نړۍ

د داعش مشر بغدادي له بمباره روغ وتلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): د عراق د لودیځ څخه د عیني شاهدانو او سیمه ایزو اوسیدونکو له خولې خبر ورکړل شوی چې د عراقي پوځ په یوه بمبار کې د داعش ډلي لوړپوړي چارواکي او د دغې ډلي مشر ابوبکر البغدادي موټریز کاروان په نښه شوی، چې له کبله یې یو شمېر مشران وژل شوي دي.

ځايي اوسیدونکو ویلي چې ابوبکر البغدادي له دغه بمباریو څخه روغ وتلی دی.

د دې نه مخکې د عراق هوايي ځواک ځینو سرچینو هم خبر ورکړی و چې دوی د داعش ډلي د مشر موټریز کاروان او همدارنګه د دغه ډلي د مشرانو په غونډه باندي په جلا جلا توګه بمبار وکړ.

دوی زیاته کړې وه چې د عراق د هوايي ځواک الوتکو د دغه هیواد په لویدیځ کې د القایم ښار ته نږدې د الکرابله په نامه سیمه کې د سوریې د پولي څخه ۵ کیلو متره لیري د ابو بکر البغدادي پر موټریز کاروان بمبار وکړ، خو د نوموړي د وژل کیدو او یا ژوندي پاته کیدو هیڅ درک ونه لګېد.

د عراق د هوايي ځواک په خبرپاڼه کې راغلي چې دوی د بغدادي د غونډي پر ځای او همدارنګه د هغه پر موټریز کاروان وروسته تر هغه بمبار وکړ، کله چې دوي ته دقیق استخباراتي معلومات ورسیدل.

هغوی زیاته کړې چې تر اوسه د بغدادي د وژل کیدو یا ټپي کیدو په اړه کره معلومات نه لري، خو څه موده وروسته به د وژل شویو مشرانو نومونه د یوې خبرپاڼي په ترڅ کې نشر ته وسپاري.

باید وویل شي چې له دې وړاندې هم د عراق پوځ وخت په وخت د بغدادي د وژل کیدو یا ټپي کیدو خبرونه ورکړی خو دا لومړی ځل دی چې په ټویټر کې د داعش ډلي فعالانو لیکلي چې د دوی جهاد به د بغدادي له مرګه وروسته هم جاري وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
basirullah Ahmadi

ستاسو د كاميابي فه هيله

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x