افغانستان

کاپيسا: د تګاب ولسوالۍ بازار کې جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې طالبان د دې ولسوالۍ تر بازاره رسيدلي او امنیه قومندانۍ ته څېرمه يې جګړه پیل کړې ده.

د تګاب اوسېدونکي وايي چې دم ګړۍ د ولسوالۍ بازار کې ګرمه جګړه روانه ده او نږدې ده چې وسله وال طالبان امنیه قومنداني ونیسي.

طالبانو هم په تګاب کې د جګړې پخلی کړی او ويلي يې دي چې دې ولسوالۍ ته ور غځېدلې ټولې لارې يې بندې کړې ديي.

نن ټکی اسیا ته په رارسېدلې خبرپاڼه لیکي: «نن سهار ۹ بجې مجاهدین وتوانیدل چې د تګاب ولسوالۍ ټول بازار ددښمن له کرغیړن وجود څخه پاک کړي او په چوک باندې يې د اسلامي امارت سپين بیرغ ودروي.»

دم ګړۍ د ولسوالۍ، امنیه قومندانۍ او نظامي قرارګاه د طالبانو تر بريدونو لاندې ده.

د کاپیسا ځايي چارواکو تر اوسه رسنيو ته څه نه دي ويلي، خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې پر یاده جګړه سربېره يې له څو ورځو راهیسې اله سای ولسوالۍ هم محاصره کړې ده.

د نوموړي په خبره د اله سای ولسوالۍ، امنیه قومندانۍ او پوځي قرارګاه يې تر محاصرې لاندې ده او پکې مېشتو دولتي چارواکو ورسره د تسیلمۍ خبرې روانې کړې دي.

دا په داسې حال کې دی چې د وسله والو طالبانو وروستیو پوځي پرمختګونو په ګډ حکومت کې پر یو بل بې باوري پیاوړې کړې ده.

پوځي شنونکي په پوځي برخه کې نا همهنګي د طالب ځواکونو د پرمختګ علت بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x