر ټيکۍ شوې او دې سره مايکل جيکسن د موسيقي د نړۍ داسې يو ستوری شو، چې ګردې نړۍ پېژانده. دا شهرت د مايکل جکسن لپاره د زړو شرابو په څېر شو او دې سره د کبر او غرور په نېلۍ سپور شو او همدغه وخت کې نوموړي د نيويارک نجومي ته د يونيم سل کالو ژوند چلينج ورکړی و.

مايکل جيکسن له څلورو شيانو نفرت کاو. له خپل تور رنګ او غوښتل يې، چې د سپين پوستو په څېر شکل ولري او د هغوی په څېر ژوند وکړي، له خپلې تېرې شوې زمانې يې بد کېدل او غوښتل يې، چې خپله ماضي له خپل اوسني ژونده جلا کړي، له ګمنامي يې نفرت و او غوښتل يې، چې د نړۍ يو نوموتی انسان وي او د نورو خلکو په څېر له اويا، اتيا کالو ژوند يې هم نفرت و او غوښتل يې، چې دی بايد سل يو نيم سل کاله ژوند وکړي. د ده ستر ارمان دا و، چې دی بايد په يو نيم سل کلنۍ کې هم د خپلو خواخوږو پر وړاندې ښه مسته سندره ووايي او ښه ورته ګډ شي، خپلې پنځه ويشت کلنه محبوبه د خلکو پر وړاندې په سټېج مچ کړي او په دغه وخت کې له نړۍ سترګې پټې کړي.

مايکل جيکسن خپل ټول عمر له دې څلورو نفرتونو په ځان ژغورنه تېر کړ. نوموړي په ۱۹۸۲ز کې خپل دوهم البم «تهرلر» خپور کړ او دا په نړۍ کې تر ټولو زيات پلورل شوی البم و، دغه وخت مايکل جيکسن د نړۍ تر ټولو وتلی سندرغاړی و. د مايکل جيکسن يو ارمان خو پوره شو، چې له ګمنامۍ يې ځان وژغوره او ورپسې يې د دوهم ارمان د پوره کولو هڅه پيل کړه او پرېکړه يې وکړه، چې خپل تور شکل په سپين بدل کړي. نوموړي پلاسټېک سرجي او سکن پليچنګ پيل کړ او لسګونو ځله يې پلاسټېک سرجي وکړه، مګر نوموړي يوازې دوه ځله منلي دي او په ځان يې د خاورو په څېر پيسې ولګولې، د امريکا او اروپا ۵۵ پلاسټېک سرجنانو د ده د څېرې په بدلولو کې برخه اخيستې وه، تر دې، چې ۱۹۸۷ کې د مايکل جيکسن ټول شکل او صورت نقشونه او حرکات بدل شو. د تور پوستي مايکل جيکسن پر ځای نړۍ ته سپين پوستی او ښځو ته مايل شکل نړۍ کې د مايکل جيکسن په نوم مشهور شو.

۱۹۸۷ز کې يې د «بېډ» په نوم نوی البم خپور کړ او دا د سپين مايکل جيکسن لومړی البم و. دا البم له هغو پخوانيو هم زيات مشهور شو او په لومړي ځل يې دېرش ميليونه کاپۍ وپلورل شوې او له دې لارې نوموړی د هر هېواد د هرې کوڅې د موسيقي سرټکی و او د موسيقي له لارې يې ميلياردونو ډالر وګټل.

