طالبانو د طلوع ټلویزیون د خپلو نظامي اهدافو په لیست کې شامل کړ.

طلوع د ملي ګټو ضد ټلویزیون او جاسوسي شبکه

د احمد فیاض راسخ د دري مطلب پښتو ژباړه 
د مرغومی ۲۹ کال ۱۳۹۲

سعد محسني څوک دې؟ تیره اونئ د کابل پوهنتون له یو شمیر زده کوونکو سره د امریکا متحده ایالاتو د پخواني دفاع وزیر ښاغلي رابرټ گیټس په نوي کتاب کې د یو شمیر رازونو ښکاره کیدلو په اړه په بحث او خبرو اترو لگیا وم. زمونږ د مجلس حاضرینو د طلوع تلویزیون په اړه هم ډیر بحثونه وکړل خو ما ته ډیره په حیرانتیا دا جوته شوه څې دغه ټولو محصلینو او زده کوونکو د طلوع تلویزیون څښتن ښاغلی سعد محسني په هکله هیڅ معلومات نلروبدل او په دی هکله بالکل بی خبره وه.

طلوع تلویزیون د موبي گروپ (Mobby Group) لخوا لس کاله مخکې جوړ شو. دا تلویزیون د افغانستان په سطح له مخکښه رسنیو نه یوه رسنۍ ده څې په افغانستان کي تر ټولو نورو رسنیو نه ډیر لیدونکي لري. د دي تلویزیون له لاسته راوړنو نه یو هم د افغانستان لومړۍ درجه فوتبال لیگ پوښښ وه.

طلوع تلویزیون په ۲۰۰۴ کال کې د امریکا متحده ایالاتو د پرمختیایي اداری (USAID) په مالي مرسته او د ۱۸ بهرنیو مشاورینو (څی اکثره امریکایان او استرالیایان وه) د موبي گروپ لوی چتر لاندی په کار پیل وکړ. په ظاهره توگه موبي گروپ د محسنی کورنۍ (سعد ٫ زید٫ جاهد او وژمې) لخوا په ۲۰۰۳ میلادي کال کې په لومړي ځل افغانستان کې خپل فعالیتونه پیل کړي دی. لویدیځه رسنۍ ډیر وخت ښاغلي محسني ته د(Media Mogul) یعنی د رسنیو د میدان بې تاجه بادشاه لقب ورکوي او دی ښاغلی په افغانستان کې د خلکو د فکرونو په بدلولو او اداره کې ډیر مهم گڼي.

موبي گروپ په لومړي سر کې د امریکا متحده ایالاتو د حکومت (د امریکې سفارت په کابل کې) په نیغه مالي مرسته او وروسته د نړۍ د رسنیو بی تاجه بادشاه ٫ د ښاغلي محسني آسترالیايي وطن وال او د نیوز کارپوریشن مالک (ښاغلی روپرت مردوک )٫ په بې ساره مالي او تخنیکي مرسته په پښو ودرول شو.

سعد محسنی د کور مشر دې ٫ په کورنۍ او موبي گروپ کې مرکزي او خورا مهم کردار ادا کوي. دی په ۱۹۶۶ میلادي کال کې د لندن ښار په یوه روغتون کې زیږیدلی ٫ پلار یې یاسین نومیده او په هغه وخت کې په انگلستان کې د افغانستان یو دیپلومات وه. د ښاغلي محسني پلار او مور (کورنۍ) په ۱۹۸۲ کال کې استرالیا ته کډه شول. سعد محسني د استرالیا ملبورن ښار کې لوی شوی دی. زید ٫ جاهد او وژمه (دوه ورونه او یوه خور) په استرالیا کې خپلې زده کړې د پوهنتون په کچه سرته رسولي ٫ خو سعد محسنی د پوهنتون مخ نده لیدلی او لوړې زده کړې نلري. سعد د ښونځي بشپړیدو څخه وروسته بانکداري او مالي چارو کې په کار اخته شو. سعد محسني یواځې دوه ځله په وړکتوب کې افغانستان کې ژوند کړی: لومړی ځل له ۳ کلنۍ څخه تر ۷ کلنۍ او دوهم ځل له ۹ کلنۍ څخه تر ۱۲ کلنۍ پورې.

