
طالبانو «طلوع» او «یک» تلویزوني شبکې نظامي اهداف وګڼل
نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): وسله والو طالبانو پخپله رسمي اعلاميه کې په پلازمېنه کابل کې «طلوع» او «یک» خصوصي تلویزوني شبکې نظامي اهداف ګڼلي او په وينا يې نور يې د رسنیو په توګه نه پېژني.
وروسته له هغه چې په کندوز ولایت کې د روانې جګړې په اړه طلوع تلویزون د ناسمو معلوماتو د خپراوي له امله توند ولسي غبرګونونه راوپارول، وسله والو طالبانو په نشر کړې اعلاميه کې د طلوع او یک تلویزونونو ټول کارکوونکي، کاري ډلې او دفترونه ناخوندي وګڼل.
نن ټکی اسیا ته هم د دې اعلاميې يوه کاپي رارسېدلې ده، چې د ارزښت له مخې يې کټ مټ ستاسې مخ ته ږدو:
د طلوع او یک استخباراتي تیلویزيوني شبکو په اړه د اسلامي امارت د نظامي کمیسیون اعلامیه
څرګنده ده چې د امریکايي اشغال سره جوخت د نظامي یرغل ترڅنګ په افغانستان باندې د امریکايي استخباراتو لخوا تبلیغاتي یرغل هم پيل شو چې په ترڅ کې يې د ځينو آزادو رسنیو په نامه چینلونه رامنځته شول او تر اوسه د امریکايي سفارت لخوا پنډ ورکول کيږي، خپرونې يې هم د امریکايي اشغالګرو او دهغو د مزدوروانو په ملاتړ، دافغان میړني ولس د جهاد او مبارزې په ضد، د اسلامي ارزښتونو د ځپلو لپاره، د هیواد دملي وحدت او یو والي د له منځه وړلو په منظور ترتیب او د پروپاګند په ډول وړاندې کيږي.
له دې جملې د طلوع او یک په نوم ټیلویزيوني چینلونه هغه تبلیغاتي شبکې دي، چې په افغانستان د کفارو د فکري ، کلتوري او تبلیغاتي یرغل د پرمخ وړلو مسؤلیت لري، دغه شبکې د امریکایانو د پراخ ملاتړ په مټ زموږ په دیني او کلتوري اقدارو ملنډې وهي، فحشاء او بي حجابي خپروي، د ځوان نسل اذهانو ته د بي دینۍ، بداخلاقۍ، خشونت، قمار، اختلاط او بې حجابۍ غوندې مضر افکار پیچکاري کوي او په ځانګړي ډول د جهاد او مجاهدینو په اړه له کرکې او بربنډې دښمنۍ څخه ډک تبلیغات کوي.
د دغو شیطاني شبکو د دروغجنو تبلیغاتو او هیواد شرموونکو نشراتو یونغد مثال هغه راپور دی چې وایي د تیر لوی اختر په څلورمه نیټه چې کله د اسلامي امارت مجاهدینو د کندز ولایت مرکز ونیو، نو دلته یي خدای مکړه د نجونو په لیلیه برید کړی او نجونو ته یي بې پتي اړولې ده.
دغه ټیلویزيوني شبکې دا دروغجن راپور په داسې حال کې مکرر نشروي، چې د کندز ښاریان او عام اولس دا خبره په ټینګه ردوي او د الله تعالی په حاضر ګڼلو سره شاهدي ورکوي چې د اختر په شپو کې دټول افغانستان تعلیمي اداري اود کندز دنجونو لیلیه رخصت وه او هلته هیچا شتون نه درلود.
د کندز او درست افغانستان متدین اولس په دې نظر دی، چې د اسلامي امارت مجاهدین د اولس د ابرو او ناموس ساتونکي دي اما دا د طلوع او یک غوندې استخباراتي او فحشا خپرونکې تبلیغاتي شبکې دي چې د اولس سپکولو، بې عزته کولو او بې پته معرفي کولو ته یې مټې رابډوهلې او په داسې ښکاره دروغو د اولس پت او درنښت رژوي چې هرڅوک ورباندې په آسانۍ پوهیږي.
