ټکنالوژي

د تلګرام اپلیکیشن هیک کوونکي ته ستره جایزه ټاکل شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۱۹مه ۱۳۹۴ل): په دې ورځو کې ډیر لږ شمیر کسان به وي چې د ټلګرام اپلیکیشن ونه پيژني. دغه اپلیکیشن خپلو پیاوړو ځانګړتیاوو سره توانیدلی د کاروونکو په ذهن کې ځانګړی ځای جوړی کړي.

د یو شمیر راپورونو پر بنسټ په میلیونونه کسان دغه اپلیکیشن په ورځنۍ ډول استعمالوي. ټلګرام خپله اعلان کړی چې هر هغه چا ته چې دغه اپلیکیشن هیک کړي ۳۰۰ زره امریکايي ډالره جایزه ورکول کیږي.

د ټکنالوژي په برخه کې د کاروونکو د شخصي فایلونو او معلوماتو خوندي ساتل ځانګړی ارزښت لري چې له همدې امله د اجتماعي رسنیو پاڼې او اپلیکیشنونه په دې لټه کې دي چې د خپلو پاڼو او اپلیکیشنونو امنیت پیاوړی کولو سره د خپلو کاروونکو رضایت حاصل کړي.

ټلګرام هم د خپلو کاروونکو د شخصي معلوماتو د خوندي ساتلو لپاره شدید امنیتي تدابیر نیولي. د ټکنالوژي برخې کارپوهانو په وینا د دغې اپلیکیشن هیک کول ناشونی دی.

د نړۍ د ټکنالوژي د برخې د مشهورو او پیاوړو کارپوهانو په وینا ټلګرام دغه کار کولو سره غواړي خپلو کاروونکو ته د دغې اپلیکیشن د امنیت پیاوړتیا او ځواک وښيي.

ټلګرام د کړې وعدې پر بنسټ هر هغه کس ته چې دغې اپلیکیشن کې کوم امنیتي نیمګړتیا پیدا کړي او د دغې اپلیکیشن په هیک کولو بریالی شي ۳۰۰۰۰۰ امریکايي ډالره جایزه ورکوي.

د یو شمیر کارپوهانو په وینا ټلګرام له اندازې زیات په ځان باور لري خو باید د دغې اپلیکیشن چلوونکي په دې پوه شي چې په نړۍ کې ډیر پیاوړي هیکران هم شتون لري او هغوي به ټلګرام ته یوازې د سزا ورکولو لپاره هم دغه اپلیکیشن هیک کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x