طالبان

ملګري ملتونه: طالبان د ۲۰۰۱م واک او ځواک ته ورګرځېدلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): د ملګرو ملتونو د ادارې څخه په خپره شوې یوه څیړنه کې ویل شوي چې طالبان اوس یو ځل بیا په افغانستان کې هغسې خپاره شوې، لکه څرنګه چې په ۲۰۰۱ کال کې وو.

د نیویارک ټایمز (امریکايي رسنۍ) له خبر سره سم د ملګرو ملتونو د وروستیو معلوماتو او له سیمه ایزو چارواکو سره د مرکو پر بنسټ ترسره شوې څیړنه کې دوی ته دا جوته شوې چې طالبان یو ځل بیا د ۲۰۰۱ قوت ته ورګرځېدلي.

د ځايي چارواکو په وینا د امنیتي ستونزو له کبله د ملګرو ملتونو د یوناما ادارې له خپلو ۱۳ ولایتي مرکزونو څخه څلور دفترونه په بشپړه توګه تړلي.

له راپور سره سم د ملګرو ملتونو د مختلفو ادارو څخه د امنیتي وضعیت په اړه راټول شوي هغه معلومات چې د کندز تر سقوط وړاندې د سپتمبر په میاشت کې را ټول شوي، ښکاره کوي چې د ملګرو ملتونو چارواکو د افغانستان نیمايي برخه د امنیتي لحاظه خطرناکه او ډیره خطرناکه بللې، چې دا کچه د کندز د سقوط او همدارنګه د هیواد په ګوټ ګوټ کې د طالبانو د بریدونو او پرمختګونو له کبله لا زیاته شوې.

د نیویارک ټایمز د راپور پر ارساس د ملګرو ملتونو اداره خپل دغه معلومات د رسنیو سره نه شریکوي، بلکې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د ایتلافي هیوادونو سره یې په پټه شریکوي.

ورځپاڼه زیاتوي چې د ملګرو ملتونو دغه راپور د امریکايي قومندان جون کامپیل د هغې ادعا په خلاف معلومات ورکړي چې نوموړي د کانګریس په وړاندې وکړه او ويې ویل چې «افغان ځواکونه په میړانه د طالبانو په خلاف جنګیږي او دوی اوس هم په اوضاعو واکمن دي، پلازمینه، د هیواد ټول ولایتي مرکزونه او د ولسوالیو مرکزونه د دولتي ځواکونو په لاس کې دي».

له راپور سره سم د افغانستان په ډیرو ولسوالیو کې افغان چارواکي په نښه کیږي، هغه لویې لارې چې د ټول افغانستان ښارونه یې سره وصل کړي، په ډیرو ځایونو کې د طالبانو په لاس کې دي او اکثره پر دغو لارو باندې افغان چارواکي د طالبانو له لوري په نښه کیږي.

طالبان دغه لاري تړي، چې وروستی مثال یې په بغلان ولایت کې د دوشي او بغلان جدید په ولسوالیو کې د دولتي ځواکونو د لویو لویو کاروانونو پر مخ کندز ته غځېدلې د لويې لارې تړل وو.

راپور کاږي چې اوس افغان جګپوړي چارواکي د طالبانو له ویري د ولایتونو تر منځ غځېدلي لویي لاري نه کاروي.

د نیویارک ټایمز له تفصیلي راپور سره سم د هیواد ډیرې ولسوالۍ تش په نامه د دولت په لاس کې دي، خو د دغو ولسوالیو تر مرکزي ودانیو پرته دولت نور هیڅ هم په لاس کې نه لري.

د روزګان ولایت د چارچینو ولسوالۍ امنیه قومندان سید ولي داد نیویارک ټایمز ته وویل:

«مونږ د تيښتي یوه لاره هم نه لرو، که مونږ ته د تیښتې لپاره یوه تنګه لاره هم برابره شي، مونږ به د یوې ثانیې لپاره هم په ولسوالۍ کې پاتې نه شو. دولت په حکومت کولو کې نور ناکامه دی، اوس ښه وخت دی چې طالبانو ته واک پرېښودل شي».

جنرال جون کامپیل د کانګریس د امنیتي کميټې په وړاندې څو ورځې وړاندې ویلي و چې د افغانستان دولتي ځواکونو یو ځل بیا هغه سیمې تر خپلې ولکې لاندې راوستي، کومې چې په تیره موده کې یې له لاسه ورکړې وې، لکه د موسی قلعه، نوزاد، سنګین او کجکي ولسوالۍ.

نوموړي وویل چې دغه ټولي سیمي د طالبانو څخه بیرته تر ګوتو شوي او په خبره یې، هلته اوس د دولت واک چلیږي.

خو د موسی قلعه ولسوال حاجي محمد شریف یادې ورځپاڼې ته وویل: «دولتي ځواکونه یوازې د ولسوالۍ په مرکزي تعمیر واکمن دي، د تعمیرونو څخه دباندې هیڅ فعالیت نه شي کولای، د طالبانو له ویرې هیڅوک د ولسوالۍ د ودانیو څخه د باندې حرکت نه شي کولای».