د افغان مجاهد ولس په وړاندې د طلوع او یک ټلویزیون د دا ډول ګستاخانه او معاندانه چلند له امله د افغانستان اسلامي امارت نور دغه رسنۍ د رسنیو په حیث نه پيژني بلکې په خپلو نظامي اهدافو کې داخلوي.
له دې وروسته د دغو تیلویزيونونو هیڅ کارمند، نطاق، دفتر، خبري ټیم یا راپور ورکونکی مصؤنیت نلري، د اسلامي امارت نظامي کميسیون خپلو ټولو مجاهدینو ته امر کوي چې د یادو دواړو شیطاني چینلونو په وړاندې پريکنده اقدام وکړي، نور د دغو تلويزیونونو ټول خبریالان او همکاران د دښمنو افرادو په توګه پيژندل کيږي او د دغو تلويزیونونو مراکز، دفترونه او هرځای استولي شوي ګروپونه نظامي اهداف دي چې مخامخ به له منځه وړل کيږي، زموږ غوښتنه ددې رسنیو له متعلقینو داده چې دیادو شبکو له دفاترو او خبریالانو ځان لري وساتي او ټول روابط دې ورسره قطع کړي، خلک دې ددغو رسنیو مرکزي دفتر او څانګو ته له ورتلو، په پروګرامونو کې له شرکت او کورونو ته ددغو رسنیو د خبریالانو له وربللو ځان وساتي، د نظرخاوندان دې په خپرونو کې ګډون نه کوي او مسلمان هیواد وال دې يې له کتلونه ډډه وکړي او په کلکه دې تحریم کړي .
د اسلامي امارت نظامي کمیسیون هیوادپاله او بې پرې رسنیو ته درناوی لري او د بې پرې خبریالانو د کار لپاره پرامنه کاري فضا برابروي، اما هغه رسنۍ چې ددین او وطن دښمنۍ ته یی ملاتړلي وي، د اطلاعاتو د خپراوي پرځای یوازې زهرجن دروغ خپروي او هیواد او اولس ته یې د ګټې په نسبت زیان ډیر وي مجاهدین به یې په اړه بې تفاوته پاته نه شي .
د افغانستان داسلامي امارت
د نظامي چارو کمیسیون
۱۴۳۶/۱۲/۲۸هـ ق
۱۳۹۴/۷/۲۰هـ ش ــ 2015/10/12م
طلوع تلویزون چې د طلوع نیوز په نوم بل ښاخ هم لري، د « موبي ګروپ » له لوري يې په ۲۰۰۳ میلادي کال کې خپرونې پیل کړې، چې په ۲۰۰۶ میلادي کال يې د پښتو برخې لپاره لمر تلویزون هم خپرونې پيل کړې.
په غږیزه برخه کې ارمان اف م راډیو او اراکوزیا راډیو هم د « موبي ګروپ » تر چتر لاندې نشرات کوي، چې څلورویشت ساعته په ټول هېواد کې خپرونې لري.
یک تلویزوني شبکې په ۱۳۸۸ لمریز کال خپلې خپرونې پیل کړي او د دوی په وینا د «یک ګروپ » په نوم یوې کمپنۍ پورې اړه لري.
ډیر په زړه پوری اقدام
ماشاالله
هغه څه چی ما دډیره وخته غوښتل خو الحمدلله اوس می وهم لیدل په دی هیله چی د نورو فاحشو رسینو په اړه هم ډیر ژر تسمیم ونیول سی.
دافغانستان دملي تاجر په حیث اول زه دامارت اسلامي ډيرممنون یم چي داخبیثي رسنی یی په نظامي اهدافوکي راوستې دوهم زه دخپل وطن اوبالخصوص دکندوزدمجاهداولس پت اوعزت په خاطر په دغه دوه شبکوباندي دعملیاتو ټول مالي امکاناتوته تیاریم بس همدامي په وس پوره دي والسلام
غږ مو واوریدل شو او امیدونه مو بیا تازه شول ګنی بلی ډیوی به مو مړی وی. اسلامیامارتباید پهکفریمیډیا بریدونه پیل کړی بلخصوص په tolonews اویک باندی ځکه چی هغه ویډیوګانی یی بار بار نشر کړی چی دباګرام په اشغال دانیو کی هغه ښځی او پیغلی په وینو لیت پیت او په بد حالت باندی پیدا شوی دی او یا هم په کورنی تاوتریخوالی کی په وحشت سره وژل شوی وی هغه یی په کندز کی دطالبانو کړی وحشتونه وښودل.یعنی تاسی یقین وکړی چی زه یو مجلس کی ناست وم چی دا ویډیوګانی یی ښودلی والله چی ټول مجلس ملامت… نور لوستل »
ماشالله.الله اكبر.
