افغانستان

کاپیسا: ملي ځواکونه د هاوان په مرمیو د خلکو کورونه په نښه کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): له تېرو څو ورځو راهیسې طالبانو د پلازمینې کابل په ګاونډي ولایت کاپیسا کې دوه ولسوالۍ تر بریدونو لاندې راوستلي او د سقوط له ګواښ سره مخ کړي دي. د طالب ځواکونو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د تګاب او اله سای ولسوالیو له ډیرو سیمو څخه یې دولتي ځواکونه شړلي دي او دا مهال د دوی ځواکونه د دواړو ولسوالیو د بشپړې نیونې په تکل کې دي.

خو د کاپیسا ولایت اوسیدونکي وايي چې دولتي ځواکونه د دې پر ځای چې له طالبانو سره مقاومت وکړي، په قصدي توګه د ولسي وګړو کورونه په نښه کوي.

د سیمې ځینو اوسیدونکو له نن ټکی اسیا سره په تماس کې له دولتي عسکرو سر ټکولی او ویلي یې دي چې د طالبانو له بریدونو وروسته دولتي عسکر په تګاب او اله سای ولسوالیو کې د ملکي خلکو کورونه د هاوان په مرمیو ولي.

هغوی وايي چې د جمعې په ورځ د تګاب ولسوالۍ په شکوټ کلي کې د دولتي عسکرو د یو عام وګړي، چې محمد شیرین نومیږي، کور د هاوان په مرمیو په نښه کړ چې له کبله یې د نوموړي میرمن په شهادت ورسېده.

د سیمې اوسیدونکو چې د خپل فریاد په خپرولو یې ټینګار کاوه، نن ټکی اسیا ته زیاته کړه چې تر همدې شیبې پورې پر ولسي خلکو د ملي ځواکونو د هاوان مرمۍ وریږي او د خلکو کورونه ویشتل کیږي.

تر دې وړاندي هم د هيواد په بيلابېلو سيمو کې د ملي اردو د هاوانونو په ډزو کې ګڼو ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې.

په تېر جون میاشت کې د ملي اردو ځواکونو د غزني ولایت د شلګر ولسوالۍ په نوغې کلي کې د حاجي رحمت الله په کور چې د واده مراسم په کې ترسره کیدل د هاوانونو ډزې وکړې چې له کبله یې ۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

له هغې وړاندې په جنوري میاشت کې د ملي اردو ځواکونو د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې وروسته له هغه ۵۰ تنه عام وګړي شهیدان او ۷۰ تنه ټپیان کړل چې د خپلو هاوانونو خولې یې د عامو خلکو پر کورونو ورواړولې. هغه مهال د ګډحکومت ولسمشر اشرف غني د هلمند په پیښه د خواشینۍ ترڅنګ د تحقیقاتي هیئت د ټاکلو خبر ورکړی و، چې لس میاشتې وروسته یې لا هم د څیړنو پایله نه ده اعلان شوې.

د ترلاسه شوو راپورونو پر بنسټ، پخوا چې کله هم د افغان ځواکونو او طالبانو ترمینځ جګړه سخته شوې، دولتي عسکرو عام وګړي په نښه کړي چې د پوځي شنونکو په باور ورته بریدونو پر افغان دولت د ولس پاتې یو څه باور هم له مینځه وړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد سافي

وروره ذكرشوي مشكل حقيقت لري اومونگه ورسره موافق یو دتگاب ولسوالی مربوط دباچاصاحب ورسک سره یی کوچانو دمال رمه ددیسی توپ سره په نشه کری چی په لسگونه مال یی جایی په جایی مردارشوی چی اوس هم دجنگ په ساحه کی پرتی دی اوبل جنگ په اله سایی ولولسوالی کی دی اوپه توپونواودهوان په مرمیو ده تگاب ولسوالی کلی اوباغونه ولی په داسی حال کی چی دلته دانارودشکیدلووخت دی اوبل تگاب دوه لاری لری چی یوه یی دسروبی دلاری کابل سره وسلیگی اوبله یی هم دکاپیسادمرکزله طرفه. کابل سره وسل کیگی نودغه دواره لاری دتگاب دانارودانتقال په مخ ترلی وی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x