افغانستان

اربکيان وايي د معاشونو ځنډ او لادرکۍ د مسجدونو لوټ ته اړ کړل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت له لوري په نظامي برخه کې د معاشونو ځنډ او لا درکۍ د دې برخې ګڼ فعالان د مسجدونو لوټ ته اړ کړل.

په هلمند، غزني، پکتیکا او میدان وردګو کې ولسي وګړي د اربکيانو له لوري د مسجدونو لوټ اندېښمن کړي دي.

د دوی په خبره اربکيان د شپې او ورځې له مسجدونو بېټرۍ، لمريزې تختې او نور وسایل چور کوي وروسته يې په بازار کې پلوري يې یا يې پخپلو مرکزونو استعمالوي.

د هلمند په مارجه ولسوالۍ کې د اربکيانو د مشهور قومندان عظیم مستري په ساحه کې تېره شپه هم یو مسجد لوټ او پکې شته وسایل اربکيانو یووړل.

د لويې چهارراهي اوسېدونکي وايي چې اربکيانو له مسجد نه بېټرۍ وړې دي او د قومندان عظیم په کور کې يې خوندي کړې دي، چې هغه ترې پخپله ګټه اخلي.

د غزني د مقر اوسېدونکي هم ورته شکایت کوي د دې ولسوالۍ د ګداخېلو د کلي اوسېدونکي د نوم نه ښودو په شرط نن ټکی اسیا ته وویل چې په سیمه کې مېشت اربکيان د خلکو له کروندو نه د اوبو ماشینونه هم غلا کوي.

د سرچينې په قول اربکيان په سیمه کې له دوکاندارانو په قرض سودا یوسي، خو وروسته پیسې نه ورکوي او که يې دوکاندار د غوښتلو زړه وکړي سخت ډبول کېږي.

په یاده سیمه کې یو تن اربکی چې دم ګړۍ په کندهار کې په شخصي کاروبار بوخت دی وايي چې د دوی پیسې به ټول قومندان میرزا محمد جېب کې اچولي، ځکه به اربکیانو لوټ ته زړه ښه کاوه.

د ده په خبره پخپله يې هم د مقر له جامع مسجد نه بېټرۍ وړې او په بازار کې يې پلورلې ده، هغه وايي چې د دوی ټول معاش نهه زره افغانۍ و، چې دوه زره به يې د خوراک، زر نورې يې د تېلو او کله کله به زر افغانۍ د نورو لګښتونو له امله قومندان به جېب کې اچولې.

اربکيان چې لومړی ځل د غزني په اندړو کې راپیدا شول، له پیله د عامه شتمنیو پر لوټ روږدي ښکارېدل، دم ګړۍ د اندړو په ميري او چهاردېوال بازارونو کې د دولت له لوري لګېدلې لمریزې تختې هم د اربکیانو له لوري لوټ شوې او یوازې ګروپونه يې پاتې دي.

تر دې وړاندې هم په بغلان کې ملي پولیسو ګڼ اربکيان د خلکو له کورونو د چرګو په غلا ونیول، چې سرونه يې پرې وخرېیل.

یاده دې وي د اربکيانو له لوري د چور، لوټ، وحشت او وژنو په اړه تر دې وړاندې هم شکایتونه شوي دي خو دلتي لوړپوړو نظامي چارواکو ډېری وخت مجرم اربکيان « غیر مسوول وسله وال» بللي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x