افغانستانخبرونه

طالبانو د کابل نننی برید په کندوز کې د ملکي تلفاتو غچ وباله

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو نن سهار داسې مهال په کابل ښار کې د بهرنیو ځواکونو یو نظامي کاروان په نښه کړ چې په شمال ختیځ کندوز کې د وسله والو طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړه دویمې اوونۍ ته ورسېده.

نن سهار شاوخوا ۹ بجې د کابل په دویمه ناحیه کې، د جوی شیر پر سړک د بهرنیو ځواکونو یو کاروان د یوه سرتېري برید هدف وګرځېد.

طالبانو په یوې خبرپاڼه کې د برید مسوولیت منلی. په دغه خبرپاڼه کې ادعا شوې چې په دې برید کې د بهرنیانو دوه موټر له منځه تللي. طالبانو لیکلي چې د دغو موټرو «ټول سپاره اشغالګر ووژل شول».

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال، نجیب دانش بیا د پېښې پخلی کوي؛ خو د تلفاتو په اړه د بې خبرۍ څرګندونه کوي.

طالبانو نننی برید په کندوز کې د امریکايي ځواکونو د هغې بمبارۍ غچ ښولی چې د دغه ولایت په مرکز کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون وشوه. د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي: «دا برید له بهرنیو اشغالګرو څخه په کندز او نورو ولایاتو کې د وحشیانه بمباریو په انتقام کې ترسره شو چې زموږ ګڼ ملکي خلک او داکتران په کې شهیدان شوي وو». د یاد بمبارد په اړه رسنیو ګڼ راپورونه خپاره کړل؛ خو له سیمې باوري سرچینې بیا د تلفاتو شمېرې د رسنیو تر شمېرو ډېره پورته یادوي. د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون د امریکایانو بمبار له پراخو نیوکو سره مخ شو.

طالبانو په خبرپاڼه کې د ملي امنیت هغو ادعاوو ته هم اشاره کړې چې په دې وروستیو کې ویلي و چې په کابل ښار کې يې څو سرتېري بریدونه شنډ کړي دي.

طالبانو یو ځل بیا ټینګار کړی چې «د هیواد د بشپړې آزادۍ او اسلامي نظام د استحکام پورې به دا ډول ځپونکو بریدونو ته» دوام ورکوي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبيدالله طوطاخیل

الحمدلله له الله نه دیر شکر کزاره یم چی دادحرمونی بچیان په هرزای کی مردارووینم اوله خپل مجاهدینو ورونونه هم دیره منه کوم چی داسی پلانونه پریرغلگروجورکری او الله دی ددی فدایی شهادت په خپل دربار کی قبول کری الله دی مونگ ته هم داسی سرلوری شهادت رانصب کری ورونو تاسو فکر کوی چی دا غ ع به زمونگ انتقام واخلی دادخره بچیان زمونگ په وینو لوبی کوی اوپه آمریکا یی پلوری اوخپلی چرچی پری کوی که داداسلامی امارت مجاهدین نوی اودوی یی انتقام وانخلی نوداسی قضیی به دیری وگوری دیوسرلوری اوازاد افغانستان په هیله ورزی اوشپی سبا کوو ولی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x