داسلامي امارت دادول اقدام دپاکو شهیدانو وینو ته رنگ ورکوی.اوددی اولس دپت او عزت ساتلو لپاره رشتینی اقدام دی.دپردیودلاس پوسو او دشورا نظار پرمریو باندی چاره کیشودل شوه
د یوه مسلمان او افغان په حیث زه د طالبانو له دې اقدام څخه هرکلی کوم او د وخت مناسب یو ضروري او پرځای اقدام یي بولم . امریکایي شیطاني رسنۍ په خاص ډول طلوع او یک تیلویزونې شبکې هغه د فساد او فتنو منابع دي چې د افغانستان خلکو، دیني او کلتوري ارزښتونو ، ملي وحدت، کورني نظام ، اخلاقي چاپیریال او لنډه داچې هر اړخ ته یې داسې زیانونه اړولي چې جبیره کول یې د لسیزو نه بلکې د پیړیو خبره ده. همدې رسنیو د هر درانه افغان کور ته د بالیووډ او هالیووډ کړکۍ ورخلاصې کړې، د… نور لوستل »
ډیر په زړه پوری اقدام ، ځکه دوی هر وخت داسلام ضد خپرونه کړی، ستاره یی افغان پروګرام یی دښځو دبی غزته کولو پروګرام دی ، تل په مظلوم ولس با ندی طا لب ټپی چی طا لبان خو پشتانه دی، هر وخت یی دمسلما نا نو سره ضد کړی او دخپل شومو اهدقو لپاره قومی چنچا لونوته لمن وهی ، کا ش چی مو دااقدام یو څو کاله مخکی کړیوی نن به د اسلام ضد خلک خا وری شوی هم وی ، اوس هم سری وخت دی.
ډېر پر ځای اقدام ، د بیان د ازادۍ په نوم دې بې غېرته صلیب الاصله افغانانو ډېر ناروا کارونه تر سره کړل ، اوس به طلوع وال هم توت ته وخیژي او که انشاءالله ډېر ژر به لدې فتنې نه په امن کې شو.
هر مجاهد دي په خپل ولايت كي د دي پليتي شبكي د خبريالانو كار ورخلاص كڑي سر له ننه د خوست ولايت د طلوع او يك خبريال ته خبردارى دى كنه انشاءالله په سو ورزو كي به تري خبر شى
کومی میډیایی اداری یا اشخاص چی د دی مسلمان ملت او وطن د عزت او عفت نه ټوقی جوړوی باید تر دی بد تر چلند ورسره وشی، زه د یو افغان په حیث دداسی ادارو او خلکو پّ وړاندی د هری ډلی داسی نظر نیک بولم .
ماشاالله الحمدلله داسلامی امارت له مجاهدینو نه دیره مننه کوم والله په الله قسم چی خصوصاً زه چی په دایران خلکو ته وایم چی زمونگ خلک دیر معتقد دی لتاسونه دوی راته وایی چی ستاسو له تلویزیون معلوم دی داستاسو په تلویزیونو سه پخش کیگی نو دشرم نه زان چپ ونیسم
موږ له خپلو مجاهدینو ورونو څخه منندویه یو چی داسی اقدام یی وکړ
خو ډیر دشرم ځای دی چی ددوی په سرکی یوه زره عقل هم نه وو چی په لومړیو کی یی دا پلیتی رسنی له منځه وړی وایی
کچیری دوی غواړی دا رسنی له منځه یوسی نو باید مرکزی کارکونکی یی له منځه یوسی چی په مرکز کابل کی اوسی نه هغه کسان چی په ولایاتو کی کار کوی ددوی ټول کارکوونکی بغیر له کوم ساتونکی خپل دفتر ته ځی کولای سی له منځه یی یوسی .