له راپور سره سم د ملګرو ملتونو ادارې د افغانستان د څلورو شمالي ولایتونو څخه خپل ټول کارکونکي او د هغو کورنۍ رایستلي، او خپل مرکزي دفترونه یې د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد، کندز، د فاریاب ولایت په مرکز میمنه او په پل خمري کې تړلي دي. که څه هم د ملګرو ملتونو ادارې د څلورو مرکزونو تړلو خبر رسما نه دی منلی، خو د نیویارک ټایمز په وینا ځايي چارواکو ددې خبر تایید کړی.

له راپور سره سم د روزګان ولایت امنیتي وضعیت ته په کتو داسي ګمان کیده چې د طالبانو په لاس به تر ټولو لومړی د روزګان مرکز سقوط وکړي، ځکه چې ددغه ولایت په پنځو ولسوالیو طالبان بشپړ واکمن دي، او یوازې مرکز تر اوسه څه نا څه خوندي دی.

د خاص روزګان ولسوالۍ مرستیال عبد الحمید نیویارک ټایمز ته وویل: «مونږ په خاص روزګان کې ۵۷۰ پولیس درلودل، مګر اوس د ولسوالۍ په مرکز کې یوازي ۷۵ کسان راپاته دي، نور ټور یا ووژل شول، یا تسلیم شول او یا هم وتښتېدل».

نوموړي زیاته کړه: «مونږ اوس هم د ژوندي پاته کیدو لپاره جنګیږو، مونږ ته په اوسني وضعیت کې هم د دولت لخوا توجه نه کیږي، که چیري وضعه پر خپل حالت پاته شي، نو ډیر ژر به ولسوالي د طالبانو لاس ته ولویږي».

ورته خبري د روزګان ولایت د دوه نورو ولسوالیو چارواکو هم کړي. د چوره او دهراود ولسوالیو چارواکي هم د طالبانو د پراخېدونکي نفوذ څخه سر ټکوي.

ورځپاڼه وايي چې د فاریاب ولایت په مرکز میمنه کې خو دا ځل دولتي ځواکونه د امریکايي ځواکونو د بمبار په مټ وتوانېدل چې د طالبانو د تیري اونۍ په عملیاتو کې د مرکز ساتنه وکړي، خو طالبان اوس هم د مرکز شاوخوا فعالیت لري.

د فاریاب د ولایتي شوری غړي سید عبد الباقي هاشمي نیویارک ټایمز ته ویلي چې د ملګرو ملتونو ادارې خپل ټول کارکوونکي د موقتي مودې لپاره د فاریاب څخه د مزار شریف په لور ایستلي، او زیاته کړې یې ده چې دوی د ولسي ملاتړ په مټ کولای شي چې د خپل ولایت له مرکز څخه دفاع وکړي.

هېره دې نه وي چې تېره اونۍ طالبانو پر افغانستان د امریکايي ځواکونو د پوځي برید د څوارلسمې کالیزې په مناسبت اعلامیه خپره کړه او امریکایان یې په افغانستان کې خپلو موخو ته په رسېدو کې ناکامه وبلل. طالبانو ویلي و چې امریکا نه یوازې په افغانستان کې خپلو موخو ته ونه رسېده بلکې برعکس پایله یې ترلاسه کړه. طالبانو زیاته کړې وه: «د امریکایانو د هیلو برخلاف د اسلامي امارت مجاهدین د خپلې واکمنۍ تر مهال اوس له پوځي لحاظه له امریکایانو او د هغوی له ایتلافیانو سره د مقابلې ښه ځواک او توان لري».

د طالبانو د واک او ځواک دغه راپورونه په داسې حال کې ورکول کیږي چې له ۲۰۰۱م کال وروسته یو ځل بیا طالبانو د هیواد په ګڼو سیمو کې پراخ شتون موندلی او پر ولسوالیو سربېره یې په لویو ښارونو کې د دولت واکمني ننګولې او له ګواښ او انديښنو سره مخ کړې.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمود
میلمه
محمود

دیره مننه. خوندور راپور وو

الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

که دغه راپور ته پوره څیړنه وشی ، همدا راپور د اسلامی امارت د اخری سترو بریاوو او د نړیوال استعمار ( چه په راست کی یی انګریزان او امریکایان قرار لری ) د اخری سترو د ماتی او تیښتی وخت دی یعنی همدغه چه دوی وایی چه مونږ د ملګرو ملتو په فرمایش راغلی یو ، اوس هماغه د ملګرو ملتو له خوا ورته د پوره شرمیدلو ماتو زیری او رسمی اعلامیه خپره شوه . د لویو قدرتو سره جنګ کولو کی د دی اړه نه شته چه هغوی تر کوره وځغلوی همدا چه مالی ستونزو سره مخ او… نور لوستل »