
د بلیک بیري (BlackBerry) د راتلوونکی سمارټ فون تصویرونه خپاره شول (تصویرونه)
نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۲۰مه ۱۳۹۴ل): د بلیک بیري نوی سمارټ فون چې بلیک بیري پریو نومول شوی یو له هغو سمارټ فونونو څخه دی چې زیات شمیر کاروونکي يي بازار ته د وړاندې کیدو په انتظار دي.
له دې وړاندې د دغې سمارټ فون ځینې عکسونه چې ډیر واضحه نه ول خپاره شوي ول. اوس د ټکنالوژي د برخې ځینو مشهورو پاڼو کې د دغې سمارټ فون ځینې واضحه تصویرونه خپاره شوي چې کولی شئ د همدې راپور په پای کې يي وګورئ.
د دغې سمارټ فون ځانګړتیاوې هم افشاء شوي کوم چې له وړاندې کیدو څخه مخکې توانیدلی د یو شمیر کاروونکو توجه جلب کړي.
دغه سمارټ فون ۵.۴ انچه ډسپلې لرلو سره ۱۴۴۰*۲۵۶۰ ریزلوشن لري. په دغه سمارټ فون کې ایس او سي ۸۰۸ سنپ ډراګن (SoC 808 SnapDragon) ډوله پروسېسر ځای پر ځای شوی.
د بلیک بري بازار ته وړاندې کیدوونکی دغه سمارټ فون ۳ ګیګابایټه رېم لري. د دغې سمارټ فون د فایل ثبتونې وړتیا ۳۲ ګیګابایټ دی او اصلي کامره يي ۱۸ میګاپکسله ده.
بلک بیري کمپنۍ خپل د دغې سمارټ فون بیه ۶۳۰ امریکايي ډالره ټاکلې. هیره دې نه وي چې دغه کمپنۍ له ماتې سره مخ دی او پخواني سمارټ فونونه يي د کاروونکو توجه په جلبولو کې پاتې راغلي.