ښاغلي محسنی په ۱۹۹۳ میلادي کال کې خپلې لومړی ښځې سره واده وکړ. د ښاغلي محسني لومړۍ ښځه افغان الاصله فرانسوۍ وه. سعد محسنی په ۱۹۹۵ میلادي کال که سره له خپل ورور زید محسنی تاشکند ته سفر وکړ. هغه په تاشکند کې ۴ کاله ژوند وکړ ٫ سوداگري یې وکړه ٫ په شراب خانو او د شپې لخوا کلبونو برابر شو او په خپل ژوند کې ورک وه. په همدې وخت کې له خپلې لومړۍ ښځې بیل شو او له یوې ازبکستانۍ جنۍ سره یې په تاشکند کې واده وکړ.

سعد محسني په ۲۰۰۷ میلادي کال کې دریم ځل له یوې ایراني الاصله میرمنې سره څې نوم يې سارا تکش ده واده وکړ او په دی توگه له خپلې دوهمې میرمنې نه ٫ څې د ازبکستان وه ٫ بیل شو. د امریکې حکومت په تبلیغاتي او پروپاگند کوونکو رسنیو کې د پانگه اچونې خورا مهم او تاریخي تجربه لري څې دا تجربه یې د دوهمې نړیواله جگړې څخه وروسته د شوروي اتحاد سره د سوړ جنگ له وخته لرله. د مثال په توگه په طلوع تلویزیون او آزادي رادیو کې پانگونه ددې تجربې ښه مثالونه دي. له سعد محسني او طلوع تلویزیون سره د امریکې لومړنۍ پانگونه د ۲٫۲ ملیونو ډالرو نغدي مرستې سره په ۲۰۰۴ میلادي کال کې پیل شوه او دا مرسته د امریکې د پراختیايي اداری (USAID) لخوا سعد محسنی او طلوع ته ورکړل شوه.

د سعد محسني اړیکې له نظار شورا او جمعیت اسلامي سره سعد محسني له ۱۹۹۵ میلادي کال نه تر ۱۹۹۹ میلادي کاله پورې د ازبکستان په پلازمینه تاشکند کې ژوند کاوه او ده ښاغلي په همدې وخت کې د نظار شورا او احمد شاه مسعود سره څې په کورنۍ جگړه کې له طالبانو سره ښکیل وه اړیکې ټینگې کړې. سعد محسني په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د مرحوم احمد شاه مسعود په هکله داسې ویلي: ” زه خپله احمد شاه مسعود ته په ډیره درنه سترگه گورم ٫ زه یو له هغه کسانو یم څې مسعود ته مې خپلې مشورې او نظرونه ورلیږل او له هغه سره مې خپلی خبرې شریکولې”.

سعد محسني خپله دا ادعا کوي څې هغه د احمد شاه مسعود په نماینده گي له لویدیځه هیوادونو سره اړیکې ټینگې کړې وې تر څو دغه هیوادونو ته قناعت ورکړي څې مسعود یو پیاوړی مشر او معتدل رهبر دې او لویدیځه نړۍ دې مسعود سره مرسته وکړي.

د احمد شاه مسعود له وژل کیدو وروسته ٫ سعد محسني خپلې اړیکې احمد ضیا مسعود ٫ قسیم فهیم ٫ ډاکټر عبدالله عبدالله ٫ صلاح الدین رباني ٫ امرالله صالح او د نظار شورا او اسلامي جمعیت له نورو مهمو غړو او مشرانو سره ټینگې کړې. د محسني او نظار شورا نژدې اړیکې ددې سبب شوې څې په تیرو لسو کالونو کې ٫ طلوع تلویزیون په ۹۰ میلادی لسیزه کې د کورنۍ جگړې په ترڅ کې د نظار شورا او اسلامي جمعیت کړنلاره او ونډه ډیره کمرنگه وښايي .

په همدې وخت کې د نظار شورا غړي په لوړه سطح او په باندني او کورني رسنیو کې له طلوع او سعد محسني څخه ملاتړ کوي. د مثال په توگه ٫ فهیم دشتي څې د نظار شورا غړی دې له نیویورک ټایمز ورځپاڼې سره د ۲۰۱۳ کال جولای میاشت په یوه مرکه کې داسې وايي: ” زما په آند طلوع تلویزیون هیڅکله د کومې خاصې کړی لپاره کار نکوي او هر وخت بې پرې پاتې شوی “. همدا رنگه د ډاکټر عبدالله یو نژدې ملگری ٫ رازدار او د عبدالله د وزارت په وخت کې د بهرنیو چارو وزارت ویاند او په کانادا او فرانسه کې د افغانستان سفیر پاتې شوی٫ ښاغلی عمر صمد د طلوع تلویزیون نه په ملاتړ داسې وایي: “طلوع تلویزیون د افغانستان تر ټولو ډیر مسلکي رسنۍ ده ٫ له هیڅ چا نه ملاتړ نکوي او بالکل هر وخت بې پرې دی”.

