نظــر

د طالبانو ناوخته خو پرځای اقدام

لیکوال: جیلاني پښتون

نن مې په رسنیو کې ولیدل چې طالبانو د طلوع او یک ټیلویزوني شبکو په وړاندې د پوځي اقدام ګواښ کړی او دغه شبکې یي په خپلو پوځي موخو کې داخلې کړې دي.

د یوه مسلمان او افغان په حیث زه د طالبانو له دې اقدام څخه هرکلی کوم او د وخت مناسب یو ضروري او پرځای اقدام یي بولم .

امریکایي شیطاني رسنۍ په خاص ډول طلوع او یک تیلویزونې شبکې هغه د فساد او فتنو منابع دي چې د افغانستان خلکو، دیني او کلتوري ارزښتونو ، ملي وحدت، کورني نظام ، اخلاقي چاپیریال او لنډه داچې هر اړخ ته یې داسې زیانونه اړولي چې جبیره کول یې د لسیزو نه بلکې د پیړیو خبره ده.

همدې رسنیو د هر درانه افغان کور ته د بالیووډ او هالیووډ کړکۍ ورخلاصې کړې، د هر افغان زلمي ذهن ته یې د هند او اروپا فلمي ډمان د آیډیالونو په حیث ور واچول، هر درنې افغانې پیغلې ته یې د کفر لوڅ، لنډغر او مختلط کلتور د یوه پرمختللي او معیاري کلتور په حیث ورمعرفي کړ، د افغان نسل له بدنه یې خپل ملي لباس ویوست او د غرب نیکر یې ورواچول.

د ستاره افغان د بدنامې خپرونې په توسط یې دکابل په سلګونو زلمي او پیغلې د ډمتوب په رنګ ورنګول، ډمتوب ، رقص، سندرې او دغسې نور پریوتي کارونه یې نوي نسل ته د هنر، تمدن او پرمختګ په حیث معرفي کړل، همدا لومړني تیلویزونونه وو چې ښځینه خبریالانو یې په ډیر جرأت له سره حجابونه وغورځول او ښځې په کې لغړې اوږې د نارینه وو منځ ته راووتلې، د رومي رقص او خیاباني کنسرتونو غوندې پریوتي او شرمنده پروګرامونو همدې رسنیو په دې درانه هیواد کې ترویج کړل .

دا چې ددې ټیلویزوني شبکو په خاص ډول طلوع تر شا د امریکا د سفارت مضبوط لاس و، د حامدکرزي د فرهنګ وزیرانو که هرڅومره کوښښونه وکړل مګر یوه ذره یې هم دغه فرهنګ ضد چینلونه له خپل مسیر څخه وانه ړول ، دا د نړیوالي یهودي تبلیغاتي مافیا له مشر مرډاک سره پېیلي خبري شبکې چې د هیچا زور پرې نه رسیده او په تیرو څوارلسو کلونو کې یې په خلاص مټ د افغان اسلامي کلتور وځاپه، ملي فرهنګ یي مسخ کړ، مقدسات یې مسخره کړل، په دیني اقدارو یې برآلا ریشخند وواهه ، د خلکو شخصي حریمونه یې مات کړل، شخصیتي وژنې یې وکړې او لا هم دغه بدنام مسیر تعقیبوي چې وروستی جنایت یې د کندز د لیلیې په پیغلو حیثیتي تجاوز و چې په دروغو یې د زبر زنا تور ورپورې غوټه کړ.

په داسې حال چې نور له حکومتي چارواکو او فرهنګ وزارت څخه ددغو فتنه ګرو شبکو د مخنیوي امید له منځه تللی و، یوازې طالبانو ته تمه وه چې ددین ، هیواد، کلتور ، افغانیت او ملي وحدت ددغه دښمنانو غړۍ ورباندې تاو کړي .

طالبان سره له دې چې تیر څوارلس کاله چوپ وو مګر اوس یې چې ددې افغان ضد تیلویزوني شبکو پرضد علني ددښمنۍ اعلان کړی موږ ورته هرکلی وایو او شخصا زما په وس خو چې هرڅه پوره وي دفساد ددې منابعو په بیخ کنۍ کې به خپله مرسته ترې ونه سپموم.

د افغانستان له متدین اولس خصوصا د کابل ښار له اوسیدونکو، فعالانو، سیاستوالو او ټولو دردمندو افغانانو څخه زما هیله ده چې د طلوع او یک شبکې په ضد د افغانانو داحساساتو راپورته شوې څپه یو غنیمت وبولي، دغه احساسات باید په اغیزناکه توګه رهبري شي ترڅو ددې شبکې په بندیدو سره د فساد دغه کړکۍ وتړل شي.

د طلوع او یک کارکوونکي که په زړه کې یوه ذره اسلام او افغانیت هم لري نور باید له دې شبکو څخه ځانونه ګوښه کړي، په دې حساسو شرایطو کې به ددوی استعفاء ددوی تاریخي کارنامه وي او ددغو شبکو د ناکامۍ اوسقوط لامل به شي.

راځئ د فساد او خشونت ددغو تولیدوونکو شبکو په ضد سره یو لاس شو او دغه د فساد چینې وچې کړو .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
khalid

محترم لیکوال صاحب د اسلامی امارت ‌ډیر عالی پرځای او زما په نظر پر وخت اقدام مونږ یی ملاتړ کوو

محمد نذیر تنویر

تصمیم عالی و قابل قدر!
—————————
بلی! غده های سرطانی، از بدنه ی این ملت باید دور ساخته شوند!
اینها ویروس ایدز هستند که توسط آمپول های امریکایی به بدنه کشور ما تزریق می گردند!

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x