ټولنیزه برخه

فکري روزنه (۲)

ليکوال : م. نجم الرحمن (فضلي)

په تير پسې :

که مونږ له تاسو وپوښتو: تاسو که په يوه مجلس کې د شرکت کولو لپاره نوې جامې اخيستل يا اغوستل وغواړی نو به څه کوی؟ ښکاره خبره ده چې تاسو به اول د هغه مجلس په اړه معلومات ترلاسه کوی او بيا به مناسب لباس اخلی يا اغوندی، داسې لباس نه يواځې دا چې ښايسته به وي بلکه د ستاسو له شخصيت سره به هم مناسبت لري : او که چيرته تاسو يو قسم لباس واغوندی او ولاړ شی او بيا دا شکايت وکړی چې تاسو خو د مجلس په نورو خلکو کې اهم او منفرد ښکاره نه شوې نو به تاسو خپلې دې رويې ته څه نوم ورکړی؟ لکه څرنګه چې تاسو په کوم مجلس کې د اهم او منفرد جوړيدو لپاره تياری کوی همدا شان په زندګي کې د کاميابي ترلاسه کولو لپاره هم يوه سمه تګلاره بايد جوړه کړی.

د کاميابي لپاره يو شمير اصول هم شته دي، چې د نفسياتو ماهرين ورته هدف ټاکنه وايي، تاسو بايد يوه کتابچه يا رجسټر را واخلی او دې پوښتنو ته ځوابونه وليکی!

زه څه جوړيدل غواړم؟ په دې کې به څنګه کامياب شم؟ زه څومره محنت او کوښښ کولای شم؟ د مقصد په لاسته راوړو کې کوم کوم خلک له ما سره مله دي؟ په ما کې څومره صلاحيت شته دی؟ ما ته د څومره نويو شيانو د زده کړې ضرورت دی؟

زه د څه حاصلول غواړم؟ دا وخت له ما سره څه شته دي؟ له ما سره بايد څه وي؟ زه کوم داسې ځانګړی کار وکړم چې په هغه سره ما ته شهرت ترلاسه شي؟ زه کوم داسې نوی کار وکړم کوم چې کاميابو خلکو کړی او د هغه له امله هغوی غوره کړی شوي دي؟ ما ته په خپل ذات کې کوم قسم بدلون راوستل پکار دي؟ ښه سوچ او فکر وکړی او په پوره ايمانداري سره دې پوښتنو ته ځوابونه وليکی.

ډير خلک داسې وايي دوی چې څنګه دي له دې څخه ډير قابليت او اهليت لري، مګر دوی د خپل اهليت ثابتولو لپاره عملاً هيڅ نه کوي، تاسو که هر څه جوړيدل غواړی اول بايد هدف وټاکی، يعنې خپل مقاصد طی کړی، مثلاً که تاسو په کومه مدرسه، پوهنتون يا يونيورسټي کې داخله کول غواړی د ستاسو هدف بايد معلوم وي، هغه دا چې هلته د داخلې کولو لپاره څومره نومرو ته ضرورت دی، هلته له ورتلو د مخه تاسو بايد دومره نومبرې واخلی په کومو چې هلته داخله ورکول کيږي، د خپل مقصد حاصلولو لپاره هدف وټاکی او کله چې يو هدف تر سره کړی د بل لپاره قدم پورته کړی، ځکه د هدف له ټاکلو پرته د کاميابي ترلاسه کول ممکن نه دي.

که يو څوک ووايي زه به په راتلونکو شپږو مياشتو کې خپل وزن کمه وم، دا د ده هدف شو او بايد چې ترلاسه يې کړي، ځکه چې په محض ويلو سره وزن نشي کميدلای تر څو چې عملي اقدام ونه کړي، په مونږ کې اکثر خلک غواړي چې کامياب شي ليکن د کاميابي لپاره سمه تګلاره نه جوړه وي، د هر څه ترلاسه کول چې غواړی د هغه ليکل او موجودول ضروري دي، يواځې سوچ کول په اصل حقيقت کې په هوا کې ډبره ويشتل دي.

