نظــر

د یو کندزي وګړي لیک ولسمشر اشرف غني ته!

لیکوال: (استاد شمس الحق)

د افغانستان د شمال له اوسني حالت څخه د سولې له پاره د ګټې د اخستلو یو طلایی چانس

ډیر قدرمن، ګران او محترم ولسمشر ښاغلی محمد اشرف غنی احمدزی صاحب

د افغانستان د اسلامی جمهوریت رئیس

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!

خپل احترامات او نیکي هیلې ستاسي درانه حضور ته وړاندي کووم.

غواړم د یو افغان او د کندز ولایت د یو اوسیدونکي په صفت د افغانستان د شمال او د کندز ولایت د اوسنی وضعیت په نتیجه کې د سولې په موخه خپل تصور له تاسي سره په لاندي ټکو کې شریک کړم:

ددی پر ځای چه د کندز ولایت د یو څو کیلو متره مربع ساحې د نیولو په موخه د ملي اردو او پولیسو په لس هاوو غړي د ځان او سر قرباني ورکړي او تر څنګ یې نور ډیر ملکی افراد ووژل شي، ښه به دا وي چې د کندز ولایت په بشپړه توګه طالبانو ته پرېښودل شي.

د غذایې او نورو اړینو موادو او اجناسو د انتقال او د خلکو د عادي تګ راتګ له پاره دي ولایت ته ټولې لارې خلاصې وساتلای شي.

حکومت دي د پخوا په څیر ولایت ته عادي بودیجه هم واستوي تر څو اړوند ملکي ارګانونه ( لکه معارف و غیره) خپل فعالیتونه پر مخ بوځي.

حکومت دي دغسي ګام د خپل ځان له پاره عار او کمزوري ونه بولي بلکې دا کار په واقعیت کې د حکومت د لوی ظرفیت ښکارندوی دی. کله چې د افغانستان نوري ډیري پراخې سیمې ددوی (مسلح طالبان) د ولکې لاندي دي نو هیڅ خبره نه ده که ددي پراخو سیمو سره یو څو کیلو متره مربع ساحه نوره هم یو ځای شي.

د کمونسټانو د وخت وروستي مشر ډاکټر نجیب الله هم ځینې ولایتونه (لکه تخار، کونړ، خوست و غیره) خپلو وسله والو مخالفینو ته په بشپړه ډول خالي کړي وو.

ددی کار یوه فایده به دا وي چې یو خو به د کندز ښاریان د آوارګۍ او سختې وژونکي یخنۍ څخه په راروان ژمي کې خپل اولادونه او کورنۍ وژغوري.

بله ستره فایده به یې داوي چې د طالبانو د دویمې او دریمې کټه ګورۍ قیادت به (د دوی د کورنیو په شمول) دلته په تدریج سره راټول شي او دولت ته به زمینه برابره شي چې د اسلام آباد، دوحی، دوبۍ او چین و غیره ځایونو پر ځای ددوی سره د سولې له پاره له نږدې څخه تماسونه او مذاکرات ولري. په دي حالت کې به له یوې خوا تماسونه او تفاهمونه اسان وي او له بل پلوه به د پردیو اغیز او تاثیر پر طالبانو کم وي.

ددې کار بله فایده به داوي چې د طالبانو یوه مهمه برخه (قیادتونه او ددوی منونکي) به د خپلو کورنیو سره په ښاري سیمو کې ژوند وکړي، بچیان به یې مکتبونو ته ځي، د جنګ حالت ته ورننوتل به د دوی له پاره یو غیر طبعي او مشکل حالت وګرځي او په دی توګه به د جنګ پر ځای ددوی سره د سولې او امن احساس پیاوړی شي.

دا کار اګر چه ډیري حوصلې او صبر ته ضرورت لري خو که واقعیتونو ته وکتلای شي آخر به هم یوه ورځ ( اګر که پنځوس کاله وروسته وي ) دا کار ترسره کیږي خو په داسي وخت کې به دا ترسره شي چې ډیر افغانان به وژل شوې وې او د دی موجوده حکومتونو نوم او نشان به هم نه وي ( لکه چه په تیرو پنځوسو کلونو کی د تیرو نهو حکومتونو ( له مرحوم محمد ظاهر شاه څخه نیولی تر مرحوم ملا محمد عمر پوري) نوم او نشان هم اوس نشته دی). نو ښه به دا وي چه د نلسن منډیلا په څیر (چې په خپله بزرګۍ، قربانۍ، ایثار، صبر، زغم، تنازل او عدم انتقام په سیاست یې د یو ولسمشر په توګه د جنوبی افریقا د سپین پوستو او تور پوستو اوږدې جګړې ته د تل له پاره د پای ټکی کیښود او تور پوستان او سپین پوستان یې سره وروڼه کړل  ) دا تاریخي کارنامه او ویاړ تاسي ترلاسه کړئ او په دي توګه له څلورو لسیزو څخه روان ناورین ته د پای د ټکي د اېښودلو له پاره یوه ستره قرباني ورکړئ.