ماشاالله الله اکبر الحمدلله چی اسلامی امارت دی زای ته ورسید
زموږ دمجاهدینو ورونو څخه ډیر خوشحاله سوم چی داسی یو عاقلانه پریکړه یی وکړه چی هم مو ددین او هم دنیا په ګټه ده خو افسوس پدی کوم چی ددوی په جبهو کی داسی کسان موجود دی چی دجهاد څخه ناوړه ګټه پورته کوی ددی پرځای چی دو ی دافغانستان په شمال زونونو کی جګړه وکړی دوی پخپلو پښتنی سیموکی جګړه کوی چی دا دمجاهدینو په زیان تمامیږی دښمانان یی خوشحالی کوی او دوستان یی په جګړه بوخت کړی دی دوی باید خپل پښتانه له ځان سره یوکړی اوجګړه شمال ته وغځوی کچیری سره یو سی او یو بل ته… نور لوستل »
مولوی صاحب ډیر چټیات### دی باد کړی ده لږ شرم وکړه په ځان دی د مولوی نوم هم ایشی ده#### خدا چی څومره به دی د امریکایانو …… ####
سبحان الله و الله اکبر
با سپاس و امتنان فراوان از مجاهدین که دشمنان اصلی مردم افغانستان را تشخیص کردند و در پی تداوی این سرطان های خبیث شدند. بیشک این سرطان ها باید قطع شوند و به شدت تأدیب شوند تا بار دیگر کسی جرئت توهین به مقدسات و ارزش ها اسلامی را ننمایند. ما این اقدام به موقع امارت اسلامی را تقدیر میکنیم و امید اقدام عملی را در آیندۀ نه چندان دور داریم.
الله اکبر
دير پر زاي اقدام دی البته زه دغه شیطانی شبکي يوازي په نوم پيژنم، یو وار می هم نه دی کتلي.
کاش د دی اعلاميي تر مخ یی غافلگیرانه ترتیب ورکري وای
مجاهیدینو وړنو ! تاسو باید دغه خنزیرو دوه مخو انسانانو ته سخته سزا ورکړی، دغه تش په نامه ژورنالیستان او خبر نګاران د امریکایانو سترګی او ګوډاګیان دی………..
اسلام علیکم
دیر په زره پوری اقدام ده خدای تعالی شکر ده.
اسلام علیکم
دیر په زره پوری اقدام ده خدای تعالی شکر ده.
ډیر په زړه پورې اقدام ، له یرغلګرو ځواکونو څخه مخکې داسې رسنی باید له منځه یووړل شي ځکه د نظامي جنګ خرابی به ډیر ژر بیرته جوړې شي خو فکري یرغل ضمیرونه مړه کوي چې بیا ترمیم یې یا خو ډیر وخت غواړي او یا خو د ترمیم قابل نه ګرځي
ډیر ښه اقدام دی ځکه چی دا رسنی د غرب لپاره کار کوی او باید له منځه یوړړل شی که دا کار وکړی نو د ولس هیله به تر سره شی
بیخي پر ځاي او ښه اقدام ئې کړي ده
موږ ددې اقدام په کلکه ملاتړ کوو
الله اکبر الله ددعمل توفیق ورکری
دا د اطلاعتو او پرنګی شاعر وزير ولی ويده پاتی ده
په رشتیا هم دا ډول پلورل شوی او غلامی رسنی باید اسلامی محاکمو ته راښکل شی خو زه وایم چه دا کار یی لا وختی او د نورو په اړه چه د کفارو په غلامی کی دی ورته سزا ورته واورول شی . بله خبره می داکوله چه کشکی طالبانو له عمل وروسته دا اعلامیه صادره کړی وی ، ځکه دوی ته به له افغانستان بیرون زمینه مساعد کړی تر دی به هم ډبل معاشونه ورکوی او له کفری هیوادو به تر دی زیات چتیات خپروی . مګر دا چه د دوی جنګ د الله ج سره دی الله ح… نور لوستل »