ورزش

ایرلینډ بیا هم د زیمبابووي په وړاندې ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۱۹مه ۱۳۹۴ل): نن د زیمبابووي او ایرلینډ تر منځ د دریو یوه ورځنیو سیالیو دوهمه لوبه ترسره شوه. زیمبابووي دغې لوبې کې د ایرلینډ لوبډلې ته په پنځو ویکټو ماتې ورکړه.

د زیمبابووي لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره د توپ اچونې پریکړه وکړه. ایرلینډ په ټاکلو شوو پنځوسو اورونو کې خپل ۷ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۶۸ منډې جوړې کړې.

د ایرلینډ لوبډلې لپاره سټرلینګ په ۷۷ توپونو د نهو څلوریزو په مرسته ۷۲، ویلسن په ۵۵ توپونو د شپږو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۶۵ او اوبراین په ۶۱ توپونو د دوو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۵۰ منډو جوړولو سره ښه وځلیدل.

د زیمبابووي لوبډلې لپاره سکندر رضا تر ټولو غوره توپ اچونه وکړه. سکندر رضا خپل ۱۰ اورونو کې ۴۹ منډو ورکولو سره درې ویکټې واخیستې.

د زیمبابووي لوبډلې ټاکل شوی هدف یوازې پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د لوبې په ۴۸.۳ اورونو د ایروین غوره توپ وهنې په مرسته پوره کړه.

د زیمبابووي لوبډلې لپاره ویلیمز په ۵۱ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۴۳ منډو جوړولو سره ښه وځلید. د زیمبابووي لوبډلې لپاره ایروین تر ټولو غوره توپ وهنه وکړه. ایروین په ۱۲۲ توپونو د نهو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۱۰۱ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د ایرلینډ لوبډلې لپاره اوبراین دوه او موني، مورټاغ او مېک براین یوه یوه ویکټه واخیسته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x