fbpx

د احد دغزا اتل طلحه رضي الله عنه

http://t0.gstatic.com/images?q=tbn:ANd9GcSbd00YGfGDg_N1eC6PS0RQS4T1hGyW4bgqD4MhlDlDr3a3dWEkwgنوم او نسب :

طلحه بن عبیدالله بن عثمان بن کعب القرشي التیمي المکي یې نو او ابومحمد یې کنیت دی ، دی له هغو لسو صحابه و رضی الله عنهم څخه دی چې په دنیا کې رسول الله صلی الله علیه وسلم دجنت زیری ورکړی و، رضی الله عنه .

د ده روایات :

له طأحه رضي الله عنه نه څو حدیث روایت شوې دې ،چې په مختلفو کتابونوکې راغلي دې لکه په “مسند بقي بن مخلد” کې یې له مکررو روایاتو سره اته دیرش روایات راغلي دې . داراز دوه حدیثونه یې بخاري اودری یې مسلم راخیستي دې او دوه یې دواړو راخیستي دې ، له ده نه دده زامنو : یحي ، موسي او عیسي روایتونه کړې دې داراز السائب بن زید ، مالک بن اوس اونورو روایتونه کړې دې

د طلحه رضی الله عنه څیره

ابوعبدالله بن منده وایې : دی غنم رنګی و ډیر ویښتان یې لرل ، ویښتان یې نه ډیر ښوی او نه ول لرونکي وو، ښایست مخ یې و ، تیز تګ به یې کاوه او ویښتان یې نه رنکول ،

د ده زوی موسي وایې : زما پلار له رنګه سپین او سوروالي ته مایل و ، ټیټوالي ته نږدې د منځني قد خاوند و، لویه سینه یې وه دولیوپه منځ کې یې پراخې وه قوې پښې یې وې او په ډیر اتیات به یې دمخاطب خبره اوریدله .

د طلحه رضی الله عنه اسلام

دی له هغو کسانو نه دی چې داسلام په لومړیو شپوکې یې اسلام ته غاړه ایښې وه او له السابقینو نه شمیرل کیېږې ، ده په بصره کې تجارت کاوه هلته یې یو صالح راهب وموند هغه ورته وویل : په مکه کې به یورښتینی پیغمبر پیداکیږې او وخت یې رانږدې شوی دی ، هغه راهب ده ته وویل چې دهغه ملګرتیابه کوې ، کله چې خپل ښار مکي ته راستون شو په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندي دوحي دنازلیدو خبرې یې واوریدلي ، سمدستي ابوبکر الصدیق ته ورغی څو له هغه حال معلوم کړې ، اوهغه یې په داسې حال کې وموند چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په څنګ کې ولاړ و او په هغه یې ایمان راوړی و ، نوباور یې راغی چې دا دواړه خامخا په حق باندي سره یوځای شوې دې له ابوبکر سره یوځای رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغی او ایمان یې قبول کړ ، طلحه رضی الله عنه داسلام په لاره کې یې ډیرې زیاتي ستونزي ګاللي دې ، دبدر دغزاپه مهال دی په کوم تجارتي سفرشام تللی و او ویې نشوی کولی برخه پکي واخلي نو ډیرخپه شو او کله چې راستون شو رسول الله صلي الله علیه وسلم په غنیمت کې برخه ورکړه.

نور بیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د