افغانستانخبرونه

«په دوو ورځو کې ښايي یوناما د برید نښه وګرځي»

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): په کابل کې د امریکا سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کړې ده چې ګواکې داسې معلومات یې ترلاسه کړي چې ښيي په کابل کې د ملګرو ملتونو د ماموریت دفتر یا یوناما له امنیتي ګواښونو سره مخ دی. د امریکا سفارت وايي ښايي په دوو راتلونکو ورځو کې د یوناما دفتر په نښه شي.

د امریکا سفارت پخوا هم ورته وړاندوینې کړې دي چې کره نه دي ختلي.

امریکا په کابل کې هم خپلو اتباعو ته لارښوونه کړې چې د ملګرو ملتونو شاوخوا دې نه ګرځي. په دې خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې د امریکا اتباع دې افغانستان ته له راتګه ډډه وکړي.

د یوناما دفتر تر دې دمه په دې باب نظر نه دی څرګند کړی.

د امریکا سفارت داسې مهال د نوو بريدونو خبره کوي چې نن په کابل کې د بهرنیانو یو نظامي کاروان په نښه شو.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
بلال حفیظی

الهم انصرالاسلام و المسلمین فی کل مکان

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x