نظــر

سیاف، لودین او پاول فلاین!

sayaf lodin paul  پاول فلاين وايي: « موږ د اشغال په يوه نه ګټل کېدونکې جګړه کې ښکېل يو او څومره زر چې موږ د خپلو پخوانيو مؤتلفينو په څېر له افغانستان څخه خپل پوځونه راوباسو، هومره زموږ په ګټه ده. له بده مرغه زموږ حکومتونه په دې کې پاتې راغلي چې دغه حقيقت درک کړي او لا هم زموږ د سرتېرو ژوند په خطر کې اچوي او هماغه پخوانی منتر ، چې ګواکې په دې ډول به په برتانيه کې د ترهګرۍ ګواښ راکم کړي، تکراروي.» روهي ویب پاڼه، ۲۰۱۲ / ۱۰ / ۷
 کله کله منصف کافر هم حقایق درک کوي، حق او باطل پېژني، په دغه پورتني خبر کې ګورو چې پاول فلاین چې دبریتانیې په پارلمان کې دکارګر ګوند غړی دی، دې حقیقت ته رسېدلی چې ددوی واکمنان پر افغان ولس ظلم کوي، دهغوی هېواد یې اشغال کړی، او له خپلو واکمنانو نه غواړي چې له افغانستان نه دخپلو پوځونو په را ایستلو سره نور دغه اشغال ته دپای ټکی کېږدي.

 پاول فلاین یو کافر دی، مګر بیا هم دنورو انسانانو په څېر له خپل هېواد او خپلو خلکو سره مینه لري، دخپل هېواد ویاړونه او ملي ګټې ارزښت ورته لري، خپل تاریخ پرې ګران دی، نه غواړي چې ولس او هېواد یې په تاریخ کې دظالمانو په کتار کې ولیکل شي.
  داسې بریښې لکه دنوموړي چې دانساني خواخوږۍ له امله پر افغانانو زړه سوځېدلی وي، ضمیر او وجدان یې دا نه وي برداشت کړې چې پر یو چا دې ظلم او تېری وشي، که څه هم چې هغه ددوی تاریخي او عقېدوي دښمن وي؛ ځکه چې انساني فطري خواخوږي او همدردي يې په وینه کې خوځي را خوځي.
  او دا دقرآن کریم دعدل او انصاف اعجاز په ډاګه کوي، کله چې قرآن کریم دکافرانو ذکر کوي، دهغوی فجایع او بدۍ بیانوي نو دا هم ورسره وايي چې زیاتره کفار داسې دي، په دې معنی چې ټول داسې نه دي، یو څه پکې منصف هم شته، او دا هغه حقیقت دی چې وخت پر وخت یې مونږ ټول په ځينو ځایونو کې په ژوندۍ بڼه ګورو، چې همدا اوس يې پاول فلاین یوه ژوندۍ بیلګه کېدای شي.
 مګر ددې بر عکس ځینې هغه کسان چې ځان مسلمان بولي، ظاهرا په خوله کلیمه وايي، لمونځ کوي، رژوه نیسي، په قرآن کریم یو څه پوهېږي، الله جل جلاله یو څه علم ورکړی، دکافر او مسلمان تر منځ ددوستۍ او دښمنۍ په اصولو ښه پوهېږي، په دې ښه پوهېږي چې آیا کافر دمسلمان دوست کېدای شي او که نه؟  
   خو بیا هغه کافر چې دده پر کور یې یرغل کړی، دده کور یې اشغال کړی، عملا یې دکور او کلي واک ټول په خپل واک کې اخیستی، دغه کافر خپل دوست بولي! او وايي چې له کفارو او دوستانو سره یې جهاد کول له الله او رسول سره جګړه کول دي! سبحان الله!
که دوی په قرآن پوهېدای هم نه، وچ امپړ وای، نو بیا هم دایمان غوښتنه دا وه چې باید دالله له دښمن سره یې دښمني کړې وای، که یې ایمان دومره نه وای چې دېته ېې وهڅوي بیا نو کم ترکمه دانساني فطرت غوښتنه دا وه چې باید له خپل ټاټوبي، خپل کور کلي، هېواد، او خپل ولس سره یې مېنه درلودلې وای، دخپل هېواد او خپلو خلکو په اړه یې دمينې او خواخوږۍ اظهار کړی وای.
که دا هم نه وای نو کم تر کمه دپاول فلاین په څېر خو يې دخپل ور کړل شوي عقل له مخې دحق او باطل توپیر کړی وای، دیو چا پر کور تيري او ظلم ته خو یې دپاول فلاین په څېر تېری او ظلم ویلی وای، دیرغلګرو له خوا دګران افغانستان اشغال ته خو یې دپاول فلاین په څېر اشغال ویلی وای؟
 مګر نه، دوی کله هم داسې ونه کړل، بلکې بر عکس له اشغالګرانو سره جهاد ته یې ناروا جګړه وویله! داشغالګرانو په لاس له جوړې شوې ادارې سره جهاد ته یې له الله او رسول سره جګړه کول وویل!
له دوی نه الله جل جلاله دحق پيژندلو او حق ویلو توفیق اخیستی، او همدا دذلت او خوارۍ کندې ته د ورګوزارېدو نښه ده، دوی د ځینو کمزور او بې وسه بوډی ګانو په څېر هم نشول چې کم تر کمه دامریکايي اشغال مخالفت وکړي، ښېراوې ورته وکړي، مجاهدینو ته دعاګانې وکړي، بلکې دکافر دخوشحالولو لپاره یې په مسلمان پسې را اخیستې، لا دهغوی دګټو لپاره دالله جل جلاله سپېڅلی کتاب قرآن کریم تحریفوي، دهغوی تیري، وحشت او بربریت ته شرعي جواز را پیدا کوي،!! او دا په داسې حال کې چې خپله داشغالګرو ځینې منصفین دخپلو لښکرو دغه ناروا تیري ته اشغال وايي!

ليكوال: عبد الخبير جاهد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x