Puma_Mk2 نوعه هلیکوپتر الوتکه،

دویم تعقیب: په کابل کې را غورځېدلې الوتکه د برتانیې ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): هغه الوتکه چې تیره ورځ په کابل کې غورځېدلې، د برتانیې د هوايي پوځ (رویال ایر فورس) مربوط وه، چې له کبله یې ددغه پوځ دوه پيلوټان هم وژل شوي.

د برتانوي خبري اژانس بي بي سي په وینا دغه الوتکه چې نوعیت یې (Puma Mk2) ښودل شوی، هغه مهال له منځه ولاړل، کله چې يې غوښتل په کابل کې د ناټو په عمومي قومندانۍ کې ناسته وکړي.

که څه هم ناټو تر اوسه په پيښه کې د وژل شویو عسکرو شناخت نه دی په ګوته کړی، خو ویلي چې پنځه عسکر وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.

د برتانیې د دفاع وزارت ویاند د دغه هیواد خبري اژانس بي بي سي ته ویلي چې دغه پيښه یو حادثه وه، الوتکه د مخالفینو د فعالیت له کبله نه ده را غورځېدلي.

او زیاته یې کړه چې دوی د برتانوي قربانیانو کورنیو ته په دې اړه خبر ورکړ.

کله چې بي بي سي د دفاع وزارت د ویاند څخه د پيښي د برتانوي قربانیانو د نومونه غوښتنه وکړل، نو هغه وویل مونږ تر اوسه د صدمې په حالت کې یو، مونږ ددغه حالت څخه د وتلو په خاطر یو څه مودې ته اړتیا لرو، تر هغه وروسته به یې نومونه هم میډیا ته ورکړو.

په کابل کې د بهرنیو ځواکونو (ناټو) په عمومي قومندانۍ کې یوه افغان سرتیري نجیب الله چې د بهرنیو ځواکونو پر چوکیداري باندي مامور دی، امریکايي خبري رسنۍ اسوشیتد پریس ته ویلي چې الوتکه هغه وخت وغورځېده، کله چې په دغه قومندانۍ کې د څار لپاره پورته شوي بالون سره ټکر شول، د بالون سیم پر الوتکي چار چاپیره را وګرځېدی، الوتکه سمدلاسه پر ځمکه را وغورځېده او اور یې واخیست.

نوموړي ویلي چې یوه بله الوتکه هم پر اسمان ګرځېدل، خو هغه په بل ډګر کې ناسته وکړه.

په کابل کې د بي بي سي خبریال ویلي چې د برتانوي ځواکونو الوتکي په عمومي ډول په داسي وخت کې ډیر پروازونه کوي، کله چې په کابل کې ددوی ځواکونه په نښه شي.

تیره ورځ سهار مهال د کابل په جوی شیر سیمه کې د برتانوي ځواکونه پوځي کاروان د طالبانو د یوه سرتیري تر برید لاندی راغی، چې له کبله یې ددغه ځواکونو دوه موټر ویجار شول، خو د مرګ ژوبلې درک یې ونه لګېد.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لیږل شوي پيغام کې د ۱۲ کسو بهرنیو عسکرو د وژلو ادعا کړې وه.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې دا دریمه الوتکه ده چې د زیات شمېر تلفاتو په لرلو سره په افغانستان کې غورځېږي.

د رواني میلادي میاشتي اکتوبر په لومړۍ نیټه د جلال اباد په هوايي ډګر کې یوه لویه څلور ماشینه پوځي الوتکه (C 130j) هم وغورځېده او په کښي سپاره ۶ تنه د الوتکي امریکايي پيلوټان، ۵ تنه امریکايي قراردادیان او همداسي ۳ تنه افغاني وګړي ووژل شول.

ددې تر مخه د روان میلادي کال د اګست په میاشت کې هم د افغاني عسکرو یوه هلیکوپتر الوتکه د افغانستان په جنوبي برخه کې وغورځېده چې له کبله یې ۱۷ تنه کورني عسکر ووژل شول، ددغه الوتکي د غورځېدو لامل هم تخنیکي عوارض ښودل شوي وه.

باید وویل شي چې طالبانو په جلال اباد کې د امریکایانو د څلور ماشینه الوتکي په اړه ویلي وه چې ددوی په نښه له منځه تللې.

طالبانو همدا راز دوه ورځي وړاندي په بګرام هوايي ډګر کې چې اوس د امریکایانو په تصرف کې دی، د یوې لويي الوتکي د ویشتلو ادعا کړې وه، خو ددغه الوتکي په اړه امریکايي ځواکونو چوپه خوله غوره بللې وه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د