د سپين شکل له تر لاسه کولو وروسته يې له درېيم نفرته د خلاصون هڅه پيل کړه او له خپلې ماضي د خلاصون په موخه يې له خپلې کورنۍ سره پرېکون وکړ، په کرايه يې سپين پوستي مور او پلار ونيول او خپل ټول پخواني دوستان يې خوشې کړل. له دغو کړنو وروسته نوموړی د يوازې توب ښکار شو او د مصنوعي ژوند په ګرداب کې ګېر شو. د خپل شهرت لپاره يې د امريکا د وتلې او نوموتې کورنۍ سره خيښي وکړه، په اروپا کې يې خپلې سترې سترې مجسمې ولګولې او له دې وروسته د ده اخري ارمان دا و، چې يو نيم سل کاله ژوند وکړي او د اوږد عمر لپاره يې ډېرې زياتې هڅې وکړې. د ساري په توګه دی به د شپې د اکسيجن په کوټه کې ويده کېده، له جراثيمو او ميکروبونو د ځان ژغورنې لپاره يې به دستکشونه اغوستل، خلکو سره د ستړې مشې پر مهال به يې لاسونه پټ و، مخ به يې په ماسک پټ و، ځانګړي خوراکونه به يې کول او ځان لپاره يې ځانکړی ډاکټر نيولی و او دغه ډاکټر به هره ورځ د ده ټول جسم جلا جلا معاينه کاو، د ده ټول خواړه به هره ورځ لابراتوار کېدل او مزدورانو به يې هره ورځ مناسب ورزش ورکاو، ځان لپاره يې د اضافي ځيګر، سګوو، ګردو، سترګو، زړه خبره هم کړې وه، چې د اړتيا پرمهال به يې د ډاکټرانو په
واسطه ځانته لګوي، چې بالاخره د جون په ۲۵مه يې ساه بنده شوه، د امريکا تر ټولو مشهور ډاکټران د ده خدمت ته راورسېدل او هڅه يې وکړه، چې مايکل جيکسن د مرګ له پنجو وژغوري، مګر دوی په خپلو هڅو کې پاتې راغلل. مايکل جيکسن، چې ځان لپاره يې د يونيم سل کالو ژوند پروګرام جوړ کړی و، په پښو به نه ګرځيده، خلکو سره به يې له ستړې مشې ځان ساته، چېرته به چې دی اوسېده، هلته يې جراثيم ضد درمل لګول او د پنځه ويشتو کالو په ترڅ کې يې هېڅ داسې شی نه دی خوړلی، چې ډاکټرانو ترې منعه کړی و. دا سړی د پنځوسو کالو په عمر په درې دقيقو کې ومړو د مرګ خبر يې په ګوګل په لسو دقيقو کې اتو لکو خلکو ولوست، دا د ګوګل په تاريخ کې ځانګړی ريکارډ و او د زيات رش له امله د ګوګل سيسټم خراب شو او ګوګل شرکت پنځه ويشت دقيقو لپاره له خپلو لوستونکو بښنه وغوښته، له مرګ وروسته، چې ډاکټرانو معاينه وکړه، نو پايله يې دا را ووته، چې د زيات احتياط له امله د مايکل جيکسن بدن يوازې سکيليټ پاتې و، سر يې ګنجی و، پښتۍ يې ماتې وې، په پښو يې د ستنو بې شماره نښې وې، د پلاسيټک سرجري له امله د درد درملو د خوړو معتاد شوی و، هره ورځ به يې لسګونو ستنې لګولې. دغه احتياط او ډاکټرانو ما
يکل جيکسن له مرګه ونه ژغوره او په پټه خوله يې هغې نړۍ ته ولېږه او دې سره يې اخره ارمان پوره نه شو. مايکل جيکسن د مرګ يو اعلان دی، يو انسان ټوله نړۍ فتحه کولای شي، مګر خپل تقدير ته ماتې نه شي ورکولای، له مرګه هېڅوک هم ځان نه شي ژغورلای، موږ که ځان هر څومره فرعون وبولو، د دوه ټنه خاورو له بوجه نه شو وتی، مګر د حيرانتيا ځای دا دی، چې د مايکل جيکسن له انجام وروسته هم موږ هر يو ځانونه له فولادو کلک بولو، موږ ټول داسې فکر کوو، چې مرګ ته به ماتې ورکړو، غلط به يې کړو او يو نيم سل کاله به ژوند وکړو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x