نړۍ

د داعش ډلې بودیجه (۲.۲) ملیارډه ډالرو ته لوړه شوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): د ترهګري په خلاف یوي فرانسوي اداري چي په نړۍ کي د وسلوالو ډلو مالي چاري څاري، وایی د داعش (اسلامي دولت) بودیجه  دوه اعشاريه دوه (۲.۲) مليارډه ډالرو ته پورته شوې ده.

دغه خبر چی د (چلینجز) په نامه یوي فرانسوي مجلي خپور کړی، په کښي ویل شوي داعش په دي توانیدلی چي په ډیره کمه موده کي خپله بودیجه کي ۲۰۰ ملیونه ډالر اضافه کړي.

دغه مجله وړاندي لیکي چي مخکي داعش په عراق کي د تیلو له لاري بی شماره پیسی تر لاسه کولې، خو له هغه وروسته چي ائتلافي ځواکونو د تیلو زیرمي په بمباریو ویجاړي کړي، د تیلو له لاري د پیسو په تر لاسه کولو کي یی اتیا ۸۰٪ سلنه کمي رامنځ ته شوی خو داعش ددې لپاره چې دخپلي بودیجي کسر پوره کړي، د ځايي اوسیدونکو څخه یې د ماليی ( باج) په ټولولو پیل وکړ.

مجله وړاندي وايي چې په موصل ښار کې شپیته زره حکومتي مامورین معاشونه لري، د اسلامي دولت ډله د حکومتي مامورینو له میاشتني معاشونو څخه ۵۰٪ پنځوس سلنه معاش ګرځوي، چي په کال کي له ۵۰۰ څخه تر ۶۰۰ میلیونو ډالرو پوري رسیږي.

همدارنګه داعش په سوریه کي ددغه هیواد پر اتیا سلنه نفتي زیرمو باندي ولکه لري چي تولیدات یی دعراق د نفتي تولیداتو لس ۱۰ سلني ته رسیږي.

له پورته ذکرشويو منابعو څخه علاوه اسلامي ددولت د کردي قاچاقبرانو له لاري ډیري پیسي تر لاسه کوي چي له غیر قانوني لارو د اسلامي دولت تر ولکه لاندي توکي ترکي او اردن ته صادره وي.

او له دي سره سره اسلامي دولت ۱۳۰ بانکي اداري په لاس کي لري له ځینو اشخاصو او او ادارو څخه د اعاني یا مرستي په ډول کومکونه تر لاسه کوي او په څنګ کي دځیني سمیزو توکو لکه ګاز، سیمنټ او پمبوو له لاري هم یوه اندازي پیسي تر لاسه کوي او همدارنګه د اختطاف او برمته کونو په بدل کي هم د تښول شوي کس له کورنۍ او یا اړوند اداري څخه روپۍ تر لاسه کوي.

اسلامي دولت دترکیی د پمبوو د حاصلاتو په کښت کي له ۵ سلني څخه بیا تر ۱۰ سلني پوري ولکه لري او له دغي لاري څخه هم یوه اندازه روپۍ تر لاسه کوي.

بخت الرحمن بخت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x