شعـــــرونه

زه خو دې شعر نه لولم – ماته ېې مه رالیږه

بلینډه بدرۍ

زه خو دې شعر نه لولم

ماته ېې مه رالیږه

ځکه چې ستا شعرونه

رقیبه ورک شه یاره راشه کنه

له دې اپلتو ډک دي

زه خو دې شعر نه لولم

ماته ېې مه رالیږه

ځکه چې ته شعرو کې

د خپل ګاونډ د خپل ټبر او مالت

د تورسریو قدمونه شمارې

په غبرګو ړوند شې مسلمانې پښتنې یادوې

پرتا افسوس چې څومره سپکې دا درنې یادوې

زه خو د ې شعر نه لولم

ماته ېې مه رالیږه

ځکه چې ستا په هر یو بیت کې تصویر

د ستا د مړه احساس ښه روڼ ځلیږي

چې ته پرداسې حال کې

چې صلیبیان ملالې بیايي او قران سوځوي

له باباګانو کالي کاږي او په سپو ېې داړي

اوده کمکي د میندو غیږ کې وژني

مړو ته مو اور اچوي

ته اوس هم ما ، ،،یادا جینۍ، یا ها جینۍ یادوې

چینې ته ګورې لارې څارې او بلۍ یادوې

په تا دې مور بوره شي

چې تا تراوسه پکې چیغه د تکبیر ونه کړه

زه خو دې شعر نه لولم

پرتا او ستا په احساس تو لعنت شه

ماته ېې مه رالیږه

هغه به داد پرې درکړي

چې ېې د ستا په شان ضمیر اوده، احساس اوده وي

اریوب

ګل غونډۍ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جاوید احمد

ماشاءالله
ډیر په زړه پورې
په لومړي ځل مې د آزاد شعر تنده پرې خړوبه شوه
بلینډې بدرۍ خور ته دې الله تعالی توفیق ورکړي چې داسې نور ارزښتمنې پنځونې هم وکړي او د ادب په برخه کې خپل جهاد په سمه توګه ترسره کړي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x