افغانستان

کندهار: د ملګرو ملتونو د دفتر کارکوونکې وژل شوې ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): د کندهار ښار په څلورمه امنیتي حوزه کې د ملګرو ملتونو د دفتر کارکوونکې په ډزو وژل شوې او بريدګر تښتېدلی دی.

د کندهار ځايي چارواکي وايي چې پېښه د څلورمې حوزې اړوند په ارګ سیمه کې رامنځته شوې ده او د یوناما کارکوونکې ځای پر ځای وژل شوې ده.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک وايي چې برید ګر له سیمې وتلی، خو په وینا يې پلټنې پسې روانې دي.

ویل کېږي د یوناما وژل شوې کارکوونکي تورپېکۍ الفت نومېږي چې د ملګرو ملتونو د دفتر د سويلي حوزې په سیاسي برخه کې يې کار کاوه.

۳۳ کلنې تورپېکۍ الفت له شپږ کلونو راهیسې په یاد دفتر کې کار کاوه، چې څو ځله پرې د بريد د هڅې خبرونه هم ورکړل شوي و.

دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې له فارياب ولایت نه هم ملګرو ملتونو خپل ټول کارکوونکي وویستل، چې علت يې نا امني په ګوته شوې ده.

په کابل کې د امریکا سفارت هم خبر ورکړ، چې په پلازمېنه کابل کې د ملګرو ملتونو دفترونه خوندي نه دي او په وينا يې ولسي وګړي باید له دې دفترونو سره څېرمه له تګ راتګ نه ډډه وکړي.

تر اوسه چا د ملګرو ملتونو د دې کارکوونکې د وژنې مسوولیت نه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x