نړۍ

سویډن په مساجدو کې اذان ته اجازه ورکوي


د سویډن هیواد په پلازمینه سټوکولم کې یو جامع مسجد د حکومت له خوا داسې اجازه ترلاسه کړې چې له مخې ئې ممکنه ده ددې مسجد په دنګو منارو کې د اذان د تکبیر غږ وشرنګیږي. دا لومړی ځل دی چې په سویډن کې یو مسجد ته داسې اجازه ورکول کیږي. 

د سویډن په (بوتیرکا) ښار کې د پلان کمیټې، د رایو په اکثریت سره د ۱۹۹۴ کال هغه قانون ملغی اعلان کړ د کوم له مخې چې په اذان بندیز لګیدلی وه. په سویډن کې د اسلامي ټولنې رئیس چې په تیره جنوري میاشت کې ئې د علني اذان د اجازې اخیستلو لپاره حکومت ته عریضه وړاندې کړې وه، وايي:

“مونږ خپل ټول ژوند په سویډن کې تیر کړی، مونږ ټیکسونه او مالیې ورکړي دي او د یو مثالي ولس په توګه مو د سویډن لپاره ډیر خدمتونه کړي دي، نو اوس باید مونږ ته ددې په بدل کې خپله دیني ازادي خو راکړل شي!”

که څه هم د بوتیرکا حکومت د علني اذان په کولو موافقه کړې خو لا هم په ښار کې مساجدو ته د اذان اجازت نه شته، ځکه چې دا وړاندیز ولسي جرګې ته د تصویب لپاره لیږل کیږي او ټاکل شوې چې د اکتوبر په ۲۵ نیټه پرې بحث وشي، که ولسي جرګې دا قانون ومانه نو بیا مساجد کولی شي چې په اونۍ کې یو ځل یوازې د جمعې په ورځ په علني توګه اذان وکړي.

ویل کیږي چې په سویډن کې د مسلمانانو شمیر د (پنځه لکو) په خواوشا کې دی، او ټول ټال ۲۰۰ مساجد په کې آباد دي.

غربي هیوادونو تل هڅه کړې چې د دیموکراسۍ او دیني ازادۍ د شعارو تر سیوري لاندې د مسلمانانو په مینځ کې خپل دیني او کلتوري اغیز وشیندي، خو کله چې خبره په اسلام او مسلمانانو دریدلې بیا ئې ترې په پوره جسارت سرغړونه کړې او هر څه ئې په ډیره بې باکۍ شا ته غورځولي دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x