افغانستان

کندهار: وسله والو طالبانو د غورک ولسوالۍ ونیوله

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): وسله وال طالبان وايي چې د کندهار ولایت د غورک ولسوالۍ او امنیه قومنداني يې نیولي او درنه مرګ ـ ژوبله يې اړولې ده.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې نن سهار شاوخوا څلور بجې يې د دې ولسوالۍ امنیه قومنداني او یوه پوسته او وروسته يې بشپړه ولسوالۍ ونیوله.

وړاندې زياتوي چې په دې جګړه کې يې ۲۰ پولیس وژلي او ګڼ نور ټپیان کړي دي.

په یاده جګړه کې طالبانو د ګڼو سپکو او درنو وسلو د نیولو خبر هم ورکړی دی او په وينا يې دم ګړۍ د ملي اردو په یوه بیس جګړه روانه ده.

تر اوسه د کندهار ځايي چارواکو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي، خو د سیمې د اوسېدونکو په وينا طالبانو تېره شپه د ولسوالۍ پر امنیه قومنداني بريدونه پیل کړل، چې اوس يې د ولسوالۍ تعمير هم په لاس کې دی.

د دوی په قول د جګړې په ډګر کې لا هم د وژل شویو عسکرو جسدونه لیدل کېږي او جګړه د ملي اردو پر یو بیس ور ټوله شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x