د سعد محسني موبي گروپ او روپرت مردوک (د اسراییلو ملگری) شراکت او امریکايي/ استرالیایي مشاورین ټام فریسټن د سعد محسني مهم استاد او لارښود دې ٫ فریسټن د MTV او Viacom پخوانی رییس پاتې شوی او د نیویارک ښار اوسیدونکی دی. ښاغلي فریسټن په ۷۰ میلادي کالونو کې د جاسوسي او استخباراتي کارونو لپاره په منظم ډول افغانستان ته سفرونه کړي.

ښاغلي فریسټن هغه کس دی څې سعد محسني یې روپرت مدروک ته ور وپیژنده او ددوی د ملگرتیا سبب شو.
ښاغلی روپرت مدروک څې د نړۍ په کچه د رسنیو امپراتور په نامه هم پیژندل کیږي ٫ سعد محسني ته په گډه د یوه فارسي ژبې تلویزیون د جوړولو وړاندیز وکړ څې د ایران د خلکو د فکرونو په اړولو کې مرسته وکړي او په خاصه توگه د ایران بازار لپاره خپرونې جوړې کړي. سعد محسني دغه وړاندیز ومانه او په نتیجه کې د (فارسي یک) په نامه د یو تلویزیون په جوړولو لاس پورې کړ څې په خاصه توگه د ایران لپاره منظمه او ځانگړې خپرونې لري. ددغه تلویزیون (فارسي یک) موخه او هدف د لویدیځ تفریحي خپرونې ژباړه په فارسي ژبه خپروي او یو اندازه د ایران د اخندي نظام په خلاف دي. د فارسي یک تلویزیون په خلاف د ایران حکومت ډیر په غوصه دی او په ایران کې ددغه تلویزیون په هکله په لویه کچه مخالفت ښودل شوی دی ځکه څې ددغه تلویزیون د ایراني مخالفینو په عقیده دا تلویزیون د ایراني ټولنې د رسومو او اسلامي عقیدی سره په ټکر کې دی.

د ایران حکومت هم په خپل وار د روپرت مدروک او سعد محسني له دی تلویزیون نه سر ټکوي ځکه څې روپرت مدروک یو مشهور صهیونست دی او د اسراییلو دولت سره نژدی اړیکې لري. همدارنگه روپرت مدروک د اسراییلو او فلسطینیانو په شخړه کې د اسراییلو کلک او ښکاره ملاتړی دی.

د (فارسي یک) تلویزیون له جوړیدلو وروسته د سعد محسني او روپرت مدروک اړیکې لا ټینگې شوی. دا یو له مهمو دلایلو نه دې څې ښاغلی محسني په ایران کې د صهیونست په نامه پیژندل کیږي او په دې تور تورن دی.

په ۲۰۱۲ میلادي کال کې د روپرت مدروک نیوز کارپوریشن د سعد محسني له موبي گروپ نه ۳۳٪ ونډه د نامعلومو پیسو په بدل کې لاسته راوړه او په رسمي توگه ور سره شریک شو. ددې معاملې په نتیجه کې د روپرت مدروک د نیوز کارپوریشن دری تنه اجرایوي مدیران په موبي گروپ کې ځای په ځای شول څې په مستقیمه توگه د موبي گروپ ټولو رسنیو کې د مشاورت او فیصلو حق لري .

د نیویورک تایمز ورځپاڼې د ۲۰۱۳ کال د جولای په میاشت کې یو راپور خپور کړ څې په هغه کې دا جوته شوې څې د موبي گروپ له جوړیدلو لس کاله وروسته اوس هم ددی کمپنۍ له ۵۰٪ څخه ډیره پانگه او پیسې له افغانستان نه بهر دوی ته په لاس راځي. ټینا براون څې د Daily Beast په نامه د یوې ورځپاڼې مسوله مدیره ده ٫ د ښاغلي محسني یوه بله مشاوره ده. ټینا براون سعد محسني ته په افغانستان کې د جنجالي خپرونو د خپرولو په برخه کې مشوره ورکوي : دا مشورې په طلوع تلویزیون کې د ښځو د گډا خپرول او نورو جنجالي خپرونو په هکله دي.

