افغانستان

کابل: د هلیکوپتر د غورځېدو په پيښه کې د ناټو پنځه عسکر وژل شوي پنځه نور ټپيان دي

نن ټکی اسیا (دو شنبه، تلې ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): تیره ورځ مازیګر مهال په پلازمینه کابل کې د بهرنیو عسکرو یوه هلیکوپتر الوتکه غورځېدلې، چې له کبله یې په کابل کې د ناټو د مطبوعاتي دفتر په وینا پنځه تنه عسکر مړه او پنځه نور ټپيان دي.

په کابل کې د ایساف د رسنیز دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې نن مازیګر په (۴:۱۵) څلور بجې پنځلس دقیقې بالا په کابل کې د یوه غیري جګړیزي پيښي په ترڅ کې د ناټو هلیکوپتر الوتکه را وغورځېده.
خبرپاڼي زیاته کړې چې په دغه پيښه کې د ناټو ۵ عسکر مړه او پنځه نور ټپیان شول.

د ناټو رسنیز دفتر د خپلي رسنیزي پالیسي له کبله نه غواړي د خپلو وژل شویو او ټپي شویو عسکرو هویت څرګند کړي، بلکي د هغوی د هویت د څرګندوني او نه څرګندوني پریکړه د هغو اصل هیواد ته پریږدي.
بل خوا د برتانیې دفاع وزارت ویلي چې د پيښي په قربانیانو کې دوه تنه د برتانیا د هوايي ځواک عسکر دي.

د برتانیې د دفاع وزارت ویاند بي بي سي ته ویلي چې د پيښي تحقیقات یې پیل کړي، او زیاته کړې چې دهلیکوپتر اولتکي نوعیت (Puma Mk2) وو. په کابل کې وغورځېده، پنځه کسه په کښي وژل شوي.

د ناټو په خبرپاڼه کې راغلي چي دوی د پيښي تحقیقات پیل کړي، او په دې اړه به نور معلومات وروسته نشر کړي.
په افغانستان کې بهرني ځواکونه تل د الوتکو د غورځېدو په پيښو کې ادعا کوي چې د تخنیکي ستونزو له کبله غورځېږي، بل اړخ ته طالبان ددغو الوتکو د را غورځولو مسؤولیت په غاړه اخلي.

طالبانو دوه ورځي وړاندي په بګرام کې هم د یوې لويي بار وړونکې الوتکي د ویشتلو او را غورځولو ادعا کړې وه، او همداسي په روانه میاشت کې د جلال اباد په هوايي ډګر کې د امریکایانو یوه لویه بار وړونکې (C 130j) الوتکه غورځېدلې وه، چې له کبله یې د ایساف د خبرپاڼي سره سم ۳ افغانان او ۱۱ تنه امریکايي عسکر او قراردادیان وژل شوي وه. طالبانو ددغه الوتکې د ویشتلو خبر ورکړی وو.

باید وویل شي چې تېره ورځ د کابل په زړه کې د جوی شېر په سیمه کې د ښار او ده مزنګ تر منځ پر غځېدلي سړک باندي هم د ناټو د ځواکونو پر موټریز کاروان سرتیری برید وشو، چې له کبله یې د طالبانو د خبرپاڼي سره سم ۱۲ تنه بهرني عسکر ووژل شول او دوه موټر یې ویجاړ شول.

ددغه پيښي په صحنه کې د ناټو د ځواکونو ۲ موټر ویجاړ لیدل کیدل، خو د پيښي ځای ته د خبریالانو تر رسیدو مخکې په نښه شوي بهرني عسکر له سیمي انتقال شوي وه، او له هغه وروسته د ایساف رسنیز دفتر هم د پيښي د قربانیانو په اړه څه نه دي ویلي.

ددې تر مخه افغاني چارواکو ویلي وه چې د بهرنیو ځواکونو پر اکمالاتي کاروان د برید وروسته مرګ ژوبله را منځته شوې، خو دوی د بهرنیو ځواکونو د تلفاتو په اړه د معلوماتو ورکولو اجازه نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x