
کابل – دویم تعقیب : سرتيري بريدګر د بهرنیانو دوه موټر له منځه یووړل
نن ټکی اسیا (يکشنبه، تلې ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): په پلازمېنه کابل کې سرتيري بريد د بهرنيانو دوه پوځي موټر ویجاړ کړل.
د کابل امنيتي چارواکي وايي چې چاودنه د جوی شېر په سیمه کې د ده مزنګ او کابل ښار تر منځ غځېدلي سړک باندي پر بهرنيو عسکرو شوې ده.
د دوی په خبره په چاودنه کې د بهرنيانو دوه موټرې تخريب شوې او درې عام وګړي ټپیان شوي دي.
د کابل امنيه قومندان عبدالرحمن رحيمي وايي چې سرتېري بريدګر نن سهار شاوخوا نهه بجې د بهرنيانو کتار په نښه کړ.
په سیمه کې عیني شاهدان وايي چې د بهرنيانو د پوځي موټرو ټوټې تر لرې سیمو پورې رسېدلې وې، خو د کابل امنیه قومندان د بهرنیانو د ځاني تلفاتو په اړه چوپتیا غوره وبلله.
په کابل کې د ناټو د روزنې ماموریت ویاند براین ټریبوس هم وايي چې د دوی پوځي موټرې په نښه شوې دي، خو د تلفاتو په اړه يې نا خبري وښوده.
وسله والو طالبانو د بريد مسوولیت منلی او ويلي يې دي چې د دوو موټرو په تخریب سره يې شاوخوا ۱۲ بهرنیان ځای پر ځای وژلي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې برید د رحمت الله خوستوال په نوم د دوی ملګري د کرولا موټر په وسیله ترسره کړی او بريد يې په کندوز کې د امريکايي بمبار غچ بللی دی.
«دا برید له بهرنیو اشغالګرو څخه په کندز او نورو ولایاتو کې د وحشیانه بمباریو په انتقام کې ترسره شو چې زموږ ګڼ ملکي خلک او داکتران په کې شهیدان شوي وو.»
که څه هم ډېری وخت د ګډ حکومت امنیتي چارواکي د ګڼو بريدونو د خنثی کولو خبرونه ورکوي، خو د پوځي شنونکو په باور ورته بريدونه دا په ډاګه کوي چې لا هم وسله وال مخالفين په پلازمېنه کې هر ځای د عملیاتو وس لري.