همدارنگه امرکایي جوزف راویچ د سعد محسني مالي مشاور دی. د سعد محسني استرالیایي مشاورین دا دي: ترودي ان تیرني ٫ موفي پاټر او شوان لینچ. د سعد محسني اړیکې له افغان او امریکايي چارواکو سره د ۲۰۰۷ میلادي کال اپریل په میاشت کې د طلوع تلویزیون او ښاغلي عبدالجبار ثابت (پخوانی لوی څارنوال) تر منځ ستونځې را منځ ته شوی. ښاغلي ثابت د سعد محسني د بند حکم ورکړلو خو سعد محسني په هغه وخت کې دوبۍ کې وه. کله څې څو ورځې وروسته ښاغلی محسني له خپل استاد (ټام فریسټن) سره یو ځای له دوبۍ څخه کابل ته را روان وه ٫ محسني د الوتکې له جگیدلو مخکې د جمهور رییس معاون (احمد ضیا مسعود) ته تیلیفون وکړ او ورته ویلي وه څې کیدای شي کابل ته په رارسیدلو د الوتکو په ډګر کې د پولیسو لخوا بندي شي او له مسعود نه يي غوښتي وه څې ۲۰ کسه په وسلو سمبال کسان د کابل هوایي ډگر ته ورولیږي څو سعد محسني له پولیسو بچ کړي. د محسني د الوتکې رارسیدلوسره سم ۲۰ کسه په وسلو سمبال کسان الوتکې ته ورجگ شول او ښاغلی سعد محسني یې ان تر خپل دفتره پورې ورساوه او پولیسو ته یې لار ورنکړه څې محسني بندي کړي.

جون بون د لندن د گارډین ورځپاڼې خبریال په ۲۰۱۰ کال کې په یوه مطلب کې داسې لیکي: ” ما له سعد محسنی سره مرکه لروبدله٫ پوښتنې مې ښې ډیرې تیارې کړې وې. کله به څې سعد محسني د کومې پوښتنې ځواب نلرلو او یا نه پوهیدو نو په یو وار به یې لوړو چارواکو ته تیلیفون وکړلو او زما پوښتنو ته به یې ځوابونه پیدا کړل. د مثال په توگه محسني د افغانستان د پارلمان رییس ٫ ښاغلي قانوني ٫ ته د یوې پوښتنې لپاره تیلیفون وکړلو. وروسته یې د جمهور رییس معاون ته زنگ وواهه او د مرکې تر پایه محسني د ملي امنیت له رییس ٫ د پارلمان یو شمیر غړو او یو شمیر نورو چارواکو سره زما د پوښتنو لپاره وغږیدلو”.

همدارنگه ریچارد انگل د NBC شبکې یو خبریال داسې لیکي: ” په ۲۰۱۰ کال کې کله څې ما په پاکستان کې د ملا عمر د بندي کیدلو په هکله له سعد محسني نه پوښتنه وکړه هغه سمدلاسه د امریکې د استخباراتو له یوه جگپوړي مامور سره ارتباط ټینگ کړ تر څو ددې خبر د رښتیا او یا درواغو په هکله له هغه څخه معلومات لاسته راوړي”.

ټام فرسټن هم د ریچارد هولبروک (د افغانستان او پاکستان لپاره د اوباما پخوانی ځانگړی نماینده) له خولې د سعد محسني د شخصیت په هکله داسې نقل قول کړی ده: ” سعد نه یواځې یو آزاده رسنیزه څیره ده بلکه یو ډیر په زړه پورې او موثره شخصیت ده. زمونږ په آند مهمه مسله دا ده څې سعد محسنی په یوه لویه او ژوره سیاسي لوبه کې له کرزي سره په ټکر ده”. د ۲۰۰۹ میلادي کال په ورځو شپو کې ٫ ښاغلی هولبروک سعد محسني ته داسې ویلي وه: ” دا کرزی د سپي ځوی ښه په بدو خلکو ته وروپیژنۍ ٫ په هر ځای کې ٫ په رادیو او تلویزیون کې ښه سم پروپاگند ورپسې وکړۍ او ښه يې بدنامه او رسوا کړۍ”.

