
نيمروز: خاشرود کې دوو پولیسو خپل ۹ ملګري وژلي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): د نیمروز ولايت په خاشرود ولسوالۍ کې دوو پولیسو د ټوپک شپېلۍ پخپلو ملګرو ور اړولې نهه تنه يې وژلي دي.
وسله والو طالبانو د بريد مسوولیت منلی او بريدګر يې خپل « نفوذي ملګري» بللي دي، چې له بريد وروسته روغ ور رسېدلي دي.
دغه بريد د يادې ولسوالۍ په غورغوري سیمه کې د ځنځير پوسته کې تېره شپه رامنځته شوې ده.
وسله وال طالبان وايي چې په بريد کې ګڼ نور پولیس هم ټپیان شوي دي او د دوی د ملګرو او نورو پولیسو تر منځ جګړه هم شوې ده.
دوی رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې لیکلي: «له برید وروسته دواړه مجاهدین په بریالیتوب سره ددښمن له یوه ثقیل ، یوچریکي هاوان ، ۳کلاشنکوفونو سره روغ رمټ ترمجاهدینوپوري راورسیدل.»
تر دې وړاندې هم ورته خپل منځي بريدونو ګڼه مرګ ـ ژوبله اړولې ده، چې د پوځي شنونکو په باور دا ډول بريدونو د امنیتي ځواکونو تر منځ خپل منځي باور خورا کمزوری کړی دی.