افغانستان

طالبان: د شمالي ولایتونو نظامي پرمختګ دي ګاونډیانو ته ګواښ نه بلل کیږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې۲۰مه، ۱۳۹۴ل): وروسته له هغې چې طالبانو د هېواد په شمال کې پرمختګونه وکړل، د دغې ډلې سیاسي دفتر په یوې تازه خپرې شوې خبرپاڼه کې د خپلو جنګیالیو د پرمختګونو هرکلی کړی. د طالبانو د سیاسي دفتر په خبرپاڼه کې د طالبانو وروستي پرمختګونه له دغې ډلې سره د «افغان ولس د ژورې مینې او پراخه خواخوږي او له اشغالګرو څخه د هغوی د کرکې او نفرت څرګندونه کوي» ګڼل شوي.

طالبانو په یادې خبرپاڼه کې د ګډ حکومت منځ ته راتګ د «ولس د ارادې پر خلاف» ګڼل شوی دی. طالبانو ویلي: «[ګډ حکومت] هره ورځ په لوی لاس د ولس سر او مال، عزت او آبرو تر پښو لاندې کوي، د دې پر ځای چې د ولس او هېواد د لوړو ګټو په اړه فکر وکړي، د خپلو شخصي، سلیقوي او ګوندي ګټو لپاره یې شپه او ورځ یوه کړې». طالبانو ویلي چې ګډ حکومت خپله ماته په تبلیغاتو پټوي.

د طالبانو سیاسي دفتر یو ځل بیا ګاونډیو هېوادونو ته ډاډ ورکړی چې د دوی له خوا ورته کوم ګواښ نه پېښېږي. د طالبانو مشر، ملا اختر محمد منصور هم په وروستیو کې د هېواد شمالي ګاونډیانو ته ډاډ ورکړی و چې د دوی پرمختګونه هغوی ته ګواښ نه دي. طالبانو په دغه خبرپاڼه کې ویلي: «اسلامي امارت د انساني ارزښتونو او اسلامي اصولو له مخې له خپلو ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د حسن جوار د اصل په اساس د ښو او مثمرو روابطو غوښتونکی دی».

طالبانو ویلي، په دې اړه د دوی پر ضد تبلیغات کېږي او دغه تبلیغات « هېڅ اساس نه لري».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مصطفی

اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته بعد سیاسی دفتر چه زما دا پوشتنه ده چه هغه مجاهدین دا شل کاله مهاجر شوی دی قربانی ورکری امارت صفونه کشی چه افغانستان که اسلامی نظام قایم شی بیا زمونژ سره امارت اسلامی مرسته کوی چه ماورالنهر که هغه کمونیستی نظامونه قایم دی چه حتی لمونز هم جرم ده نو بیا د کمونیستی نظاموته ستاسو اطمینان هغه مظلومو مسلمانانو سره ستره جفا نده

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x