د ریچار هولبروک او سعد محسني روابط دومره نژدې وه څې له مینې نه به یې یو بل ته مادر فککر یا د مور ښکنځلې په ټوکو کولې. د ۲۰۰۹ میلادي کال ټاکنې د امریکې پخواني دفاع وزیر ښاغلي رابرټ گیټس ٫ د خپلو خاطراتو نوي چاپ شوی کتاب کې په ښکاره ویلي څې امریکې غوښتل څې د ۲۰۰۹ میلادي کال د ټاکنو په ترڅ کې حامد کرزی له قدرت نه وشړي. دی لیکي څې په دې خامه دسیسه کې ریچارد هولبروک او پیټر گالبریت (د یوناما امریکایي الاصله معاون) شریک ول. رابرټ گیټس همدرانگه لیکي څې دا کار د امریکې لخوا یوه ډیره ناکامه او خامه دسیسه وه. هفه په پای کې لیکي څې مونږ (امریکا) خپل همکار (کرزی) بې له کو دلیل څخه بدنام کړ او خپل لاسونه مو د افغانستان د ۲۰۰۹ میلادي کال د ټاکنو په بدنامولو کې ککړ کړل.

د ۲۰۰۹ کال د ټاکنو په بدنامولو کې د طلوع تلویزیون ونډه تر ټولو مهمه او لویه وه او په همدې کال کې طلوع تلویزیون له امریکې څخه تازه مالي او تخنیکي مرستې لاسته راوړې. له امریکې څخه ددې مرستو پوره کچه معلومه نده ولې ویل کیږي څې د یواځې د کرزي په خلاف د پروپاگند اوتبلیغ لپاره ٫ امریکې سعد محسني ته ۲۰ ملیونو ډالر نغدې پیسې ورکړې وې.

کن اولیټا د نیویورک ټایمز خبریال لیکي: ” سره له دې څې سعد محسني هڅه کوي د طلوع تلویزیون په جوړیدو او پرمختگ کې د امریکې لاس پټ کړي ٫ خو حقیقت دادی څې له امریکې پرته به نه موبي گروپ وه او نه به طلوع تلویزیون. هغه زیاتوي څې امریکې د طلوع د خپرونو د هرڅه ښه والي او پرمختگ لپاره یوه هیلی کوپټر الوتکه سعد محسني ته سپارلې وه تر څو طلوع او د هغه کارکوونکي په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ میلادي کالونو کې تری گټه واخلي او خپلې خپرونې د افغانستان له گوټ گوټ نه چمتو کړي”.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عمر مختار الافغانی
میلمه
عمر مختار الافغانی

د اسلامي امارت په مبارک قیادت او مدبرانه مدیریت ویاړم ، دا پرېکړه باید تر مخه شوې وی ، خو اوس هم ناوخته نده او د رسنیو لنډغر مدافعین دې یو ځل د صلیب نوکرانو ته هم خوله ور واړوي چې زمونږ اسلامي رسنۍ ولې خپل ازاد فعالیت ته نه پرېږدي ، زما د فیس بوک اکاونټ په میاشت کې يو ځل بندیږي ؟ که د بیان ازادي واقعیت ولري مونږ ولې په بېلابېلو تورونو تورنوي؟ دوي هغه څه ته د بیان ازادي وايي چې ددوي تر شعار لاندې کار وکړي.

سلامت خان
میلمه
سلامت خان

په افغانستان کې طلوع ،يک او نور ټول تلوېزونه په بېلابېلو شکلونو د هماغې پروژې لپاره کار کوي چې طلوع او يک يې کوي، ددوئ د کار په طريقه او د خطاب په ژبه کې به فرق وي خو په خو هدف د ټولو سره مشترک دی او هغه د افغانستان دمسلمانې ټولنې فکر بدلول دي. دغه ټولې رسنۍ د پرديو له لوري تمويل او توجيه کېږي چې په سر کې يې امريکايان: اروپايان، استراليايان، ترکان، د ايران شيعه جمهوريت او نور کاونډي هيوانه دي. دوئ ټول يو حکم لري، البته دا مجاهدينو کمزوري ده چې ډېر وروسته او په… نور لوستل »