افغانستان

غزنی: وسله والو طالبانو د کابل – کندهار لاره وتړله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): د غزني ښار او شاوخوا سیمو اوسېدونکي وايي چې وسله والو طالبانو ښار ته غځېدلې لارې او د کابل – کندهار لويه لاره تړلې ده.

د غزني د ولايتي شورا غړي هم مني چې طالبانو ښار ته څېرمه په شهباز، ناني او لېوانو سیمه کې د کابل ـ کندهار لویه لاره د ترافيکو پر مخ تړلې ده.

د دې شورا د غړي حسن رضا یوسفي په وینا طالبانو د اسفندې په سیمه کې چې له پورته سیمو سره څېرمه پرته ده، دغه لویه لاره د نن سهار له شپږو بجو راهیسې تړلې ده.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې وسله والو طالبانو ورته ویلي چې په لاره دې تګ راتګ نه کوي او هڅه دي وکړي چې له دولتي تاسیساتو لرې واوسي.

د لېوانو د کلي اوسېدونکی وايي چې سلګونه طالبان د ښار په څو کيلومترۍ – شهباز بازار کې راټول شوي دي او خلک انګېري چې په ښار د بريد پلان لري.

په ښار کې هم دوکانونه تړل شوي او د خلکو ګڼه – ګوڼه نه تر سترګو کېږي، ځايي اوسېدونکي وايي چې طالبان په شهباز بازار، ناني کلي، لېوانو کلي، خشک، نوغي او سفنده کلیو کې راټول شوي دي.

وسله والو طالبانو هم د خبرپاڼې په خپرولو سره پر دې لاره تلونکو مسافرو او سوداګرو ته خبر ورکړی چې د دوی د « ځانګړي تاکتیک» له مخې دا لاره تړل شوې ده.

«دغه اقدام یو نظامي او تکتيکي اقدام دی چې په دې سیمه کې د یو لړ جهادي عملیاتو لپاره ترسره شوی، په همدې اساس په دغه لاره ټولو تلونکو راتلونکو مسافرو، تجارانو او نور هیوادوالوته خبر ورکول کیږي چې د لارې د خلاصیدو تر وخته په دې لاره تګ راتګ ونه کړي.»

طالبانو پر خلکو غږ کړی چې دغه ستونزې ورسره وزغمي او په وینا يې د اهدافو تر سره کېدو وروسته به لاره پرانیستل شي:

«د اسلامي امارت مجاهدین د هیوادوالو ستونزې او ضروریات په نظر کې لري، اود مطلوبو موخو له ترلاسه کیدو وروسته به سمدستي دغه لار د خلکو پرمخ پرانیزي، هیله ده چې هیوادوال به دجهادي مصلحت په خاطر دغه ستونزه په جهادي روحیه راسره برداشت کړي.»

د غزني ځايي چارواکي له رسنیو سره له خبرو ډډه کوي او تر دم ګړۍ د طالبانو تر لاس لاندې سیمو او کابل ـ کندهار لویه لاره امنیتي ځواکونه نه تر سترګو کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x