ټولنیزه برخه

ټولنپوهنه څه ته وايي؟‎ – لومړی برخه

ژباړه او لیکنه: دادالله (زړګی)

د ټولنپوهني لغوي مانا :

ټولنپوهنه  له  دوو  خپلواکو مورفیمونو، (ټولني) او (پوهني) له یو ځای کېدو څخه یوه مرکبه کلیمه منځته راغلې، چي په انګريزي ژبه کي ورته ( sociology ) يا سوسيالوژي، په پارسي ژبه ورته (جامعه شناسي) او په عربي ژبه ورته (علم الاجتماع) وايي. اجتماع عربي لغات دي، چي په انګریزي ژبه کي  (Communis)  وايي ، چي د لاتیني ژبي له (Community) ریښې څخه دی، چي مانا یې ده : ټولنه، هغه ټولنه چي په يوه ځاى كي سره اوسي، رسم ، رواج او خوى يي سره ورته وي ، همدارنګه د خلكو، ډلي او ګډ ملكيت مانا هم ور کوي.

د ټولنپوهني اصطلاحي مانا :

۱ ــــــ   ټولنپوهنه د اکاډميکو زده کړو يو ډګر دی، چي د ټولني او په ټولنه کي د وګړو ترمنځ د ټولنيزي راکړي ورکړي په اړه بحث کوي. ټولنيزي څېړني بيا په کوڅه کي د ورک نومو وګړو د لنډو اړيکو د شننو نه نيولې بیا نړيواله ټولنيزه پروسه په ځان کي رانغاړي.

۲ ــــــ دټولنپوهني یا ټولنپېژندني علم د انسان ګړه وړه، یو له بل سره یا له نور طبیعي پدیدو سره اړیکي، ډله، کورنۍ،  د ډلو  کیفیت او اهداف ، پرمختګ او وروسته والی، اقوام او د هغو فکرونه، همدا رنګه د انسان زوق ، علاقه ، خوښه او خوند، تحلیل، مطالعه او تر څېړني لاندي نیسي او ستونزو ته یې د حل لاره پيدا کوي.

اساسي وظیفه او دنده د ټولنپوهني د حقایقو پېژندل، د هغو تحلیل کول او د ټولني ستونزو ته د حل لاري چاري پیدا کول دي، تر څو انسان په ټولنه کي یو نېکمرغه او خوشاله ژوند ولري.

د زده کړي په همدي ډګر کي د يو داسي  ليد لوري ته اشاره سوې، چي ولي خلک په ټولنو کي تنظيم سوي او يا هم ولي د يو وګړي په توګه يا د يوي اتحاديې، د ډلو او انسټيټيوټونو د غړو په توګه انسان خپل ځان ته منظمي ټولني جوړي کړې؟ د يوي اکاډميکي زده کړي په توګه ټولنپوهنه د ټولنيزو ساینسونو مهمه برخه ده.

 په اسامي نړۍ کي د ټولنپوهني علم  دوه اساسي غرضونه او موخي لري:

الف : ـــ علمي غرضونه : د ټولنپوهني له وجود سره هدف لرونکی ذاتي تړاو لري؛ یاني د ټولنيزو پېښو طبيعت او د حقيقت کشفول دي، څو ددغه علم پيل، تاريخ، او پر مختګ را ته څرګند سي او همدارنګه هغه عام مبادې وپېژنو، چي تر عام ټولنيز ژوند پوري تړاو لري.

ب  : ـــ  عملي غرضونه : تر هغه ګټي او غرض پوري تړاو لري، چي ددغه علم وسائل يې د افرادو او ټولني د ګټي لپاره په يوه اندازه برابر کړي. دا بیا دوه ځانګړي اهداف لري :

اول : په ټولنه کي د الله (ج) د سنتونو (طريقو) او هغه قايدو پېژندنه ده، چي انساني کړه وړه برابروي، ټولنه د خير او اصلاح لور ته رهنمايي کوي.

دويم: ټولنيزي څېړني مو له هغه ښه طریقو سره اشنا کوي، چي له نورو سره اخلاص، ټولنيز کړه وړه، مهرباني او نرمي، منځني تعاون په روح او روان کي رواج کړو.

دوام لري….

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x