نړۍ

مصر د ملي يووالي او ورورولۍ په لور (لومړی برخه)

mursy in maidanپه نړۍ کې به داسی بالکل مثال پیدا نکړی چه په یو هیواد کی یو سیاسي ګوند په یو ډېر غوڅ اکثریت رایه تر لاسه کړي او بیا د کومې مجبوری بغیر د حکومت واګې د نورو سیاسې ګوندونو سره شریکې کړي. که مونږ د جنوبي اسیا، امریکا، اروپا، چین، روس، فرانسه او برطانیې سیاسي تاریخ او په سیاسي ګوندونه تر مطالعې لاندې ونیسو نو د هیڅ داسې مثال به د له سترګو نشې لکه د مصر اخوان المسلمین.
په مصر کی اخوان المسلمین په هره برخه کی په غوڅ اکثریت بری باوجود د ملي یووالي او ورورولۍ په خاطر د نورو سره حکومت په شریکه جوړ کړ.
د صدراعظم د څوکۍ په شمول ټول مهم وزارتونه يې هغو خلکو ته ورکړل چې اخوانيان نه ؤ او نه يې د اخوان المسلمين په ګوند کې غړيتوب درلود. د ۳۵ وزيرانو مشتمله کابينه کې صرف د ۴ وزيرانو تعلق د اخوان المسلمين سره دی.

د ولسمشر ټاکل په يوعامو ټولټاکنو کې منځ ته راځي، ټولټاکنې هم په يو ځو ورځو کې نه بلکې په مختلفو مرحلو کې ترسره کيږي او دا مرحلې بايد په ضرف د ۶ مياشتو کې ترسره شي.
اخوان المسلمين پدې ټولو مرحلو کې په غوڅ اکثريت بريا ترلاسه کړه، او د بريا نه وروسته د حکومت جوړونې په مرحله کې بيا دوی (اخوان) هرڅه شاته کیښودل او ملي يووالي او ورورولۍ ته يې په ترجيح ورکولو سره تقريبا ټولې لويې حکومتي دندې غير اخوانيانو ته ورکړلې.
ډاکټر هشام قنديل د حسن مبارک د عبوري حکومت د اوبو او برېښنا وزير ؤ د صدراعظمی تاج يې د هغه په سر کيښود. حسن مبارک او د هغه نه مخکې ټول دېکتاتوران چې د غرب غلامان ول د ملي يووالي او ملي ګټو پرځای به يې شخصي او د غرب ګټو ته پام او ترجيح ورکوله. او د دې سره به يې د حکومت ولکه ټينګه ساتله ترڅو تر ډېرې مودې دی په واک کې پاتې شي.
حسن مبارک د تقريبا ۳۰ کلونو پاچاهۍ په دور کې د مرستيال ولسمشر دندې لپاره هېځوک هم نه نوماند کولو. په قانوني توګه دا دنده بايد خالي نه وي اما ده دا هرځه د خپل د اوږدولو لپاره کول.
ولسمشر ښاغلی ډاکټر محمد مرسي د ولسمشر کيدو نه يو مياشت وروسته قاضي محمود مکي د مصر د مرستيال ولسمشر په توګه په دنده وکماره. د قاضي مکي اړيکې هم د اخوان المسلمين نړيوال اسلامي خوځښت سره نشته، مګر هغه يو ډطر نرم مزاج، انصافداره، غښتلی او په مصر کې ده ته د يو ملي شخصيت په سترګه کتل کيږي او ټول يې ډير احترام کوي.
په ټاکنيز منشور کې د اخوان المسلمين د ولسمشر ماڼۍ د يو فرد د غلامۍ څخه آزادول او د يو مستحکمې او خپلواکې ملي اسلامي ادارې را منځته کول ؤ، نو ښاغلي ولسمشر دوکتور مرسي د خپلو ۳ مياشتو د پوره کيدو نه مخکې د ژمنه پوره کړه او ټولې نړۍ يې ته يوه بيلګه پريښوده.
ښاغلي ډاکټر مرسي د ۴ مرستيالو ولسمشرانو او ۱۶ نورو غړيو په ګډون يوه داسې شوری تشکيل کړه چې په هغه کې يې هر يو مذهبي او سياسي ګوند ته پکې برخه ورکړه. په اسلامي خوځښتونو هميشه د ښځو د حقوقو د پايمال کول تور لږيدلی مګر اخوان المسلمين نه يواځې په کابينه کې بلکې د مرستيال ولسمشر او په شوری کې هم ښځوته ښه څرکنده برخه ورکړه. په مصر کې ۱۰ سلنه آبادي د عيسويانو ده هغوی ته يې هم په ورته بڼه ښه څرګنده برخه ورکړه.
په ټولټاکنو کې د النور په يو سلفي ګوند چې عربان خصوصا سعودي يې ډیره مالي مرسته کوي هم ښه بريا ترلاسه کړه. د اخوان المسلمين مخالف ځينو عربي هیوادونو دوی سره ډیره مرسته وکړه او کوي يې، او د ټولټاکنو نه وروسته د اخوان المسلمين او سلفيانو ترمنځ د ستونزو رامينځ ته کولو کوښښونه وشول اما دواړو خواوو په ډېره هوښياری هغه اسلام دښمنه سازشونه شنډ کړل.
اوس اخوان المسلمين د النور سلفي ګوند مشر ښاغلی عماد عبد الغفور د ولسمشر د مرستيال په توګه ونوماوو او د همغږۍ او وروولۍ بنياد يې نور هم غښتلی کړ. د مصر مؤرخينو يه وينا ولسمشر ښاغلی ډاکټر مرسي لومړی ولسمشر دی چې د عوامو په خوښه دې څوکۍ ته رسیدلی دی.
اسلام دښمنه عناصر د ښاغلي ډاکټر مرسي په لاره کې قدم په قدم مسلسل خنډونه رامنځته کوي، اما اخوان المسلمين ډېر د صبر او تحمل پاليسي او تګلاره غوره کړې ده.

نور بيا …….
ليکول: عزيز امين احمدزی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x