د دنیا ژوند او حکومت کله هم دوام نه لري نو ښه به دا وي چې ولس او راروان نسلونه د یو څو افرادو د یو څو ورځو د واکمنۍ له پاره قرباني نه شي.

حتی ډیره ښه به داوي چې د کندز ولایت تر څنګ د تخار، بدخشان او بغلان ولایتونه هم مسلحو طالبانو ته پریښودلای شي، دغه ولایتونه دي هم د کندز په څیر په عادي بودیجه اکمال او سپورټ کړای شي، مخالفو وسلوالو ته دي عملي اطمنان ورکړای شي چه دوی د دولت له هر ډول بمبار او هجوم څخه په امان کې دي تر څو د یوي داسي فضا د جوړیدلو په نتیجه کی د دوی د اول صف قیادتونه هم د یو با عزته او محفوظ ژوند په موخه  له پاکستان او نورو ګاوندیو هیوادونو څخه د افغانستان همدغه سیمو ته راشي.

د دوی ټولو وګړو ته دي ډاډ ورکړای شي چې د عادی تګ راتګ له پاره د حکومت تر ولکې لاندي ټولې سیمې د امن او مصؤونیت سره ددوی په خدمت کي دي.

څومره خلکو مو د سولې په ارمان له دي دنیا څخه سترګې پټې کړي. نوی نسل په جګړو کې رالوی او سپین ږیري شول. راځئ چې:

1.    لوی ظرفیت ښکاره کړو.

2.    واقعیتونه ومنو او له دي بې ځایه خوش باوري څخه ځان وباسو چې افغانستان به د زور په استعمال سره ارام کړو. که په زور د افغانستان راجوړول ممکن وای نو دا کار به انګریزانو، روسانو او بیا امریکایانو ارومرو کړی وای.

3.    څومره به ښه وي چې قرباني ورکړو، ایثار او تنازل وکړو او د یو څو ورځو د موقتي حکومت څخه د دي ستر هدف او ملیونونو انسانانو د ژوند د ژغورلو له پاره تیر شو. هغه حکومت چې یوه ورځ به ارو مرو پنا کیږي.

4.    دا به له حکمت او پوهي څخه ډک ګام وي چې  خپل وسله وال مخالف طالب ورور ته چه د افغانستان له پنځوس سلنه څخه زیاته برخه په واک کې لري تنازل وشي، له هغه څخه د تسلیمیدو د غوښتني پر ځای د هغه سره مخلصانه او صادقانه خبرې ترسره شي او بزرګوارۍ ته کله هم د شرم او کمزورۍ په سترګه ونه کتل شي بلکې دا په حقیقت کی یو ډیره ستره بهادري او قهرماني ده.

5.    په دي باید یقین ولرو چې د ټول افغانستان د ټول عمر واکمني د یو افغان په مرګ هم نه ارزي.

6.    په دي باید باور ولرو چې امریکا، نور اړوند قوتونه او ګاونډیان کله هم په افغانستان کی امن نه شي راوستلای. د خپل کور مشکل باید په کور دننه حل کړو.

خدای جل جلاله دي  وکړي چې زما په دي لیک تاسي خوا بدي نه شئ.

په درنښت

(استاد شمس الحق)
11 – میزان 1394 هش
11 – اکتوبر 2015م
کابل – افغانستان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mha

It is very good suggestion but I don’t think Shorai Nizar, Northern Alliance, Some of Mujaheddin Commanders and Warlords will agree with this.because they care about the power and money more than the country and the people.

Jamil

Ustaza;
Da chi ta ta faqeer ghani dir qadarman, gran aw mohtaram wolas masher khkari,salam aw da pak Allah(swt) rahmat aw barakat ham warligi.
Yaw shei pa yad walara Ustaza chi par Afghanano khpal deen dir gran di aw dui par Allah(swt) gran di,pa hessab da molko, pa di tir 35 kalo ki e la hamdi molka dir shaheedan warwaghokhtal.
Ustaza ka da khwabadi khabari wanaki bawari waossa chi sok ba darna khwabadei na shi

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x