fbpx
اربکیان
تصویر؛ ارشیف

سرنوشت: کندوز کې اربکيانو د خلکو کورونه لوټ کړل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): نږدې دوه اوونۍ وړاندې طالبانو د کندوز ولایت پر مرکز بريد وکړ او له لنډې جګړې وروسته يې ونیو.

دولتي سرچينو د طالب ځواکونو له لوري په ښار کې د عامه او دولتي شتمنیو د لوټ خبر ورکړ، خو وسله والو طالبانو او د سیمې اوسېدونکو دغه څرګندونې رد کړې.

کابل ښار ته له کندوز نه را کډه شوي کډوال وايي چې د دوی کورونه د حکومتي نظامي چارواکو او ځايي اربکيانو له لوري لوټ شول او دوی له سیمې وتلو ته اړ کړل شول.

له کابله خپرېدونکې خپلواکه ورځپاڼه سر نوشت، د عایشې په نوم د یوې مېرمنې له خولې لیکلي چې تېره ورځ ورته حال ورکړل شو، چې د دوی کور د ځايي اربکيانو له لوري چور شوی دی.

سرچينه په کندوز کې د خپلواک خبريال عتیق الله په حواله هم لیکلي دي چې د کندوزویانو د لوټ لپاره له بغلان، بدخشان او تخار نه هم مشهور اربکي قومندانان له خپلو ملګرو سره راغلي دي.

تر دې وړاندې په ولسي جرګه کې هم د کندوز د خلکو استازو وویل چې په کندوز کې طالبانو ولسي وګړو ته زیان نه دی اړولی، خو د دولتي عملیاتو په مهال ګڼ کورونه لوټ شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي چې دوی تر اوسه د دولتي عملیاتو په مهال د خلکو د کورونو د لوټ په اړه څه نه شي ویلی.

ګڼ پوځي شنونکي هم د کندوز د سقوط علت په دې سیمه کې د اربکيانو له لوري وحشت او لوټ په ګوته کوي.

په کابل ښار کې د کندوز کډوال هم ورته څرګندونې کوي او په وينا يې ځايي اربکيانو تل د خلکو په لوټ شپې سبا کړي دي، خو ځايي چارواکو يې د محاکمې پر ځای کلک ملاتړ کړی دی.

یاده دې وي په کندوز ولایت کې لا هم جګړه روانه ده، چې د جګړې دواړه لوري ضد او نقیض راپورونه ورکوي، خو د ځايي خلکو په وینا په ښار کې څو نقطې دولتي ځواکونو نیولې دي او لا هم د بهرنیانو له لوري په عامه مېشت ځایونو درنه بمباري روانه ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د