ورزش

هندوستان د سویلي افریقا په وړاندې ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۱۹مه ۱۳۹۴ل): نن د هندوستان او سویلي افریقا تر منځ د پنځو یوه ورځنیو سیالیو لومړۍ لوبه ترسره شوه. هندوستان دغې لوبې کې د سویلي افریقا په وړاندې په پنځو منډو ماتې وخوړه.

سویلي افریقا د لوبې پچې ګټلو سره د توپ وهنې پریکړه وکړه. نننۍ لوبه کې یو ځل بیا د سویلي افریقا پیاوړی لوبغاړی ډي ویلییرز غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

سویلي افریقا په ټاکلو شوو پنځوسو اورونو کې یوازې پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د ډي ویلییرز او ډوپلېسېس غوره توپ وهنې په مرسته ۳۰۳ منډې جوړې کړې.

ډوپلېسېس په ۷۷ توپونو د پنځو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۶۲ منډې جوړې کړې. ډي ویلییرز نننۍ لوبې کې د پنځو څلوریزو او شپږو شپږیزو په مرسته په ۷۳ توپونو ۱۰۴ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د هندوستان لپاره یادف دوه، میشرا دوه او اشوین یوه ویکټه واخیسته. اشوین خپل ۴.۴ اورونو کې ۱۴ منډو ورکولو سره تر ټولو لږې منډې ورکوونکی توپ اچوونکی و.

په ځوابي توپ وهنې کې که څه هم روهیت شرما د هندوستان لپاره پیاوړې توپ وهنه وکړه خو هندوستان په ټاکلو شوو پنځوسو اورونو کې خپل ۷ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۹۸ منډې جوړې کړې.

د هندوستان لپاره روهیت شرما په ۱۳۳ توپونو د دیارلسو څلوریزو او شپږو شپږیزو په مرسته ۱۵۰ او رهانې په ۸۲ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۶۰ منډو جوړولو سره ښه وځلیدل.

د سویلي افریقا لپاره ربابا دوه، عمران طاهر دوه او سټېن، بهارډین او مورکل یوه یوه ویکټه واخیسته. مورکل خپل ۱۰ اورونو کې ۵۱ منډو ورکولو سره د سویلي افریقا په توپ اچوونکو کې تر ټولو لږې منډې ورکوونکی توپ اچوونکی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x