اسلام ورو ورو د کاميابي په لور روان وو، بل لور ته کفارو له اسلام څخه د خلکو د را ګرځولو هر ممکن کوشش  کاوه، په دې سلسله کې ډير جنګونه هم منځته راغلل، په يوه سخت جنګ کې يو صحابي < شديد زخمي شو، کله چې شهيد کيده نو يې په زوره زوره نعرې کړې ! د کعبې په رب قسم زه کامياب شوم، همدا شان حضرت خالد بن وليد < په ډيرو جنګونو کې برخه اخيستې، هيڅکله يې شکست نه دی خوړلی، د هغه په بدن کې داسې کوم ځای نه ؤ چې د زخم نښانې پرې نه وې، کله چې آخيري وخت راغی د هغه له سترګو اوښکې روانې شوې او په ډير غمجن حالت کې يې وويل !  زما شهادت نصيب نشو.

په دنيا کې تقريبا ټول خلک د کاميابي خواهش لري او کامياب کيدل غواړي، پوشتنه دا پيدا کيږي چې آخر کاميابي څه شی دی؟ مختلفو ماهرينو د کاميابي مختلف تعريفونه کړي، د هغوی په تعريفونو کې لاندني شيان موجود دي.

(۱)     روحي او ذهني سکون.

(۲)     خوشحالي.

(۳) ښه صحت.

(۴) د زړه اطمنان.

(۵) شهرت.

(۶) شخصي عزت او احترام.

(۷) په خپله دنده کې مخ پر وړاندې تګ.

(۸) د خپلې خوښې دنده (مسئوليت).

(۹) د خپلې خوښې مطابق ژوند تيرول.

(۱۰) له ويرې، پريشاني، تشويش او اضطراب څخه آزادي.

(۱۱) د خپل مقصد او هدف تر لاسته کول.

(۱۲) ښه تعليم.

(۱۳) د نفس عزت.

(۱۴) مالي بې فکري، يعنې چې دومره دولت ور سره وي چې په مالي لحاظ له کومې پريشانۍ سره مخامخ نه وي، د خلکو د ۸۰ فيصده مسايلو وجه غربت دی.

لکه څرنګه هر انسان خوشحالي او سکون په مختلف انداز سره حاصلوي او همدا شان د هر چا د ژوند مقاصد مختلف دي، لهذا د هر چا د کاميابي مفهوم هم مختلف دی، يو څوک د علم حاصلول غواړی بل بيا د دولت، يو څوک د شهرت او عزت حاصلول غواړي ځينې نور بيا د قدرت حاصلول غواړي، يعنې د علم حصول، سياست، دکانداري، ساينس پوهنه، شهيد کيدل په دې ټولو کې د هر چا د کاميابي مفهوم جدا دی، امير المومنين ملا محمد عمر (مجاهد) حفظه الله تعالی د اسلامي نظام نفاذ غواړي او کرزی د ډيموکراسي راوستل.

د خلکو اکثريت مالي خوشحالي او دولت غواړي، عموما له کاميابي سره دولت خود بخود پيدا کيږي، په انساني کاميابيو او خوشحاليو کې د دولت کردار ډير مهم دی، دولت اګر که په خوشحاليو کې اضافه والی راوستلای شي ليکن د دائمي خوشحاليو سبب نه دی، ډير شتمن خلک داسې دي چې د سکون خوب يې په نصيب نه دی، د دولت باوجود له ذهني سکون څخه محروم کيدل نه کاميابي ده او نه د زړه سکون.

که له جذباتو کار وانه اخيستل شي سوچ او فکر وکړی شي نو دولت د خدای جل جلاله لوی نعمت دی، له شتمني پرته د قرآن کريم خپرول، د مدرسو، مساجدو جوړول او د دين خپرول ممکن نه دي، که چيرته دولت په ښو او نيکو کارونو کې مصرف کړی شي نو دا د سکون لپاره يوه بهترينه او لويه ذريعه ده.

نور بيا ان شاء الله

د ددې لیکني د لومړي برخي لوستلو لپاره دلته کلیک وکړئ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x