طنــزونه

(پلیز ایکسکیوزمي !!! )

afghan parliementزموږ هیواد چي له پیړیړ پیړیو را هیسي یې وګړي د اسلام په چوکاټ کي خپل رفتار او کردار ټول کړه وړه بلکه هرڅه را کنترول کړي او نه غواړي چي دیوې لحظې لپاره هم دبل دین یا پردي ثقافت ته غاړه کیږدي  اوددې دین اواسلامي ارزښتونو لپاره یې بې ساري قربانۍ هم ورکړې او ورکوي یې خو ځیني داسلام په روح نه آګاه کسان ددیموکراسۍ تر نوم لاندي غواړي یوه ډول ته وګډیږي  او دادۍ دامریکایي اشغال سره سم یې  دا نعمت هم په برخه شو که له پروفیسور، استاد، شاګرد ،معلم ،انجنیر، موټروان ،دکاندار او ۰۰۰۰۰۰۰۰نه وپوښتې نو ټول  ودې نعمت ته په زړه کي ګوړې ماتوي خو فرق یې په شعوري او لاشعوري کي دۍ هغه چي یوازي نوم یې اوریدلی وي اویایې په مجلس کي کوم شنوا مزاجه ورته ناسم تعریف کړی وي

دا فکر کوي چي اوس نو ښه عدالت شو خپل حق به حقدار ته ورسیږي او هغه چي خبر دي چي دیموکراسي مانا څه ؟ هم په دې ارمان کي دي چي کله به ودې ګډې امۍ ته ځان ور واچوي که خدای ددوی دغه ارمان تر سره کړ نو به نر ، ښځه ، مسلمان ، کافر ، کم لوی  میلمه او کوربه پکښي چړچې وکوي لکه داسماعیلیانو چراغ کُش  په دې نظام کي به یو شی هم پرچابد نه لګیږي او نه یې دپرهیز ضرورت شته په رنګارن محافلو کي به خلک شر کت کوي یوبه کمونیست وي بل به اخوانی وي بل به که خدای کړي وو دخونه میر ماډ ملا وي بل به له غرب نه راغلی هوشیار وي لنډه دا څه سر مو خوږ وم هره بلا به پکي وي له هزاره تر اوزبکه له ترکه ترتاجکه ښځینه او نارینه هنر مندان څه وایې هیټلر شو روشنفکران څه وایي یوه به پر بوکه خولۍ لکه دډرامې سړی داسي پګړۍ وهلې وي بل به لکه ماهي ګیرسره ږیره بریت وروځې دا ټول خریلي وي بل به شارخ خان سټائل وي بل به یې فرانسوي بریت جوړ کړي وي  دبل بریتونه به لکه غل غوندي ترغوږونو تیر وي چابه صاحب من  ګرد کالي اغوستي وي او دیګي خولۍ به یې پرسر وي او چابه ټایي په غاړه کي اچولې وي اوپه تنګ پتلون کي به محفل ته ورځي  هلته به هغه څه خوري لکه چي خلک متل کوي چي هر څه تیار وي هغه دیار وي  څوک به په ناپامي شرابوته لاس غځوي او څوک به  دخنځیر دغوښو ذائقه ګوري  څوک به بیا چنګاښان خوښوي او پر روا والي به یې هم تراشلي دلایل وړاندي کوي څوک به یې پر چوکۍ خوري څوک په ولاړې  څوک به یې به قاچوق پنجو څوک په لاسونو خوري  او دا مجلس به کوي چي یاره هغه موږ او تاسو چي یو وخت سره جنګیدلو ډیر خطاوو خلقیان به ورته وایي تاسو امریکا غولولي واست او تش په نوم جهادي مشران او قوماندانان به ورته وایي تاسو بیا روسانو غولولي واستي  موږ مکلف وو چي له هیواد اسلام او قرآن نه مو دفاع کړې وای ځکه دازموږ فریضه وه  هغه به ورته وایي چي ډاکټر نجیب مو را شهید کړ دا ستاسو یوه سیاسي خطاوه دوی به وایي نه بالکل داسي نده نجیب خو طالبانو را وځړاوو  موږ که وژلای خو دخپل اقتدار په وخت کي به مو وژلی وای  امیر صاحب ته دي خدای فردوس جنت ورنصیب کړي وما ته به یې ډیر دا ویل چي پام دي وي نجیب باید ونه وژل شي  خو کارونه دنصیب وو چي خدای کړي وي هغه یو په بله نه کیږي که څنګه جنډرال ساب ؟ څه ووایم !!! ولي څه نشې ویلای دا خو ډیر آسانه جواب دۍ ته پدې کي هم شکمن شوې ؟! هو ستاسو لپاره ! استاده که خبره دتقدیر شي نو تاسو چي دپښتون او هزاره په نوم سره جنګونه وکړل یا مو ښارونه وران کړل  دا هم تقدیر وو ؟ بلي هم  بالکل !!!

که داسي وي نو چي تاسو طالبانو پسي را واخستلاست هم تقدیر دۍ نو هغوی ولي ملامت کوي ؟

نه هغه بیله موضوع ده

یوبه وایي شهید ډاکټر نجیب هیواداو ملي ګټو ته ژمن وو بل به وایي نه نه شهید آمیر صاحب (مسعود) دهیواد او ولس غم خوار وو بل به وایي نه  ودې ملي ارزښتونو ته تر ټولو وړکس شهید عبدالغلي مزاري وو خو استاد به وایي چي نه تاسو نه پو هیږۍ دملت اصلي غم خور خو زړسواند شهید استاد رباني وو چي دهیواد دښمنانو نه غو ښتل چي ژوندی پاتې شي  په دې وخت کي به یو کمونیستی ورباندي ږغ کړي ولي استاد تاسو ددې کار لپاره وړ شخص نه یي؟
نه ! موږته خو امریکایان له کورنه دوتلو اجازه لا نه راکوي  بدبختان  موږ څه کولای شو !

ولي جهاد ؟

جهاد اوس چیرته دۍ بې ادبه  !

هغه به ورته ووایي (پلیزایکسکیوزمي !!! )

—————

پَروَټ (سروزه وال)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x